افغانستان

نیویارک ټایمز: امریکا اوس هم په افغانستان کې ۱۰۰۰ اضافي عسکر لري

د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د راپور پر بنسټ امریکا وایي چې دوی په افغانستان کې ۲۵۰۰ عسکر لري خو په حقیقت کې دغه شمېره ۳۵۰۰ ته رسېږي. ورځپاڼه وایي چې دا ۱۰۰۰ تنه اضافي امریکایي عسکر د سي ای اې او نورو استخباراتي ادارو ځانګړي سرتېري دي چې په خاصو عملیاتو او هوایي بریدونو کې دنده ترسره کوي. ورځپاڼې زیاته کړې، د امریکا لپاره دا معمول ده چې تر حقیقي شمېري په نورو هېوادونو … نور ولولئ
افغانستان

امرالله صالح: وروسته له دې د شپږ نیمو بجو د ناستې مشري نه کوم

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې له دې وروسته د سهار د شپږ نیمو بجو د ناستې مشري نه کوي. صالح زیاته کړې چې له دې وروسته د شپږ نیمو بجو ناستو مشري نه کوي، ځکه د ده په باور اوس دغه بهیر خپل ځای پیدا کړی او ښه روان دی. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح څو میاشتې مخکې د کابل ښار د امنیت مسوولیت پر خپله غاړه واخیست او د شپږ … نور ولولئ
افغانستان

د چین سفیر: د افغان سولې لپاره د نړیوالې اجماع په پیاوړتیا کې هڅه کوو

چین وايي د افغان سولې په تړاو د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع په پیاوړي کولو کې هڅه کوي. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره کتلي او د سولې او نورو سیمه ییزو مسایلو په اړه یې خبرې کړې دي. چین ویلي چې دوی د افغان سولې په تړاو د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره کار کوي او دغه راز به د … نور ولولئ
افغانستان

افغان او امریکايي لوري پر سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېره ورځ د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ له قومندان جنرال کېنټ مکینزي سره کتلي دي. په دې لیدنه کې چې ګڼ نور افغان چارواکي او په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان هم شامل و، پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي. اعلامیې زیاته کړې چې دواړو لورو په هېواد کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی … نور ولولئ
افغانستان

وحید عمر: هېڅوک دا حق نه لري چې د خلکو لپاره حدود وټاکي

په عامه او ستراتیژیکو چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکار وحید عمر وايي، هېڅ کس یا اداره حق نه‌ لري چې د اساسي قانون پر خلاف د هېوادوالو لپاره محدودیتونه وټاکي. ښاغلي عمر دغه څرګندونې د پوهنې وزارت د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې چې ویلي یې دي له ۱۲ کلنۍ د لوړ عمر لرونکې نجونې  نه‌ شي کولای د نارينه وو په غونډو کې ترانې ولولي. نوموړي نن شنبه پر خپله ټویټرپاڼه … نور ولولئ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: له دې وروسته به ټول بې اسناده موټر ضبط کېږي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی چې له دې وروسته به ټول بې اسنادو موټر تشخیص او ضبط شي. یاد وزارت په یوه اعلامیه کې له هغه هېوادوالو مننه کړې چې په تېرو څو میاشتو کې یې خپلو موټرو ته قانوني اسناد اخیستی دي. په اعلامیه کې راغلي چې نور د بې اسنادو موټرو د ثبت د تمدید وخت پای ته رسېدلی او له دې وروسته به ټول بې اسنادو موټر تشخیص او … نور ولولئ
افغانستان

غني:طالبان د وضعیت په پېچلي کولو، سولې ته خنډونه جوړوي

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې په هرات کې د تېرې ورځې برید غندل شوی او ولسمشر غني یې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې ده. ولسمشر غني ویلي چې طالبان د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو وضعیت پېچلی کوي او په دې توګه د سولې په لار کې خنډونه جوړوي. نوموړي همدا راز ټینګار کړی چې طالبان په دغه ډول بریدونو د سولې لپاره د ارادې نشتوالی ښيي او … نور ولولئ
افغانستان

م، م افغانستان کې د هدفي وژنو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو ځل بیا په افغانستان کې د هدفي وژنو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا بریدونه یې په سختو ټکو غندلي دي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون جمعه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په دغو بې رحمانه بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، قاضیان، خبریالان، روغتیا پالان او مدني فعالان په نښه کیږي. د امنیت شورا د دغو مخ پر زیاتېدونکو حملو په هکله … نور ولولئ
افغانستان

د نجونو په ترانو بنديز؛ د افغانستان پوهنې وزارت یاران سره یوه مرکه کې د وروستۍ پرېکړې سپیناوی ورکړ

د افغانستان حکومت په یوه تازه پریکړې کې اعلان کړی چې له دولسو کلونو پورته انجونې نور نشي کولی چې د سټېج پر سر ترانې ووايي. دې کار پر ټولنيزو رسنيو تر ډیره منفي غبرګونونه راپارولي دي. موږ هم وغوښتل چې د خلکو د همدې پوښتنو او اندیښنو د ځواب په اړه د پوهنې وزارت غبرګون ولرو چې پر کومو دلایلو یې دا تصمیم نیولی دی. عاقله اسد – د یاران خبریاله نجیبه ارین – … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت د مسکو غونډې ته خپل پلاوی لېږي

افغان حکومت ویلي چې د سولې په اړه د مسکو غونډې ته خپل پلاوی استوي. د افغان چارواکو په خبره ټاکل شوې تر دوو ورځو مشخصه شي چې په دې غونډه کې کوم کسان ګډون کوي. د دې غونډې موخه د افغان سولې ملاتړ او د دې بهیر ګړندي کول، د افغان جګړې پای ته رسول او پر اوربند خبرې کول دي. ټاکل شوې ده چې دا ناسته به د روانې مارچ میاشتې په ۱۸مه … نور ولولئ