افغانستان

بې کمپاینه نوماند؛ د اتمر ټیم پاشل شوی، غني ته ورځي که بله کیسه ده؟

د ولسمشریزو ټاکنو یو مطرح نوماند محمد حنیف اتمر، چې د سولې او اعتدال په نوم یې یو نسبتاً قوي ټاکنیز ټکټ جوړ کړی و، له ټاکنیزو کمپاینونو په شا شوی. د دغه کار دلایل ګڼ ښودل شوي. څوک وایي اتمر له غني سره یو لاس کیږي، څوک یې لامل د ده د ټیم داخلي ټکرونه او پاشلتیا ښيي، خو ځینې نور باور لري چې اتمر د سولې له تړونه ډاډه دی او نه غواړي … نور ولولئ
افغانستان

حکمتیار افغان نظام نامسلمانه ګڼي، خو حشمت غني احمدزی وایي: حکمتیار قاتل او بې سواده دی

د حزب اسلامي ګوند مشر او ولسمشریز نوماند ګلبدین حکمتیار پرون کاپیسا ولایت ته د سفر پر مهال له خپلو پلویانو سره لویه غونډه کړې او پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ورسره غږیدلی. هغه په دې غونډه کې پر حکومت د نورو نیوکو ترڅنګ تور لګولی، چې د افغانستان نظام غیر اسلامي دی. د حکمتیار په وینا هغوی ته شرم او مرګ په کار دی، چې دا نظام اسلامي جمهوریت ګڼي. دی ادعا لري، چې دغه … نور ولولئ
افغانستان

سوله او ټاکنې؛ کوم یو به مخکې شي؛ دلایل او تازه پرمختګونه څه دي؟

د افغانستان په روان سیاسي وضعیت کې د سولې او ټاکنو د دواړو پر لومړیتوب کیدو تاوده بحثونه روان دي. دا چې دا بحثونه ولې رامنځته شوي، کوم یوه ته زیات کار کیږي او څوک د څه لپاره د کوم لومړیتوب زیات پلویتوب کوي، دلته به پرې رڼا واچوو. سوله ولې او د څه لپاره؟ په ټوله کې سوله د ټولو افغانانو لومړیتوب دی. داسې خلک به لږ وي، چې له دغه لومړیتوب سره جوړ … نور ولولئ
افغانستان

د کمپاینونو کم رنګي؛ ولسمشریزې ټاکنې په کوم لور ځي، ولې یې پخوانی خوند نشته؟

ټاکل شوې، چې د راتلونکي میزان میاشتې په شپږمه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې ترسره شي، خو د کمپاینونو د پيل باوجود یې لیدل کیږي، چې دغه کار ډېر کمرنګه دی او هغه خوند یې نه دی پاتې، لکه پخوا چې و. دلیل یې څه دی؟ دا طبیعي که عمدي موضوع ده؟ څه پایلې لرلی شي او پر راتلونکو ټاکنو به یې اغېزې څه وي؟ په دې مطلب کې همدې موضوعاتو ته کتنه کوو: د سولې … نور ولولئ
افغانستان

د زرداد د ژوند کیسه؛ وایي د انسان جامه کې سپی د ده نه؛ بلکې دا د سیاف سړی و

د حزب اسلامي پخوانی قومندان زرداد فریادي، چې د تنظیمي واکمنۍ پروخت په لویو جنایتونو تورن دی، په یوه تازه تلویزوني مرکه کې پرځان یو ځل بیا ټول لګیدلي تورونه رد او د ځینو پړه پر نورو تنظیمونو واچوله. هغه تېره اونۍ د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې مېلمه و. یاران د دغې مرکې مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي. زرداد څوک دی؟ زرداد فریادي د لوګر د اذرې ولسوالۍ اوسیدونکی او … نور ولولئ
افغانستان

نوماندانو ته چېلنج؛ غني وایي: دا ګز دا میدان، ټاکنې په قاطع اکثریت رایو ګټم!

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو نوماند هم دی، وایي په غوڅ اکثریت به دا ځل ټاکنې وګټي. ښاغلي غني دا خبره د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو د پيل په ورځ د لویې جرګې په تالار کې خپلو زرګونه پلویانو ته د غونډې پر وخت وکړې. یاران د بې طرفه اطلاع رسونې د اصل له مخې دلته خپلو لوستونکو ته د ولسمشر غني د دغې وینا مهم ټکي وړاندې کوي. ستومانه … نور ولولئ
افغانستان

د ضیاالحق امرخېل ناویلې؛ د ۲۰۱۴ ټاکنې څنګه وې، غني یې ولې ایډیال او عبدالله ولې ورګران دی؟

په سیاسي او ولسي چارو کې د ولسمشرغني سترسلاکار ضیاالحق امرخېل، چې د ۲۰۱۴ ولسمشریزو ټاکنو پر وخت زیات مشهور او د ژبو په سرشو؛ کلونه وروسته د هغو ټاکنو د جنجالي کیدو او د ژوند د ناویلو کیسو په اړه په یوه اوږده مرکه کې پوښتل شوی. ښاغلی امرخېل، چې د ملي ثبات په نوم د یوې ټولنې بنسټګر او رییس هم دی، تېره اونۍ د یک تلویزون د مشهورې خپرونې( کاکتوس) مېلمه و. … نور ولولئ
افغانستان

جامو څېرلو ته حاضر نوماند؛ ابراهیم الکوزي غني سره دښمني اعلان او د هغه د بندي کولو ګواښ وکړ

د ولسمشریزو ټاکنو له کمپاین پيلیدو سره هم مهاله د افغان ولسمشریزو نوماندانو او پلویانو ترمنځ یې ناندرۍ په زیاتیدو دي. له دغو نوماندانو څخه یوه یې( حاجي محمد ابراهیم الکوزي) په یوه تازه مرکه کې ولسمشر غني ته توندې خبرې وکړې. د هغه دا مرکه له اریانا نیوز تلویزون سره وه، چې یاران یې خپلو لوستونکو ته د بې طرفه او هر اړخیزې اطلاع رسونې په هدف مهم ټکي وړاندې کوي. الکوزی څوک دی؟ … نور ولولئ
اقتصاد

د امریکا او چین اقتصادي جنګ ۲ میلیونه چینایان وزګار کړي

د معتبرو رسنیو تازه ارقام ښيي، چې د امریکا او چین اقتصادي جګړې تراوسه تر ۲ میلیونو پورې چینایان وزګار کړي او له کاره ویستي. د اسیا نیوز رسنۍ د راپور له مخې د دغې اقتصادي جګړې زیات تاوان د چین صنعتي برخو ته رسیدلی. د سرچینې په حواله د چین صنعتي نظام په وروستیو کې ټول ۵ میلیونه کاري فرصتونه له لاسه ورکړي، چې نیږدې دوه میلیونه یې د امریکا د اقتصادي جګړې له … نور ولولئ
په زړه پورې

د تونس ولسمشر ومړ؛ دلته یې د ژوند لوړې ـ ژورې ولولئ

د تونس ولسمشرمحمد الباجی قائد السبسي د ۹۳ کلونو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې. نوموړی له خپلې ناروغۍ ځوریده او په یوه پوځي روغتون کې یې له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه. خو نوموړی څوک و؟ سیاست ته څنګه راغی؟ څه لوړې ـ ژورې یې پکې ولیدې؟ دلته به همدې مسئلو ته نظر واچوو. زوکړه او زده کړې الباجی قائد السبسي د 1926 میلادي کال د نومبر په ۲۶ مه د … نور ولولئ