افغانستان

د ترټولو لوی دیموکراتیک هېواد ټاکنې؛ مودي به ټاکنې وګټي؟

لیکوال: احمد ذکي ژباړن: بشر دروېش څو میاشتې مخکې د ډېرو شنونکو وړاندوینه دا وه، چې مودي به په عامو هندیانو کې د غوڅ ملاتړ له کبله بیا د صدراعظمۍ څوکۍ ګټي. خو د تېرکال په دسمبر کې د ځینو ایالتونو د ټاکنو پروخت د مودي د بي جي پي ګوند ماتې دا محاسبه تر سوال لاندې راوسته. اوس به تر یو میلیارد پورې هندي رایه ورکوونکي د رایو صندوقونو ته ځي څو خپل برخلیک … نور ولولئ
افغانستان

سوله که ټاکنیز کمپاین؛ غني او مخالفین یې څه غواړي، لویه جرګه به څه پریکړه کوي؟

ټاکل شوې چې د راتلونکي غویي میاشتې په نهمه د کابل د لویې جرګې خېمه (د سولې ملي مشورتي لویې جرګې) په نوم د یوې سترې را ټولیدنې کوربه وي. جرګه د ولسمشر غني په فرمان جوړیږي، چې هدف یې د سولې لپاره د ولس له استازو سره د سولې د روانو هڅو په اړه مشوره ښودل شوې. خو دا خبره د ولسمشر د سیاسي مخالفینو له توند غبرګون سره مخ شوې. دوی وایي دا … نور ولولئ
افغانستان

د ۵ طالب مشرانو کیسه؛ د ګوانټانامو هغه بندیان چې امریکا سره د مذاکراتو مېز ته ناست دي

سرچینه: نیویارک ټایمز لیکوال: مجیب مشعل ژباړن: بشر دروېش ـ یاران وېب پاڼه په ۲۰۰۱ کې کله، چې امریکا متحده ایالاتو پر افغانستان برید او د طالبانو دولت را وپرځاوه، حتا له هغو کسانو سره یې هم د ترهګرو په حیث چلند وکړ، چې پخپله دوی ته تسلیم شوي وو. دوی هغه کسان هم ونیول او په تړلو سترګو یې کیوبا په ګوانټانامو کې امریکایي زندان ته واستول. اوس د هغو کسانو ۵ تنه یې … نور ولولئ
افغانستان

د اور او اوبو تعامل؛ افغان ملتیان څنګه متفرق او احدي له عبدالله سره ایتلاف وکړ؟

د افغانستان سیاست ممکن د نړۍ له ټولو سیاستونو ډېر حیرانونکی او جالب وي، چې ډېر ناممکنات پکې ممکنیږي او ډېر ممکنات ناممکنیږي. د اور او اوبو تعامل په تازه ګام کې تېره شپه د حکومت اجرایه ریس او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډاکټرعبدالله د افغانستان د نوې ملي جبهې د مشر او افغان ملت ګوند د رهبر ډاکټر انورالحق احدي کوربه و. د ډاکټرعبدالله د ټاکنیز ټیم ( ثبات او همپالنه) لومړی مرستیال … نور ولولئ
افغانستان

د غني افغانستان تش شوي دسترخوانونه؛ افغانستان د نړۍ درېیم لوږه ځپلی هېواد دی

په ۲۰۱۴ کې بهرنۍ مرستې پرافغانستان کمیدې او ورسره د ولسمشرۍ ټاکنې کیدې. اشرف غني احمدزی د دغو ټاکنو یو نوماند و، هغه د نورو غوړو ژمنو ترڅنګ دا ژمنه هم وکړه، چې د خلکو په دسترخوان کې به بدلون راولي. غني چې پخوا د مالیې وزیر او د نړیوال بانک لوړپوړی مامور پاتې شوی و، نورې ښې اقتصادي طرحې او ژمنې هم لرلې. د هغه له اقتصادي ژمنو څخه د نوموړي ټاکنیزو کمپاینرانو خاصه … نور ولولئ
افغانستان

د ۵۳ کلنو ملګرو تقابل؛ غني که خلیلزاد به د سولې لوبه وګټي؟

سوله که د افغانستان خلکو ته یوه جدي او ترهرڅه لومړنۍ اړتیا ده؛ سیاستوالو ته که په افغانستان دننه دي، یوه مهمه سیاسي لوبه او د خپلو ګټو د بقا کیسه ده. افغان سوله اوس د نورو پېچلو اړخونو ترڅنګ د دوه ۵۳ کلنو زړو یارانو د سیاسي لوبې مهمه نقطه ګرځیدلې. د یوه پوهنتون دوه لوبغاړي اشرف غني احمدزی او زلمی خلیزاد د ظاهر شاه د پاچاهۍ پر وخت د لبنان د بیروت امریکایي … نور ولولئ
افغانستان

له سهوې وروسته هوښیارتیا؛ ۱۰ زره افغان جنګیالي د سوریې له جګړې هېواد ته ستانه شوي

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د افغان حکومت امنیتي سرچینو ویلي، چې د ایران د فاطمیون لښکر په چوکاټ کې د سوریې جګړې ته ورغلي ۱۰ زره افغان جنګیالي بیرته خپل هېواد ته را ستانه شوي. آسوشیتدپرس خبري اژانس وایي دا معلومات د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یوه مقام ورکړې، خو د نوم نه خپرولو ټینګار یې کړی. سرچینې دغه اژانس ته ویلي، چې دغه افغان جنګیالي دا څو کاله ایران په پیسو د … نور ولولئ
افغانستان

هند ۱۷ میاشتې وروسته د زندان یو افغان فراري نیولی

هندي رسنیو د خپلو چارواکو په حواله ویلي، چې په نوې ډېلۍ کې یې نن یو فراري افغان نیولی. رسنۍ وایي دغه افغان احمد جاوید نومیږي او ۵۱ کلن دی. له زندانه فراري د هندي رسنیو په وینا احمد جاوید په هند کې د هیروینو د قاچاق په تور نیول شوی او بندي شوی و. هغه له یوه میاشت بند څخه وروسته له زندانه تښتیدلی و، خو پولیس یې تراوسه په لټه بوخت ول. سرچینې … نور ولولئ
سیاست

مولانا فضل الرحمن: آصف زرداري مې شاګرد و، د بلاول بوټو استادۍ ته هم حاضر یم

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په یوه تازه وینا کې د پیپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو ته د خپلې شاګردۍ بلنه ورکړې او ویلي یې دي، حاضر دی چې د نوموړي استاد شي. د سیاسي بلوغ تشه مولانا فضل الرحمان په دغه وینا کې پر بلاول بوټو تور پورې کړی، چې سیاسي نبوغ ته نه دی رسیدلی. هغه وایي د بلاول پلار اصف زرداري ته یې څو ځلې ویلي، … نور ولولئ
افغانستان

اپریل فول په افغانستان کې؛ افغانان څه ډول دروغ وایي، غبرګونونه څه دي؟

د اپریل لومړۍ ورځ په نړیواله کچه د دروغو په ورځ مشهوره ده. دا ورځ له ډېره وخته د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې خلک (د احمقانو ورځ) په نوم نمانځي. هلته اکثره حقیقت ته نیږدې دروغ ویل کیږي؛ داسې دروغ چې خلک باور ورباندې کوي. خو افغانان له دې ورځې سره څه کوي، څنګه دروغ وایي او دروغو ته یې عام غبرګونونه څه دي؟ د ټېکنالوژۍ اغېز په افغانستان کې د انټرنیټ له عامیدو … نور ولولئ