افغانستان

له طالبانو د ټرمپ مخ اړول؛ د سولې خبرې ولې لغوه شوې؟

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ناڅاپي ګام کې له وسله والو طالبانو سره د امریکا د سولې د پيل شویو مذاکراتو لغوه کیدل اعلان کړي. دا اعلان هغه پر خپل ټویټر کړی او ویلي، چې دا ګام یې په افغانستان کې د طالبانو د یوه وروستي برید په غبرګون کې کړی. په دغه برید کې د یو شمېر افغانانو ترڅنګ یو امریکایي سرتېری هم وژل شوی. له دې سره قطر نه را رسیدلي … نور ولولئ
افغانستان

افغان سوله او خلیلزاد؛ د هڅو تازه حال او ننګونې یې کومې دي؟

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره تر نهم پړاو مذاکراتو او یوه هوکړه لیک ته تر رسیدو وروسته کابل ته راغلی دی. هغه له طلوع نیوز تلویزون سره په یوه ځانګړې مرکه کې د سولې د روانو هڅو تازه جزیات، لاسته راوړنې، خنډونه، راتلونکي پلانونه، په اړه یې د افغان حکومت دریځ، د امریکا غوښتنې، په … نور ولولئ
افغانستان

د ولسمشریز نوماند د ښځې طلاق؛ فرامرز تمنا وایي پښېمانه پرې نه دی

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یوه نوماند ډاکټر فرامرز تمنا په لومړي ځل د خپلې طلاقې کړې ښځې په اړه خوله پرانیسته. هغه تازه د یک تلویزون په کاکتوس خپرونه کې مېلمه و، چې د نورو مسایلو ترڅنګ پر یادې موضوع وغږیده. یاران یې د مرکې مهم ټکي دلته له خپلو لوستونکو سره شریکوي. فرامرز څوک دی؟ اصلي نوم یې عبدالبصیر دی، په هرات کې ۴۲ کاله پخوا د مېنانو په نړیواله ورځ زیږیدلی. پلار … نور ولولئ
افغانستان

امریکا که غني؛ د سولې روانه لوبه به څوک وګټي؟

د سولې د روانو هڅو او د افغانستان د راتلونکي پر سر د افغان ـ امریکایي لوري ترمنځ روان کشمکش که څه هم تر ډېره د غني ـ امریکا کشمکش ګڼل کیږي، خو دا په واقعیت کې د افغانستان ـ امریکا ترمنځ کشمکش دی. په دغه کشمکش کې امریکا د یوه نړیوال ځواک په توګه د افغان سولې نقشه پخپله ګټه او طبع طرحه کړې او د خپلو ګټو له مخې یې تطبیقول غواړي. په … نور ولولئ
افغانستان

د پلار پر پلونو روان زوی؛ احمد مسعود به افغانستان د طالبانو خلاف ودروي؟

د پلار پر پلونو روان زوی؛ احمد مسعود به افغانستان د طالبانو خلاف ودروي؟ د افغانستان د مطرح او افسانوي قومندان احمد شاه مسعود د پلار له مرګ څخه لسیزې وروسته د هغه د تر ټولو لویو دښمنانو( وسله والو طالبانو) خلاف د افغانستان د یو کولو اعلان کړی. ۳۰ کلن احمد مسعود، چې د پلار له مرګ وروسته یې په ایران کې ښوونځی او برتانیه کې پوځي پوهنتون لوستی؛ دا ډېره موده له سیاسته … نور ولولئ
افغانستان

د سولې او جګړې هم مهاله هڅې؛ پاکستاني توغندي ولې کونړ نښه کوي؟

په قطر کې له طالب استازو سره د امریکایي پلاوي د خبرو له شدت سره په افغانستان کې د نا امنۍ پېښې مخ په زیاتیدو ښکاري. دا پېښې مختلف اړخونه لري، چې دلته یې د ټولو د بحث پرځای یوازې دې ته تم کیږو، چې دا پېښې د سولې له روانو هڅو سره څه تړاوونه لري؟ د پام وړ پېښې څو اونۍ د مخه د کابل یو مشهور هوټل د واده د مراسمو پر وخت … نور ولولئ
په زړه پورې

د برازیل ولسمشر: خلک دې په ورځ کې ۲ ځلو نه زیات تشناب ته نه ځي

د چاپېریال ساتنې مسئله په نړیواله کچه په وروستیو کې له جدي او تودو بحثونو څخه ده. نړیوال چاپېریال په وروستیو کې د صنعتي کیدو له ګړندي کیدو سره خوار ککړ شوی او د لا ککړتیا پر لور روان دی. دا وضعیت سبب شوی، چې په نړیواله کچه چاپېریالي ستونزې د یوې لویې ننګونې په توګه بحث شي. د چاپېریال ساتنې مدافعانو دا موضوع په نړیواله کچه جدي کړې او هر کال یې په اړه … نور ولولئ
اقتصاد

دنگ شیائوپینگ؛ د چین اقتصاد یې څنګه ورغوه او د معمار لقب یې خپل کړ؟

یو وخت چین د خپل زیات نفوس له کبله په نړۍ کې مشهور و، خو اوس یې د پياوړي اقتصاد له کبله زیات خلک پېژني. د اقتصادي پياوړتیا په برخه کې یې بیا دنگ شیائوپینگ د خاصې یادونې وړ ځکه دی، چې نوموړی د چین د اقتصاد معمار ګڼل کیږي. هغه څوک و؟ دنگ شیائوپینگ له اویایمې تر ۹۰مې لسیزې د چین رهبر و. نوموړی ۱۱۵ کاله پخوا د ۱۹۰۴ د اګست په ۲۲مه نړۍ … نور ولولئ
افغانستان

د طب دا ډاکټران په مشهورو سیاستوالو بدل شوي

په بله برخه کې د یوه مسلک د خلکو کار او پکې ځلیدل نوې خبره نه ده. دلته په نړیواله کچه هغه مشهور سیاستوال درپېژنو، چې اصلي مسلک یې طب دی، خو نصیب یا شوق سیاست ته راوستي او ځلولي یې دي. بشار الاسد د سوریې ۴۲ کلن ولسمشر بشارالاسد، چې پلار یې هم ولسمشر تېر شوی؛ اصلاً د طب ډاکټر دی. هغه د سترګو د ډاکټرۍ تخصص په لندن کې کړی او د طب … نور ولولئ
افغانستان

د احدي او عبدالله ملګرتیا؛ افغان ملت ګوند څوک و، څه شو، نور به څه شي؟

افغان ټولنپال ولسواک( افغان ملت) ګوند د افغانستان په سیاسي حزبونو کې یوازینی او تر ټولو غښتلی ګوند و، چې د ملت پالنې او دیموکراسۍ په ګډې نظریې په طبیعي ډول رامنځته شوی او د دغو نظریو د لرونکو روشنفکرانو تر ټولو ستر او واحد ادرس و. دغه ګوند د ظاهرشاه د دیموکراسۍ په لسیزه کې د غلام محمد فرهاد لخوا تاسیس او په تدریجي ډول د افغانستان تر کلیو بانډو وغځیده او د ټولنې … نور ولولئ