افغانستان

کرزی: که بله لاره نه وي، د موقت حکومت جوړېدو تګلاره هم سمه ده

پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، د سولې فرصت باید ضایع نشي، ټول اړخونه دې نرمښت وښيي. حامد کرزي زیاته کړې، ټول اړخونه دې د سولې لپاره نرمښت وښيي او رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي. پخواني ولسمشر حامد کرزي د مسکو غونډې په درشل کې په خپله مرکه کې ویلي چې که بله لار نه وي د سولې او یووالي لپاره د موقت حکومت له طرحې هم ملاتړ کوي. د هغه په خبره … نور ولولئ
افغانستان

بایډن:ممکن ډېر وخت افغانستان کې پاتې نه شو

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې له طالبانو سره د دوحې هوکړه کې جامع او په ښه توګه مذاکره نه ده شوې او په خبره یې یاد هوکړه لیک خورا نیمګړی دی. نوموړي له اې بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور ته په اشارې ویلي چې ښایي له دغه هېواد څخه د سرتېرو وتلو ضرب الاجل وغځول شي خو ټینګار یې کړی دی چې امریکایي ځواکونه … نور ولولئ
افغانستان

سیګار د امریکا کانګریس ته خبرداری ورکړی

سیګار د امریکا کانګریس ته له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په تړاو خبرداری ورکړی دی. الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې لیکلي دي چې د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا سرمفتش جان سوپکو د کانګریس له غړو سره پر افغان سوله، دلته روانه وضعیت، د دوحې هوکړې په راتلونکې خبرې کړې دي. جان سوپکو کانګریس ته خبرداری ورکړی چې که امریکایي ځواکونه د سولې له هوکړې او په افغانستان کې د اوسني وضعیت … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د مسکو په غونډه کې د موقت حکومت موضوع مطرح کوو

د امریکا په سولې انسټيټوټ کې د افغانستان د مسایلو څارونکی سکاټ سمېټ وایي د مسکو په غونډه کې به د امریکا ټوله هڅه دا وي چې د مسکو غونډه د ترکیې د غونډې د اسانتیا لپاره وکاروي. د سمېټ په خبره د امریکا موخه دا ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي نو د همدې لپاره یې د ګډ حکومت طرحه وړاندې کړې ده. هغه وایي چې د مسکو … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني:طالبان د سولې پروسې د ناکامۍ هڅه کوي

ارګ په کابل، هرات او بغلان کې د وروستیو ماین چاودنو پړه پر طالبانو اچولې ده. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، ترهګرو د خپلو جنایتونو په دوام د درېیو جلا تروریستي بریدونو په پایله کې یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله. خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي، د ملکي خدماتو او عامه تاسیساتو پر کارکوونکو، ساتونکو او استادانو چې د هیواد د اولادونو په روزنه او تحصیل بوخت دي، … نور ولولئ
افغانستان

مزار: د نوي کال جشن نمانځلو لپاره امنیتي تدابیر نیول شوي

د بلخ ځايي چارواکي وايي، د نوي کال جشن نمانځلو لپاره پراخ امنیتي تدابیر نیول شوي او د پولیسو، ملي اردو، ملي امنیت په ګډون شاوخوا څلور زره ځواکونه مؤظف شوي دي. د دې ولایت د پولیسو ویاند «عادل شاه عادل» رسنیو ته وویل، چې د دې جشن لپاره سر له اوسه مزار ته په غځېدلو لارو د امنیتي ځواکونو منظمې ګزمې پیل شوې او په خبره یې چې سږنی جشن به په آرامه فضا … نور ولولئ
افغانستان

وسله والو په بغلان کې د پوهنتون د استادانو پر موټر برید کړی

د راپورونو له مخې پېښه نن سهار هغه مهال شوې ده چې یو شمېر استادان د پوهنتون له موټر په استفادې د خپلې دندې پر لور روان وو. ځایي سرچینې وايي چې دغه استادانو د بغلان پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې تدریس کاوه او ویل کېږي چې په برید کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده. د لومړنیو راپورونو له مخې په برید کې دوه کسه وژل شوي او شپږ کسه نور ټپیان دي. امنیتي … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د افغان سولې لپاره د مسکو غونډې ته خلیلزاد لېږو

امریکا وایي د مسکو غونډه به د افغان سولې لپاره د نړیوالو هڅو تکمیلوونکې وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (دوشنبه) اعلان وکړ چې د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه د مسکو په کنفرانس کې ګډون کوي. خلیلزاد، چې تېره اوونۍ په کابل کې له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره د امریکا د سولې د نوې طرحې په اړه … نور ولولئ
افغانستان

د سولې خبرو پر دوام؛ زلمی خلیلزاد له دوحې کابل ته راغلی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له دوحې څخه کابل ته رسیدلی او له ولسمشر غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره یې د افغان سولې د روان بهیر په تړاو بحث او خبرې کړې دي. ټاکل شوې ده چې خلیلزاد له کابل څخه مسکو ته لاړ شي او هلته د افغان سولې په تړاو جوړیدونکې ناسته کې ګډون وکړي. زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل … نور ولولئ
افغانستان

خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: کورنیو چارو وزارت دې سپیناوی راکړي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، د چاودیدونکو توکو د لیږد قضیه کې د یوې خصوصي رسنۍ د لاس لرلو په اړه د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق آرین د څرګندونو په اړه باید دغه وزارت وضاحت ورکړي. دغې کمېټې په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه د کورنیو چارو وزارت د ویاند طارق آرین په رسمي ټویټر پاڼه د وروستیو څرګندونو په اړه چې ګواکې یوې خصوصي رسنۍ د … نور ولولئ