افغانستان

زاخیلوال: عبدالله سره د سیاسي اجماع او یووالي پر ساتنې ډیر وغږیدم

خبر: بشر درویش پخوانی افغان چارواکی او سیاسي څیره ډاکټر عمر زاخیلوال وايي، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره یې لیدلي او پر یو شمیر مسایلو یې خبرې کړي دي. نوموړي په خپله رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې له نوموړي سره یې د سیاسي اجماع او یووالي پر ساتنې او ټنګښت باندې اوږ خبرې کړي دي. عمر زاخیلوال په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله په مشرۍ د … نور ولولئ
افغانستان

افغان کابینې پریکړه: ولایتونو ته د کرونا ضد پر لیږل شویو پيسو بیا کتنه کیږي

راپور: بشر درویش د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د ټولو والیانو په ګډون په ارګ کې ترسره شوه. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني، د امنیتي او دفاعي ځواکونو او ملکي وګړو پر وړاندې د طالبانو له لوري وروستي تروریستي بریدونه او د تاوتریخوالي دوام سخت وغانده او هغه یې سولې ته د ژمنتیا روحیې خلاف وباله او همداراز یې د هیواد … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار: په لمړي ځل یوه ښځینه د پوهنې ریاست مرستیاله شوه

راپور: بشر درویش د ننګرهار پوهنې ریاست کې په لومړي ځل یوه میرمن د مرستیالې په توګه پر دنده وګمارل شوه . د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ددې ولایت د پوهنې ریاست په وړاندیز او د پوهنې وزارت په منظورۍ مرضیه خوږیاڼۍ د سواد زده کړې په چارو کې د پوهنې ریاست د مرستیالې په توګه وګمارل شوه . خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د پوهنې رئیس حسیب الله شینواری د سواد … نور ولولئ
افغانستان

ستار سعادت: ولسمشرغني د مالیې وزارت د کارکوونکو انګیزه وژلې

خبر: بشر درویش د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مخکیني سلاکار عبدالستار سعادت ویلي چې ولسمشر غني د مالیې وزارت د کارکوونکو انګیزه وژلې ده. نوموړي دا خبرې پر خپله ټویټر لیکلي دي. هغه د ارګ له لورې د وروستۍ ګام په غبرګون کې یادې څرګندونې کړې چې په ترڅ کې د مالیې وزارت اړوند ۶۸ کسانو د ممنوع الخروج امر شوی دی. د ارګ له لورې څو ورځې وړاندې په یوه فرمان کې د … نور ولولئ
افغانستان

د اقتصادي پياوړتیا هڅې؛ د پکتیکا د بزګرانو او بڼوالو ترمنځ  ۳۹ پروژو تړونونه لاسلیک شول

راپور: بشر درویش پکتیکا کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا اړونده د ۳۹ پروژو تړونونه نن د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې او له دغو بنسټونو څخه د پکتیکا ولایت د برخمن شویو بزګرانو او بڼوالو ترمنځ لاسلیک شول. د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د ننني هوکړې پر بنسټ، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې او … نور ولولئ
افغانستان

پکتیکا کې د زعفرانو د کرکیلې پراختیا؛ ننداریزې قطعې جوړیږي

راپور: بشر درویش د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د پکتیکا ولایت د مرکز په کډون ددې ولایت د خیرکوټ، جانخیل، متاخان، اورګون او سروبي ولسوالیو کې پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پیاز او نور اړین توکي وېشل شوي دي. افغان کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د پکتیکا د کرنې رییس ابوبکرحقیار له قوله ویلي، چې ددې ولایت د مرکز په ګډون د خیرکوټ، … نور ولولئ
افغانستان

ارګ: ایران سره د ۱۳۳۵ کال د سرحدي کمېسارانو قرارداد نوی کیږي

خبر: بشر درویش افغان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې له ایران سره د افغانستان د د ۱۳۳۵ کال د سرحدي کمېسارانو قرارداد نوی کیږي. د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د سرحدي همکاریو د پياوړتیا، قاچاقبرانو سره د مبارزې او د افغانستان او ایران د سرحدي کمېسارانو ترمنځ د همکاریو د پراختیا په موخه غونډه په ارګ کې ترسره شوه. دا ناسته پرون ترسره شوې. ارګ وايي، په دې غونډه کې چې د … نور ولولئ
افغانستان

غزني: د بزګرانو د اقتصادي ودې لپاره د ۹۰ پروژو تړونونه لاسلیک شول

راپور: بشر درویش – یاران غزني کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۹۰ پروژو تړونونه لاسلیک شول. غزني کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا اړونده د ۹۰ پروژو تړونونه د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې او له دغو بنسټونو څخه د غزني ولایت د برخمن شویو بزګرانو او بڼوالو ترمنځ لاسلیک شول. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان: د سیمه ییزې اجماع په اړه د ملګروملتونو د استازي هڅې وستایل شوې

خبر: بشر درویش – ياران د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګري استازي ولیدل. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې میرمن دبوره لیونز سره ولیدل او په بیلابیلو مسایلو یی ورسره خبرې وکړې. خبرپاڼه کې ویل شوي چې دواړو غاړو د افغان دولت او … نور ولولئ
افغانستان

کونړ کې د پړانګ ۳ نیول شوي بچیان، چاپيریال ساتنې ادارې ته وسپارل شول

خبر: بشر درویش کونړ کې د ځنګلي پړانګ نیول شوي بچي د کونړ والي له لوري د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ته وسپارل شول. د کونړ ولایت د مطبوعاتو یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د پړانګ دغه درې بچي چې د کونړ ولایت پېج درې ولسوالۍ د شوړیک درې په ځنګلونو کې نیول شوي و د کونړ والي، امنیتي ارګانونو او ځایي خلکو په هڅو له سیمې تیره ورځ انتقال او نن د چاپیریال ساتنې ملي … نور ولولئ