افغانستان

بزګرانو ته د شولې عصري کرکېلې زده کړه ورکول کیږي

خبر: بشر درویش د افغانسان د کرنې وزارت وايي، د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د یاد وزارت د کرنې د پراختیا پروګرام «SNaPP2» له لوري ددې ولایت په ۱۱ولسوالیو کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه د ننداریزو قطعو دجوړولو په پار پر ۳۵۰ بزګرانو د شولو اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي. د کرنې وزارت د کرنې د پراختیا پروګرام « SNaPP2» چارواکي وایي، چې یادې ننداریزې قطعي بزګرانو … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار او لوړ نرخونه؛ چارواکي وايي، کنټرول او سرغړوونکو سره سخت چلند کوو

راپور: بشر درویش د جلال اباد ښاروالۍ له لورې نوې نرخنامه جوړه او د ۱۵ کاري ګروپونو له لورې یې د تطبیق چارې پیل شوې . د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت والي شاه محمود میاخېل په لارښوونه د جلال اباد ښاروالۍ له لورې نن ورځ د خوراکي توکو نرخنامه جوړه شوه چې د ۱۵ کاري ګروپونو له لورې یې د تطبیق چارې پیل شوي . موظف ټیمونه بل پلو؛ د جلال اباد … نور ولولئ
افغانستان

د هګیو بیه ولې شپږ افغانیو ته ټېټه شوه؟ د کرنې وزارت یې ځواب وايي

راپور: بشر درویش د هګیو د بیې ټېټولو په موخه د تیرې اوونۍ د سې شنې په ورځ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنې او مالدارۍ خونې چارواکو، د چرګانو روزنې ټولنې چارواکو، سترو تولیدوونکو او واردوونکو سوداګرو په شتون کې ناسته وشوه. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د هېواد له درېوو بندرونو څخه په محدود ډول باکیفیته هګۍ وارد شي ترڅو د هېوادوالو ستونزې هوارې شي. د افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

کونړ کې د ۸ بې سرپرسته ماشومانو کورنیو ته کاروبارونه جوړ شول

په کونړ ولایت کې د یو شمیر هغو ماشومانو کورنیو ته د کاروبار غم وخوړل شو چې سرپرست یې نه درلود او له بیکارۍ سره لاس و ګریوان ول. د کونړ د رسنیو دفتر وايي، ددې ولایت د کډوالو، کار او ټولنیزو چارو ریاستونو په همغږۍ د یونیسف مرستندویه موسسې په مالي مټ او د بشري مرستو رسولو موسسې په تخنیکي همکارۍ د اته بې سرپرستو ماشومانو کورنیو ته د وړو کارونو فرصتونه برابر شول … نور ولولئ
افغانستان

د اوبو د مهارولو هڅې؛ پکتیا کې د یوه سربند او کانال جوړول پيل شول

راپور: بشر درویش د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د زعفران خېلو کلی د سربند او کانال د جوړولو د بنسټ ډبره کیښودل شوه. د افغانستان د اوبو لګونې، کرنې او مالداوزارت وايي، دا مراسم د پکتیا ولایت مرستیالې انجنیر مطهره احمدزۍ، د کرنې رییس انجنیر محمدالدین مومند، سیمه ییزو چارواکو او ددې ولایت د یوشمېر اوسیدونکو په شتون کې ترسره شول. د اوبو … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشرغني: افغان ځواکونو او بنسټونو ته نور د هر موسم میوه له داخلي تولیداتو برابروو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازيګر د ويډيو کنفرانس له لارې د هيواد ولسوالانو سره د کرونا ويروس پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړې. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې ويډيو کنفرانس کې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې عمومي رئيس وويل، ډېری ولسوالۍ د ويډيو کنفرانس له لارې نښلول شوې دي، ترڅو د خپلو کړنو راپور، خنډونه، ستونزې او غوښتنې جمهوررئیس سره شريکې کړي. هغه … نور ولولئ
افغانستان

کندهار کې د ورځې د چرګانو ۴۰ زره کیلو ګرامه غوښه او ۱۲۰ زره هګۍ تولیدیږي

راپور: بشر درویش د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې سکټور په پراخېدو ده او ورځ تربلې پراخیږي. د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ولایت کې د غوښینو چرګانو ۱۱۲۰ لوی او واړه فارمونه او د هګیو چرګانو ۱۳ فارمونه شتون لري، چې ۷۰۰ یې فعال دي او د ورځې ۴۰ زره کیلو ګرامه غوښه او نږدې ۱۲۰ زره … نور ولولئ
افغانستان

د هلمند د والي خبرداری: سر له سبا قرنطین ماتوونکو پر ضد قهریه قوه کاروو

راپور: بشر درویش هلمند والي وايي سر له سبا که هرچا د قرنطین څخه سرغړونه وکړه له قهریه قوې کار اخلو. د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین یادې څرګندونې د کرونا ویروس مخنیوي کمېټې په جوړه شوې غونډه کې وکړې. د ښاغلي یاسین په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي؛ په غونډه کې د تیر لس ورځني قرنطین، د کرونا ویروس د مثبتو پیښو ، په ښار کې د خوارکي توکو د قیمتونو کنټرول، په روغتیايي … نور ولولئ
افغانستان

کرنې او مالدارۍ خونه: ګاونډي هیوادونه زموږ د چرګانو د روزنې سکټور ختمولو هڅې کوي

راپور: بشر درویش د کرنې او مالدارۍ خونه او د افغانستان د چرګانو روزنې ټولنه، په کابل کې د چرګانو د محصولاتو د پلور د مرکز په پرانیستې سره اعلان وکړ، چې تر دې وروسته هګۍ دانه په اته افغانۍ او چرګ کیلو په ۱۱۰ افغانۍ او د چرګانو پروسس شوې غوښه کیلو په ۱۶۰ افغانۍ خرڅوي. هغوی وویل، چې دا پرېکړه یې د هېواد د فارم لرونکو په ژمني سره نیولی دی. د پلور … نور ولولئ
افغانستان

سږکال د ننګرهار د زيتونو حاصلات څو برابره زياتیږي

راپور: بشر درویش د ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسئولين وايي، چې سږکال يې به د زيتونو حاصلات د تېرو کالونو په پرتله څو برابره زيات وي. د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د هډې فارم امر سيد اغا مياخېل وايي، چې سږکال يې ۸۷۷ هکتاره ځمکه کې د زيتونو د بوټو په مسلکي او عصري ډول پالنه کړې او هيله يې وښوده، چې د تېرو کالونو په پرتله به د زيتونو حاصلات … نور ولولئ