افغانستان

رویټرز: ولسمشر غني له وخت مخکې د ټاکنو طرحه جوړه کړې

ولسمشر غني به د ترکیې په کنفرانس کې له وخته د مخکې ټاکنو طرحه وړاندې کړي. د ارګ ځینو باوري سرچینو رویټرز ته ویلي ولسمشر داسې یوه طرحه جوړه کړې چې د سولې او اوربند په صورت کې له وخت مخکې ټاکنو ته زمینه برابروي. سرچینه وایي د طرحې له مخې طالبان باید لومړی شپږ میاشتې اوربند وکړي، تر هغه وروسته به ټاکنو ته زمینه برابرېږي، د ټاکنو د ترسره کولو کمیسیون به ددواړو لورو … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن:له ناټو سره یو ځای مناسب فرصت کې له افغانستانه وځو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د وتلو پر مهالوېش بیا کتنه پیل کړې ده. هغه ویلي چې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو د وتلو مهالوېش چې د مې میاشتې لومړۍ نېټه ده تر ارزونې لاندې ده او دوی به په دې اړه وروستي معلومات پر وخت له ناټو سره شریک کړي. بلینکن د ناټو له مشر سره په یوه خبري کنفرانس کې … نور ولولئ
افغانستان

حنیف اتمر له خپل هندي سیال جي شنکر سره کتلي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر نوي ډیلي ته د سفر پر مهال له خپل هندي سیال جې شنکر سره د امریکا له لورې د نوې وړاندې شوې طرحې په اړه خبرې کړې دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر چې تېره ورځ یې هند ته سفر وکړ په ماښام یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر جې شنکر سره کتلي دي. ویل کېږي … نور ولولئ
افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا د افغانستان پر وضعیت غونډه جوړوي

د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې په دغه غونډه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر وروستي راپور بحثونه وشي او ددغه هېواد وضعیت و ارزول شي. سرچینه کاږي چې تر ډېره به د سولې، امنیت او ترهګرۍ ضد مبارزې باندې خبرې وشي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ګڼو پرمختګونو ترڅنګ په تېر ۲۰۲۰ز کال کې امنیتي وضعیت خراب … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو امریکایانو ته د اورکم یوه طرحه سپارلې

د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دوی څه موده وړاندې امریکایانو ته د اورکم یوه طرحه سپارلې ده چې له مخې به یې دواړه لوري عملیات کموي او د جګړو په کچه کې به کموالی راځي. بلخوا د طالبانو مشرتابه ته نږدې سرچینو هم ویلي چې دوی د اورکم یوه طرحه امریکا ته سپارلې ده او په دوحه کې له زلمي خلیلزاد سر هم خبرې ورباندې … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه هیڅ د منلو نه ده

امریکا او افغان لوري پر سولې او روان تاوتریخوالي خبرې کړې دي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني په ارګ کې د امریکا د دفاع له وزیر لویډ جیمز آسټین سره کتلي دي. د پنټاګون مشر په دې لیدنه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمولو غوښتونکي دي او ددې ملاتړ کوي چې دلته دیپلوماتیکې هڅې ګټورې تمامې شي. آسټین وایي افغان … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا دفاع وزیر لوید اسټین کابل ته راغلی

د امریکا د دفاع وزیر جنرال لوید اسټین کابل ته راغلی دی. نوموړی به له لوړپوړو افغان چارواکو سره لیده کاته ولري. استین تر دې وړاندې هند ته تللی و او هلته یې له هندي چارواکو سره پر نورو مسائلو سربېره پر افغان سوله هم خبرې کړې دي. وړاندې تر دې د امریکا دفاع وزیر لوید اسټین ویلي چې بایډن تر اوسه پورې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د حضور په اړه هیڅ پرېکړه … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: طالبان دې دا ناروا جګړه پای ته ورسوي

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې وړاندیز ومني او له جګړو لاس واخلي. نوموړي نن په ارګ کې په یوه جوړه شوې غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې طالبان په ویاړ په تېر یوه کال کې د بهرنیو ځواکونو د نه وژلو خبره کوي، خو د افغان ځواکونو پر وړاندې یې ناروا جګړه جاري ساتلې ده. د هغه په خبره طالبان باید په دې ځان پوه کړي … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د ناټو له غړو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې کوو

ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن راتلونکې اوونۍ کې د ناټو له غړو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فلیپ ریکر ویلي چې بلنکن به راتلونکې اوونۍ کې د ناټو سازمان په مقر کې د دغه سازمان له غړو هېوادونو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې اترې ولري. هغه زیاته کړې چې په ناسته کې به په افغانستان کې د امریکایي … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: د مسکو ناسته د سولې پروسې د چټکتیا لپاره ګټوره وه

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د ترویکا ناستې غړو اعلامیه د افغان سولې ټینګښت او د دې پروسې د چټکتیا لپاره مؤثره او ګټوره وه. زلمي خلیلزاد پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، د مسکو دوه ورځنۍ ناستې کې یې د افغان حکومت او طالبانو استازي وهڅول، چې په ترکیه کې د سولې په اړه جوړېدونکې ناسته کې برخه واخلي. ټاکل شوې چې ترکیه راتلونکې اپرېل میاشت کې د افغان سولې … نور ولولئ