افغانستان

افغان پسُت شرکت سره د قونسلي خدمتونو د رسولو هوکړه لیک لاسلیک شو

خبر: بشر درویش د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست او افغان پسُت دولتي شرکت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو. د افغان وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو د رسولو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرولو، د مصدقه اسنادو د خدمتونو د وړاندې کولو د کچې لوړولو، او په خپل وخت سره د خدمتونو د ترسره کولو په موخه، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست او د افغان پُست … نور ولولئ
افغانستان

د برتانیا سفیره: د سولې خبرې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت غواړو

راپور: بشر درویش د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د بریتانیا له سفیرې الیسون بلیک سره د ټیلیفوني اړیکې په ترڅ کې خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دواړو لوریو د کویید ۱۹ ناروغۍ نړیوالې تجربې په اړه خپل نظریات شریک کړل او په افغانستان او انګلستان هېوادونو یې د دې ناروغۍ د ناوړه اغیزو په هکله خبرې وکړې. د بحث اصلي موضوع د بهرنیو … نور ولولئ
افغانستان

د افغان، اذربایجان او ترکمن ولسمشرانوګډه غونډه؛ د سوداګریزو بندرونو د معیاري کیدو ژمنې وشوې

راپور: بشر درویش د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو د جمهوررئیسانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته د افغان ولسمشر محمداشرف غني په نوښت پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. ارګ وايي، په دغه ویډیو کنفرانس کې جمهوررئیس غني د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د اذربایجان او ترکمنستان د هر اړخیزو همکاریو او لاجورد دهلېز د … نور ولولئ
افغانستان

لغمان – قرغیو کې د شېدو ټولولو ستر مرکز جوړیږي

راپور: بشر درویش د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې ددې ولایت د قرغیو په ولسوالۍ کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال له قوله وايي، د شېدې ټولولو دغه مرکزونه چې دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړیږي، د جوړولو لګښت یې څلور میلیونه افغانۍ ده، چې د جوړولو … نور ولولئ
افغانستان

د ولسمشرغني تازه مناظره؛ د هغه نغدې ژمنې او ورک عمل؛ څه ته اړتیا ده؟

لیکنه: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیره شپه له ملي ټلویزیون سره یوه مناظره کې پر یو شمیر مسایلو خبرې وکړې. موږ یې لومړی یو څو خبرې را اخلو. نوموړي د سولې په اړه خپلو خبرو کې وویل چې حکومت یې ورته رښتینی دی، دا چې تورونه پرې لګول کیږي د یو شمیر کړیو کار دی. ولسمشر غني بیا د تیر په څیر وویل چې سوله کې د افغانستان ارزښتونه پام کې نیسي، … نور ولولئ
افغانستان

لغمان کې په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بیرې ځنګل جوړول پيل شول

راپور: بشر درویش دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت اړوند دقرغیو ولسوالۍ د درونټې دبرېښنا بند د څېرمه د خاورینو غوڼډیو په لمنو کې د تراس په ډول دیوه منظم ځنګل دجوړېدو لړۍ پیل شو، چې په ترڅ کې یې د یادې سیمې په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بېرې ځنګل جوړیږي. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال له قوله … نور ولولئ
په زړه پورې

د فیسبوک مشر: خیر دی ماسک واغوندئ، کرونا بیا چټکه خپریږي

راپور: بشر درویش د فیسبوک کمپنۍ مشر مارک زوکربرګ له خلکو غوښتي چې ماسک واغوندي او ځان وژغوري. نوموړي له خلکو هیله کړې چې په دې کار سره به له خپل هیواد سره ښه وکړي. مارک زوکربرګ له خپلې میرمنې سره جوړه عکس داسې مهال ایستلی چې ښکاري دواړو ماسکونه اچولي دي. ښاغلي زوکربرګ لیکلي: «د مهربانۍ له مخې ماسک واغوندئ. کویډ۱۹ بیا چټک خپریږي، او ماسک له خلکو سره مرسته کولی شي چې روغ … نور ولولئ
افغانستان

صالح: طالبان په ډیر ویاړ افغانان وژني او په اړه یې دروغ وايي

راپور: بشر درویش د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي چې طالبان په ډیر ویاړ سره افغانان وژني او په عین حال کې یې په اړه دروغ وايي. نوموړي دا خبرې پر خپل ټویټر د طالبانو وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې کړي دي. امرالله صالح وړاندې ویلي د طالبانو موخې او بریدونه افغان ځواکونو خنثا کړي او له منځه وړي دي: «د هغوی بې نومه یرغلګر اوړی مات … نور ولولئ
افغانستان

پارلماني چارو وزیر؛ فساد نه کوم، د وطن د عزت پر لباس ناولی داغ دی

راپور: بشر درویش د افغانستان په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیا الحق امرخیل وايي، اداري فساد یو ناولی داغ او د پرمختګ مانع دی. نوموړي دا خبرې په خپل ټویټر لیکلي دي. ښاغلی امرخیل څو اونۍ وړاندې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت ته ور وپيژندل شو. نوموړي پر ټویټر ویلي: «اداري فساد نه یوازې دپرمختګ مانع دی؛بلکې دوطن د عزت پر لباس ناولی داغ هم دی.پر ضد یې جدي مبارزه د … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو بڼونو ښه پایله ورکړې

راپور: بشر درویش د هلمند دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر نوو نباتاتو څېړنې رواندې دي، چې له دې ډلې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې هم په توافقي ډول تر څېړنې لاندې نیول شوي دي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وايي: «هلې ځلې کوو چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته … نور ولولئ