په زړه پورې

د غاښونو هغه ډاکټر چې لیکوال او ولسمشر دی

د نړۍ لږ سیاستوال داسې وي، چې واک ته له رسیدو وروسته خپل نور شوقونه پاللی شي. خو د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف داسې یو څوک دی، چې واک ته له رسیدو وروسته هم خپل ځینې شوقونه ښه پالي. دلته به د محمدوف په اړه وپوهیږئ، چې څوک دی او څنګه له واکمنۍ سره هم مهاله خپل شوقونه پالي. د نوي کتاب مخکتنه د ترکمنستان ولسمشر محمدوف څو ورځې مخکې د خپلې کلیزې مراسم … نور ولولئ
افغانستان

د کابل برید او د پاکستان لوبه؛ د جنګ که سولې په طرف روان یوو؟

د افغان سولې په تړاو له هڅو زیاتیدو سره کابل پرون بیا په وینو ولړل شو. وسله والو طالبانو غازي سټډیم ته څېرمه د هغو ځانمرګو بریدونو مسولیت ومانه، چې څو ساعته یې دوام وکړ او د تر ۵۰ زیاتو زده کوونکو په ګډون یې لسګونه نور شهیدان او ټپیان کړل. افغان حکومت، پاکستان او نورو دا بریدونه وغندل، خو د تېرو زیاتو بریدونو برعکس دا ځل د پاکستان غندنه ونه شوه. د راتلونکو ولسمشریزو … نور ولولئ
افغانستان

شورا که وزارت؛ غني څه غواړي، عبدالکریم که عبدالسلام به سوله راولي؟

ولسمشر غني په یوه تازه فرمان کې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د جوړیدو امر کړی او د خپل دفتر مخکینی لوی ریس عبدالسلام رحیمي یې ورته وزیر ټاکلی. د ښاغلي غني په فرمان کې رحیمي د سولې په چارو کې د هغه ځانګړی استازی هم معرفي شوی او ویل شوي، چې نوموړی به د کابینې، ملي امنیت شورا او ټولو لوړپوړو کمیسونونو د غړیتوب ترڅنګ له خپلو ټولو مخکینیو حقوقو او … نور ولولئ
افغانستان

د اوږدو ناندریو ګټونکی؛ د ولسي جرګې نوی ریس میر رحمان رحماني څوک دی؟

د ولسي جرګې د اوولسمې دورې ریس پرون له یوې نیمې میاشتې ناندریو وروسته بالآخره وټاکل شو. نوی ټاکل شوی ریس میر رحمان رحماني له اوږدو ناندریو وروسته دغه څوکۍ د رایو په اکثریت وګټله. خو رحماني څوک دی؟ ولې ناندرۍ وې؟ او دی څنګه د جرګې ریس شو؟ په دې مطلب کې به همدې موضوعاتو ته ځغلند نظر واچوو؟ ولې ناندرۍ؟ د ولسي جرګې ریاست د ځانګړي اهمیت له کبله د جرګې وکیلانو ته … نور ولولئ
افغانستان

څادري د پګړۍ پر وړاندې؛ فرخندې نادري ریښتیا د پګړۍ او څادرۍ سپکاوی کړی؟

په ټولنیزو رسنیو کې نن یوه توده موضوع دا ده، چې د فرخندي زهره نادري له لورې په کابل کې د یوه جوړ شوي نندارتون پر ضد توند غبرګونونه ښودل شوي. دا نندارتون د (سولې او جګړې مجموعې) په نوم د یوه لړۍ اړونده کړۍ وه، چې (څادري د پګړۍ پر وړاندې) نوم پرې ایښودل شوی و. د نندارتون نور جزیات یاد شوی نندارتون پرون د فرخنده زهره نادري په بلنه د کابل په چهلستون … نور ولولئ
افغانستان

حل لاره که بله ننګونه؛ د سرپرست حکومت جوړیدل څومره ضرور او مشروع غوښتنه ده؟

د سرپرست حکومت غوښتنه په دې ورځو کې د یو شمېر ولسمشریزو نوماندانو لخوا بیا جدي شوې او اړینه ګڼل شوې ده. دوی د دې حکومت جوړیدل له اوسنیو سیاسي ناندریو د وتو او د سولې، رڼو ټاکنو او سیاسي ثبات لپاره اړینه ګڼي. خو په واقعیت کې د دغسې حکومت جوړیدل څومره معقوله، ممکنه او مشروع غوښتنه ده؟ دا ډول حکومت که احیاناً جوړ شي، افغانستان ته به یوه حل لاره او که به … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان ته سفر؛ غني به تش که ډک لاس را ستون شي؟

ټاکل شوې، چې د راتلونکې پنجشنبې پر ورځ له اوږدو ناندریزو اړیکو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستاني صدراعظم عمران خان په بلنه د هغه هېواد ته سفر وکړي. ویل شوي، چې هغه به له خپل پاکستاني سیال عارف علوي او صدراعظم عمران خان سره وویني. ښاغلی غني به د سفر په دویمه ورځ د جمعې لمونځ د لاهور ښار په پادشاهي جومات کې ادا کړي. د افغان سولې هڅو ترڅنګ دوه اړخیزې … نور ولولئ
افغانستان

د کمال ناصر اصولي ژوند ته کتنه؛ رحماني سره یې خوږه ملګرتیا ولې په جنجال بدله شوه؟

د ولسي جرګې د ریاست پر سر د جرګې د دوو غړو( میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي) ترمنځ جنجال پرون نیږدې یوه نیمه میاشت وروسته حل شو. له دې سره د کمال ناصر اصولي هغه مرکه خلکو ته جالبه او د بحث وړ وه، چې د خپل شخصي ژوند او یاد شوي جنجال په تړاو یې د یک ټلویزون په ککتوس خپرونه کې لرله. یاران وېب پاڼه دلته د دغې مرکې مهم او … نور ولولئ
افغانستان

را نیږدې ټاکنې او ډېر شوي ټکرونه؛ ارګ او ولسمشریز نوماندان په څه وران دي؟

د کابل غازي ورزشي سټډیم د سې شنبې پر ورځ له دولسو ولسمشریزو نوماندانو څخه د دوی د جوړې شوې شورا د یوې لویې اعتراضیه غونډې کوربه و. غونډې ته یو شمېر نوماندانو ویناوې وکړې او هم یې خپل پریکړه لیک واوروه. یاران وېب پاڼه د دوی د غوښتنو او تورونو عمده ټکي او هم دا درسره شریکوي، چې دوی او ارګ مېشتي ولې وران شوي او نه سره جوړیږي؟ د نوماندانو عمده غوښتنې نننۍ … نور ولولئ
افغانستان

د پاکستاني ویزو ناورین؛ حکومت یې ولې په حلولو نه توانیږي؟

په نړیواله کچه د پاکستان د منزوي کولو په اړه د افغان حکومت له ادعاوو سره هم مهاله په افغانستان کې د اور په بیه او د مرغۍ د پیو په شان په ډېرې سختۍ د پاکستاني ویزو ترلاسه کول له شک پرته هم حکومت او هم ټول ملت ته د شرم وړ خبره ده. د دوشنبې په ورځ له جلال اباد ښار څخه راپور ورکړل شو، چې د پاکستان د ویزې په ترلاسه کولو … نور ولولئ