افغانستان

دارالامان او ټپي افغانستان؛ د تاریخي ماڼۍ رغول به کوم درد دوا کړي؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپلې مېرمنې او لوړپوړو چارواکو په ملتیا وړمه شپه د کابل په لویدیځ کې د څو لسیزو جګړو له کبله کنډواله شوې تاریخي ماڼۍ( دارالامان) له رغولو وروسته افتتاح او د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن پکې ونمانځه. دا کار هم وستایل شو، هم نیوکې پرې وشوې. د ستاینې اړخ دا و، چې غني د افغانستان یوه تاریخي ماڼۍ او د خپلواکۍ ګټونکي غازي د لاس نښه ورغوله او … نور ولولئ
افغانستان

هغه مطرح سیاستوال چې اعدام شوي دي

هغه پښتو ټپه به مو اوریدلې وي، چې: په دنیا دومره مه نازیږه ما پاچاهان د دار په سر لیدلي دینه دار ته ختل هغه که په قانوني لحاظ وي، یا د ظلم او بې قانونۍ په بڼه، خو د نورو خلکو ترڅنګ ترې مشهور سیاستوال او واکمنان هم مستثنا نه دي پاتې شوي. دلته به د دغو سیاستوالو یو شمېر تر ټولو مهم یې در ته معرفي او د اعدامیدو کیسې یې درته وکړو. … نور ولولئ
افغانستان

د ثابت د ژوند لوړې ژورې؛ جرئت سره یې د جنګ او پر کرزي، عبدالله او حکمتیار د غوسې کیسې ولولئ

د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت، چې دا ډېره موده له سترګو او غوږونو لیرې و، په یوه تازه مرکه کې د خپل ژوند، کارونو، د فساد ضد مبارزو او ګڼو نورو مسایلو په اړه غږیدلی. دا مرکه تېره اونۍ د یک تلویزون له کاکتوس خپرونې سره وه، چې په یوټوب کې یې د نیږدې ۲ ساعته جریان مهم ټکي یاران دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي. یادونه کوو، چې د دې او نورو … نور ولولئ
افغانستان

سوله او ټاکنې؛ معنوي وایي ټاکنې به وشي او غني به یې وګټي

د ټاکنو خپلواک کمیسون پخوانی ریس فضل احمد معنوي په یوه ځانګړي تلویزوني بحث کې د روانو ټاکنو او سولې هڅو په اړه خپل نظریات شریک کړي. هغه څه موده مخکې له اریانا نیوز تلویزون سره مېلمه و او خپل دغه نظریات یې له خلکو سره شریک کړل. یاران یې مهم ټکي د موضوع د اهمیت له مخې دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي. سوله کیږي کنه، څنګه به وي؟ په دې اړه فضل احمدي … نور ولولئ
په زړه پورې

نوی شکایت او تور؛ عمران خان هندوستان له هیټلري رژیم سره تشبیه کړ

د پاکستان صدراعظم عمران خان په یوه تازه وینا کې د هندوستان رژیم له هیټلري رژیم سره تشبیه کړی او د هغو ګامونو پر وړاندې یې د نړیوالې مقابلې غوښتنه کړې، چې ده «هیټلري» او فاشیستي ګڼلي. پر چوپتیا نیوکه که وېره؟ عمران خان په دغه وینا کې پر نړیوالې ټولنې نیوکه کړې، چې ولې یې د کشمیر په اړه د هند د نوي دریځ پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده؟ هغه ویلي: دا چوپتیا … نور ولولئ
افغانستان

د غني اختریز پیغامونه؛ وایي د سولې پریکړه به بهرنیان نه؛راتلونکی حکومت کوي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر تر لمانځه وروسته په ارګ کې د سولې د روانو هڅو او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه نوې خبرې لرلې. یاران یې د خبرو مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره د ځینو اړینو تبصرو او معلوماتو په ملتیا شریکوي. ملي او هراړخیزه سوله غواړو! ولسمشر غني د سولې په اړه ملت ته ډاډ ورکړ، چې نیږدې ده او خامخا به راځي، خو ځينې نوې خبرې یې … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو نوي خوبونه؛ معتصم آغاجان د اسلامي جمهوري امارت غوښتنه لري

د سولې خبرو له تودیدو سره دا بحث تود شوی، چې د افغانستان د سیاسي نظام راتلونکی څرنګوالی به څه ډول وي؟ د دغو بحثونو په منځ کې د وسله والو طالبانو یوه مخکیني لوړ پوړي مقام د دغه راتلونکي نظام په اړه خپل نظریات وړاندې کړي. دا طالب چارواکی په مختلفو مرحلو کې د خپلې ډلې لوړپوړی سړی و. دی ملامعتصم آغاجان نومیږي، چې د طالب واکمنۍ پرمهال د دوی د مالیې وزیر او … نور ولولئ
افغانستان

د ګلاب منګل د ژوند کیسې؛ وایي غني ښه رهبر نه دی خو بیا هم رایه ورکوي

د ولسمشر غني یو برحاله سلاکار وزیر او نیږدې سړی محمد ګلاب منګل په یوه تازه مرکه کې د نورو خبرو ترڅنګ د ښاغلي غني، تېرو او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو، خپل سیاسي او شخصي ژوند او مختلفو دولتي ماموریتونو په اړه غږیدلی. دا مرکه له منګل سره د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې شوې، چې یاران یې مهم ټکي له خپلو درنو لوستونکو سره شریکوي. ګلاب منګل څوک دی؟ ګلاب منګل د پکتیا ولایت … نور ولولئ
افغانستان

د لومړۍ مېرمنې کیدو خوبونه؛ ارزو نورستانۍ د ژوند ملګري د بریالیتوب لپاره خپله کمپاین کوي

په افغانستان کې له ولسمشر غني وراخوا ډاکټر فرامرز تمنا یوازینی بل ولسمشریز نوماند دی، چې مېرمنه یې د سیاست ډګر ته راوتې او د خپل ژوند ملګري د دفاع لپاره عملاً کار کوي. د ولسمشر غني مېرمنه( بي بي ګل غني) خپله په کمپایني هڅو نه ده بوخته، خو د فرامرز تمنا مېرمنه( ارزو نورستانۍ) خپله ټلویزوني بحثونو ته ځي او د سیاسي او ښځینه حقونو د فعالې په توګه د خپل ژوند ملګري … نور ولولئ
افغانستان

که سوله وشي طالب مشران او جنګیالي به یې څه نقش ولري؟

د سولې د روانو هڅو په اړه په ټوله کې څو ډوله لیدلوري موجود دي: ـ وسله وال طالبان وایي دوی به بیا اسلامي امارت جوړوي او د دوی واکمني به له نسبي بدلونونو سره بیا راګرځي. ـ یو نظر دا دی، چې وسله وال طالبان به اساسي قانون او حکومت مني او کوم اساسي بدلون به نظام او قدرت کې نه راځي. ـ بل نظر دا دی، چې د وسله والو طالبانو د مشرانو … نور ولولئ