اقتصاد

د کینې او بخیلتوب له شره د خلاصون لپاره ګټوره لیکنه

ژباړه: محمد عزيز پردېس که د حسادت حس ستاسو او ملګرو ترمنځ مو د يو سالم رقابت د پيلېدو لپاره يوه څړيکه وي، نو ډېر او مهم برياليتوبونه ځان سره ولري. خو له هغه وخت نه چې دغه شخصيتي ځانګړنه د يوې ناروغۍ په بڼه په شخص کې راڅرګنده شي، دا به نو بيا هغه وخت وي چې تاسو به تر ابده خپل ځان د نورو سره پرتله کوئ او د خپلو امتيازاتو او شتو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په واقعي نړۍ کې د برياليتوب ۱۶۹ ټکي – څلورمه برخه

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۱۶- تر هغه وخته چې په رښتيا هم چمتو نه وئ، کوم کار مه پيلوئ. هغه وخت يو کار پيل کړئ چې د ختمېدلو وخت يې تاسو ته جوت وي؛ ترڅو د وخت د ضايع کېدو څخه مو مخنيوی کړی وي. د بېلګې په ډول، د دې پرځای چې د احساساتو له امله يو ليک دوه ځلې ولولئ، هغه په فرصت او زير سره يو ځلې ولولئ. البته نه ترسره شوي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په هر کار کې د مهارت او برياليتوب ترلاسه کولو لپاره ۱۰ ګامونه پورته کړئ

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس که په هېڅ ډول د يو کار وړتيا ونه لرو؛ نو څنګه کولی شو چې په هغه کار کې بريالي شو؟ د ساعتونو لګولو ته اړتيا نشته، بلکې په خپل مسير کې د مخکې تګ او د تمرين ډول او څرنګوالی مهم دی. په دې ليکنه کې به تاسو وشئ کولی چې د دې ۱۰ ګامونه په مرسته په خپلو کارونو په بشپړ ډول برلاسي شئ، د برياليتوب تر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خوب ته د اړتیا لاملونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس که د انسان بدن يو ماشين وګڼو، د نورو ماشينونو سره په پرتله کې يو لويه کمزوري لري؛ الکترونيکي ماشينونه کولی شي پرته له ځنډه شپه او ورځ کار وکړي، خو د انسان بدن بيا دا وړتيا نه لري. د انسان بدن بايد په منظم ډول، موکه ولري تر څو د خپل ستړي بدن غړو او اندامونو ته ارامښت ورکړي، جزئي بيارغونه ترسره شي او د ورځې په اوږدو کې ذخيره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په واقعي نړۍ کې د برياليتوب ۱۶۹ ټکي – درېیمه برخه-۵ مهم ټکي یې

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۱۱- خپل ورځيني کارونه مو د فهرست په ليکلو سره اولويت بندي کړئ. د ورځينيو کارونو په ليکلو او هغو ته د شخصي ژوند او دندې پر اساس لومړيتوب ورکولو خپل پلانونه منظم کړئ. هره ورځ مخکې له دې چې خپله کاري ساحه پرېږدئ، د هغو کارونو يو لېست وليکئ، چې بايد سبا ته يې ترسره کړئ. په همدې ترتيب کله چې هر سهار له کور څخه ووځئ بايد د هغو … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان، نه يوازې د افغانانو؛ بلکې د ټولو نړيوالو پر زړونو پاچايي کوي

راپور: محمد عزيز پردېس د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی او د کرکټ د ډګر تر ټولو نوموتی ستوری راشد خان په خپلې جاودګرې لوبې د سنرايزر حيدر اباد لوبډله پايلوبې ته راورسوله. خان د نن شپې لوبه کې په خپلو ۳۴ چټکو منډو، درې وېکټو، دوه کېچونو او يو رن اوټ په مرسته د لوبې غوره لوبغاړی شو او د غوره لوبغاړي جايزه يې د جلال آباد وروستۍ خونړۍ پېښې زيانمنو ته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په واقعي نړۍ کې د برياليتوب ۱۶۹ ټکي – دويمه برخه

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۵- په مېړانې سره مو خپل غږ تر نورو ورسوئ پرته له پردې او ډار څخه مو خبرې وکړئ. حتا که د هغې موضوع په اړه خبرې اترې ختمې شوې هم وي، په چورلټ ډول او په لوړ غږ سره ووايئ: ( مخکې له دې چې له دې بحث څخه واوړم، غواړم يو ټکی اضافه کړم ). په دې ترتيب، نور به په جديت سره ستاسو احترام وکړي او تاسو به … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې ځينې خلک د خوب پر مهال په لاره ځي یا نور حرکتونه کوي؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس د خوب پر مهال په لاره تلل، د انسانانو له عجيبو چلندونو څخه ګڼل کېږي او د دې لپاره چې په دې راز پوه شئ چې ولې ځينې کسان د خوب پر مهال په لاره ځي، غوره به دا وي چې د خوب د کيفيت په اړه لنډه توضيح وړاندې شي. مونږ خوب ته اړ يوو، ځکه د بدن ستړې عضلې او غړي مو استراحت ته اړتيا لري؛ ترڅو د ژوند … نور ولولئ
اقتصاد

بریا او پرمختګ: په واقعي نړۍ کې د برياليتوب ۱۶۹ ټکي – لومړۍ برخه

ژباړه: محمد عزيز پردېس آيا غواړئ چې بريالي شئ؟ يا دا غوره ده چې ووايم: آيا غواړئ چې په هر ډول شرايطو کې بريالي شئ؟ برياليتوب يو انتخاب دی. برياليتوب داسې څه نه دی چې د انسان سره يوځای زېږېدلی وي. په يو بل عبارت: ډېری بريالي خلک په ذاتي ډول د ځانګړو وړتياوو درلودوونکي نه دي. هغوی يوازې د زيار او هڅو په مرسته توانېدلي دي چې برياليتوب ته ورسېږي. د برياليتوب د مهارتونو … نور ولولئ
اقتصاد

هغه ۳ ستراتیژۍ چې په پرمختګ او نویو معلوماتو زیاتولو کې درسره مرسته کوي

ژباړه: محمد عزيز پردېس مونږ ټول خپل ژوند د خپلې اړتيا مطابق علم او پوهې سره پيلوو، بيا دنده اخلو او تر هغه ځايه چې شونې وي ځان ته زده کړه ورکوو. هغه کسان چې نشي کولی دغه کار ترسره کړي، په ډېرې چټکۍ سره به شاته پاتې شي. زده کړې، تجربه او علاقه هر يو هغه لارې دي چې د برياليتوب څړيکې روښانه کوي؛ خو که غواړئ سرعت ولرئ او خپل حرکت په هره … نور ولولئ