افغانستان

د کابل پېښه؛ د سولې که جګړې پر لور ځو؟ د برید پيغامونه څه دي؟

پلازمېنه کابل د چارشنبې په ورځ له څه موده نسبي کرارۍ وروسته بیا خونړی و. په دې ورځ څو ځانمرګو بریدګرو، چې وسله وال طالبان خپل کسان وګڼل، د کابل ښار په زړه(شهرنو) سیمه کې پر کانټر پارټ موسسې ډله ییزه حمله وکړه. د کورنیو چارو وزارت په حواله په برید کې د یوه ملي پولیس په ګډون ۵ تنه شهیدان او ۲۴ نور ټپیان دي. سرچینه وایي برید درېیو بریدګرو کړی و، چې د … نور ولولئ
سیاست

بل هېواد ته یې سفررد شو؛ نواز شریف یې بیا زنداني کړ!

د پاکستان د لاهور ښار محکمې بهرني هېواد ته د درملنې لپاره د پخواني صدراعظم نواز شریف غوښتنلیک رد او هغه یې بیا زندان ته واچوه. یوه نیمه میاشت ازادي نواز شریف، چې د فساد په یوه ستره قضیه کې د لاس لرلو په تور د پاکستان د سترې محکمې لخوا له واکه ګوښه او له سیاسته منع شوی؛ له څه باندې یوه کال راهیسې زنداني دی. هغه چې عمر خوړلی او ۶۹ کلن دی، … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان او روژه؛ څنګه هرکلی یې کیږي، عام رواجونه کوم دي؟

د نړۍ د نورو اسلامي هېوادونو په شان د رمضان المبارک میاشت یا روژه هرکال په افغانستان کې هم له خاصو افغاني امادګیو سره مخته ځي. روژه سره له دې، چې د اسلام له پینځو اساسي فرایضو څخه یوه فریضه ده او په اړه یې اسلامي ارشاداتو کې عمومي احکام شته، خو له دې سره هر هېواد د خپل فرهنګي او ټولنیز چوکاټ له مخې دغې میاشتې ته خپل ـ خپل چمتووالی نیسي. په دې … نور ولولئ
په زړه پورې

استاد قاري عبدالباسط؛ هغه ملکوتي غږ چې په اوریدو یې لسګونه کسان مسلمانان شوي

د نړۍ یو له ترټولو خوږ لرونکو کسانو، چې غږ یې خوندي پاتې دی او ټول مسلمانان د زړه له تله مینه ورسره لري؛ یو هم مشهور قاري استاد عبدالباسط دی. په دې مطلب کې به د نوموړي له ژوندلیکه خبرشئ. زوکړه استاد عبدالباسط محمد عبدالصمد سلیم داود په ۱۹۲۷ زیږدیز کال کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې. هغه د مصر اصلي استوګن و، خو ټولې اسلامي نړۍ پرې ویاړ کاوه. استاد باسط د … نور ولولئ
افغانستان

د حکمتیار شخصي ژوند؛ په اویا کلنۍ کې یې د روغ صحت راز څه دی؟

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، چې د افغانستان له ناندریزو او مقتدرو سیاسي څېرو څخه ګڼل کیږي، په لومړي ځل د یوې ټلویزوني مرکې پرمهال د خپل شخصي ژوند په اړه ځینې موضوعات را برسېره کړل. نوموړي د یک خصوصي تلویزون په ککتوس نومې خپرونه کې د خپل ژوند ځینې ناویلې بیان کړي، چې دلته یې مهم ټکي د یاران وېب پاڼې له درنو لوستونکو سره شریکیږي. زوکړه ګلبدین حکمتیار څه باندې اویا کاله … نور ولولئ
افغانستان

د غني او عمران خان خوږلني؛ دلایل او مجبوریتونه یې څه دي؟

د افغانستان ولسمشریزې ماڼۍ (ارګ) په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر غني او پاکستاني صدراعظم عمران خان د ټلیفوني خبرو خبر ورکړی. سرچینه وایي په دغه ټلیفوني تماس کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې او سیمه ییز اتصال په اړه بحث او خبرې وکړې. د پاکستان ژمنې د ارګ د خبرپاڼې له مخې د پاکستان لومړي وزیر ژمنه وکړه چې هیواد یې هر ډول همکارۍ ته چې په افغانستان کې د سولې او … نور ولولئ
کلتور او هنر

د لاهور محکمې ریکارډ؛ په لومړي ځل یې د انګلیسي پرځای په اردو ژبه خپله پریکړه اعلان کړه

د انګلستان پخوانۍ مستعمره؛ پاکستان! دغه هېواد، چې مخالفین یې په سیمه کې د انګلیسانو په لاس جوړه شوې سرطاني دانه ګڼي، تراوسه د خپل اصلي لارښود (انګلستان) په پيروۍ روان دی. د پاکستان د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد رسمي ژبه انګلیسي، خو ملي ژبه اردو ده. په همدې دلیل د پاکستان په ډېرو ادارو کې رسمي ژبه انګلیسي ده. هلته قوانین هم ترډېره د انګلیسانو په لاس جوړ شوي، ځکه خو … نور ولولئ
افغانستان

له الهي لورېینو او هنرونو مالامال؛ د قاري برکت الله سلیم له ژوند او هڅو مو خبروو

د قاري برکت الله سلیم له نوم او غږ سره به داسې افغان او مسلمان ډېر کم پیدا شي، چې بلد نه وي. هغه له ګڼو الهي لورېینو او انساني هنرونو برخمن دی؛ چې ترټولو مهم یې د نړۍ د ترټولو ستر او بې بدیله الهي کتاب ( قرآنکریم) حافظي ده. دلته به د دغه لوی او مشهور شخصیت له ژوند او نورو هنرونو څخه خبر شئ. زوکړه قاري برکت الله سلیم په ۱۳۲۹ لمریزکال … نور ولولئ
اقتصاد

۲۰۳۰ ته د هند اقتصادي ټارګیټ؛ امریکا څنډې ته کول غواړي

د هند حکومت ویلي، چې په ۲۰۳۰کې د دغه هېواد اقتصادي ټارګیټ په اقتصادي برخه کې د امریکا متحده ایالاتو څنډې ته کول دي. د دغه هېواد د کابینې یوه غړي راجنات سینګ این ډي ټي وي ته د مرکې پرمهال دا خبره کړې ده. هغه ادعا کړې، چې د صدراعظم مودي په حکومت کې یې د هېواد اقتصاد د پام وړ پرمختګ کړی. د ده په وینا هېواد یې په ۲۰۱۴ کې د نړۍ … نور ولولئ
افغانستان

اتمر څه غواړي؛ له سولې جرګې خوابدی سړی په سولې پسې ماسکو ته تلی

د ولسمشر غني مخکینی نیږدې ملګری او مامور حنیف اتمر، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته هم نوماند دی، په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې له جوړیدو سره تر مخالفت وروسته ماسکو ته تللی. د اتمر مطبوعاتي دفتر د دغه سفر اصلي هدف د ماسکو په امنیتي کنفرانس کې ګډون ښودلی. یاد شوي کنفرانس ته د ګډون لپاره مخکینی ولسمشر حامد کرزی هم ورغلی. د ماسکو د سولې ناسته د ماسکو له دغه امنیتي … نور ولولئ