افغانستان

حکومت ته د صرافاتو وړاندیزونه؛ د مخابراتووزارت مخکینۍ ودانۍ ورکړل شوه

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمداشرف غني پرون ماښام د افغانستان د صرافانو سراسري شورا له رئیس او غړو سره په چهارچنار ماڼۍ کې وکتل. د افغانستان ولسمشرۍ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه کتنه کې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي محمدیوسف غضنفر او د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي هم حضور درلود، په … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې کرونا ضد اقدامات، نیوکې او ځواب؛ تازه د کرونا د تشخیص لابراتوار فعالیږي

په ننګرهار ولایت کې د کرونا وایرس ناروغۍ د تشخیصولو لاربراتوار فعالیږی. د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي؛ ددې ولایت د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نصير احمد دراني د دولتي او مرستندويه روغتيايي ادارو مسئولينو سره په ناسته کې وويل، چې ډېر ژر به په دې ولايت کې د کرونا ناروغۍ د تشخيص لابر اتوار فعال شي. چمتو ټیم نوموړي همدا راز وويل، چې د کرونا ناروغۍ د درملنې سل بستريز روغتون ټيم هم چمتو … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې اوبو د مدیریت غونډه؛ د جوړو شویو طرحو هرکلی وشو

د افغان ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ پرون مازدیګر د کابل اوبو د مدیریت د طرحې په اړه غونډه جوړه شوه. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه او د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې وزلۍ راکمولو په برخه کې د جمهوررئیس فوق العاده استازي هم حضور درلود، په پیل کې د ملي انکشاف شرکت اجرائیوي لوی رئیس د کابل اوبو د مدیریت … نور ولولئ
افغانستان

د اروپايي اتحادیې سفیران: د سولې مذاکره کوونکي پلاوي ټاکل موثر ګام دی، ملاتړ یې کوو

افغان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون مازدیګر په کابل کې استوګن د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سفیرانو سره وکتل او کرونا ویروس سره د مبارزې، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي د ټاکلو او له انتخاباتو وروسته یې د سیاسي انکشافاتو په اړه خبرې وکړې. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه کتنه کې چې په چهارچنار ماڼې کې وشوه، د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست مرستیالانو، د اقتصادي او سوداګریزو چارو د پراختیا او بې … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت  ۳۰ تدارکاتي موارد منظور کړل؛ یو یې د کرونا په اړه هم دی

کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د طبي تجهیزاتو د اکمالولو پروژې په ګډون ۳۰ تدارکاتي موارد منظور شول ارګ یوه خپاره کړي خبر کې ویلي؛ د ۱۳۹۹ کال د ملي تدارکاتو لومړنۍ غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام په ارګ کې ترسره شوه او کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د طبي تجهیزاتو د اکمالولو پروژې په ګډون یې ۳۰ تدارکاتي موارد منظور کړل. سرچینه وايي، … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان د اوبو مدیریت او مهار لپاره ۳ میلیونه ډالر ځانګړي او ۵ کلن پلان یې جوړ شوی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویلی چې د اوبو مدیریت لپاره پیسې ځانګړې او لپاره یې پنځه کلن پلان جوړ شوی. ولسمشر محمد اشرف غني، نن سهار د نوي کال او پسرلي د هرکلي په مناسبت، د جمهوري ریاست په محوطه کې یو نیالګی کېنوه او د زرغون او پرمختللي افغانستان لپاره یې دعا وکړه. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې مراسمو کې چې د هیواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست دویم … نور ولولئ
افغانستان

د یاماماتو د کار پای؛ ولسمشر د سید جمالدین افغان دولتي نښان ورکړ

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي یا یوناما مشر تدامیچي یاماماتو کاري دوره پای ته ورسیده او له افغان ولسمشر سره یې د مخه ښې ناسته وکړه. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ ولسمشر اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو ته په ارګ کې د مخه ښې کتنې د مراسمو پر مهال د علامه سید جمال الدین افغان دولتي نښان ورکړ. د یاماماتو قدروونه سرچینه زیاتوي؛ … نور ولولئ
افغانستان

د چین ولسمشر: افغانستان حساسو شیبو کې قرار لري، ژر به دایمي امنیت ته ورسیږي

د چین جمهوررئیس په یوه پیغام کې افغان ولسمشر اشرف غني ته د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د بیاځلي بریا مبارکي ویلې ده. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته د جمهور رئیس په توګه د بیا انتخابېدو په مناسبت د چین د جمهوررئیس شي جین پینګ د مبارکۍ پیغام رارسېدلی دی. د بریالیتوب هیله د چین ولسمشر په دغه پیغام کې لیکلي: «د … نور ولولئ
افغانستان

د لغمان علماء: روانه جګړه ورور وژنه ده، باید ژر بین الافغاني مذاکرات پيل شي

د لغمان د مرکز او ولسوالیو لسګونه دیني عالمانو او ځوانانو د وسله والو طالبانو جګړه ورور ژونه یاده کړه او د روانې جګړې د ژر ودریدو اود بین الافغاني مزاکراتو د پیل غوښتونکي شول. د لغمان ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ نن له غرمې وړاندې د لغمان ولایت د مرکز او ولسوالیو لسګونه دیني عالمانو، ځوانانو او مدني فعالانو په یوې سترې ولسي غونډه کې د وسله والو طالبانو روانه جګړه ورور وژنه ياده … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار او کابل کې د منظور پښتین په ملاتړ لاریونونه؛ له نړیوالو د غږ پورته کولو غوښتنه وشوه

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د نیول کیدو په غبرګون کې کابل او ننګرهار کې اعتراضیه غونډې او لاريونونه وشول. ننګرهار کې فعالانو، فرهنګپالو، ځوانانو او د ټولنې بېلابېلو قشرونو خلکو په دې لاریون کې ګډون درلود. ګډونوالو په نړيوالو غږ وکړ چې د پاکستان وروستی اقدام وغندي او د پاکستان پر حکومت فشار راوړي چې منظور پښتین راخوشي او د هغه د مدني مبارزې مخه ونه نيسي. د ننني لاريون يو تنظیموونکی … نور ولولئ