افغانستان

کابل کې وسله والو غلو په یوې مدني فعالې برید کړی

د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې موټر سایکل سپرو په یوې مېرمنې برید کړی او هغه یې ژوبله کړې ده. رسنیو ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د احمدشاه بابا مېنې ۱۵ بلاک کې په فاطمې یوسفزۍ چې ویل کېږي مدني فعاله ده، دوو موټر سایکل سپرو نن دوشنبه پرې د بوکس پنجې وارونه کړي او هغه یې ټپي کړې ده. د سیمې د خلکو په خبره چې موټر سپرو غوښتل د … نور ولولئ
افغانستان

پر امرالله صالح د برید طراح ونیول شو

له ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د حقاني شبکې د لویو بریدونو طرحه کوونکی نیولی. د ملي امنیت ریاست زیاته کړې، نیول شوی کس عبیدالله نومیږي او په بلال، فاروق او ابراهیم هم مشهور و، چې د ولسمشر د لومړي مرستیال پر دفتر یې د برید کولو طرحه هم جوړه کړې وه. د یاد ریاست په خبره نیول شوی کس په ۱۳۹۶ کال کې … نور ولولئ
نړۍ

اندونیزیا: د سیلابونو له امله د مړه شویو شمېر ۷۱ ته لوړ شوی

په اندونیزیا کې د سیلابونو او ځمک‌ښویېدنې له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۷۱ ته لوړ شوی دی. د راپورونو له مخې د اندونیزیا او شرقي تیمور په ډېرو برخو کې د سختو ورښتونو له امله سیلابونه راوتلي چې د ځاني زیانونو ترڅنګ یې ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي دي. د ورښتونو ډېرېدو په ځينو برخو کې د اوبو ذخیرې او بندونه هم مات کړي دي. راپورونه وایي چې د مړه شویو کسانو شمېر … نور ولولئ
افغانستان

امریکايي او افغان لوري د سولې پر هڅو خبرې کړې دي

افغان او امریکایي ديپلوماتانو د استانبول پر غونډې او افغان سولې خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په افغانستان کې د امریکا د سفارت له شارژدافیر راس ویلسون سره پر افغان سولې خبرې کړې دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې د تاوتریخوالي پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده او تمه یې ښودلې چې د استانبول غونډه دلته روانه جګړه … نور ولولئ
افغانستان

د کرونا درېیمه څپه؛ روغتیا وزارت پر ولایتي رییسانو د چمتووالي غږ کړی

عامې روغتیا وزارت وایي، چې د دغه وزارت ولایتي رییسانو ته یې سپارښتنه کړې ده چې د کرونا ویروس د درېیمې څپې د خپرېدو پر وړاندې مبارزې ته چمتووالی ونیسي. د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح نن د ولایتونو د عامې روغتیا له رییسانو سره په انلاین لیدنه کې ویلي چې د کرونا وبا درېیمې څپې پر وړاندې باید پیاوړې مبارزې ته پوره چمتووالی ولري. د دغه وزارت سرپرست د ولایتونو او کمیټو د رپوټونو … نور ولولئ
افغانستان

اروپایي ټولنه: د سولې ملاتړي یو خو په بېړنۍ توګه د واک د لېږد ملاتړ نه کوو

اروپایي ټولنه وایي ولسمشر غني دې سیاسي لومړیتوبونه درک کړي او د سولې د بریا لپاره دې مناسب ګامونه اوچت کړي. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د ماموریت مرستیال په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د سولې ملاتړي دي خو په بېړنۍ توګه د واک د لېږد یا بدلون ملاتړ نه کوي. د آرناوټ پاولس په خبره د واک بېړنی بدلون افغانستان ته ثبات نه شي راوستلی او دا یې لار نه … نور ولولئ
افغانستان

د استانبول غونډې د ترسره کېدو پر نېټه د نظر اختلاف دی

ټاکل شوې چې د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه د روانې اپرېل میاشتې په شپاړسمه نېټه ترسره شي. په معلوماتو کې ویل شوې چې د ترکیې په ناسته کې به د بحث مهمه موضوع افغان سوله او اوربند ته د طالبانو غاړه ایښودل وي. په معلوماتو کې وړاندې راغلي چې په دغه ناسته کې به له پاکستان څخه ژمنه اخیستل کېږي چې په طالبانو به فشار راوړي او د سولې لپاره به ریښتینی … نور ولولئ
افغانستان

محب: د زور له لارې به طالبانو ته واک ورنه کړو

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې طالبان د تاوتریخوالي په دوام سره ښیي چې سولې ته اراده نه لري او هڅه کوي د زور له لارې واک ته ورسېږي خو نوموړي ټینګار کړی دی چې افغان دولت به په هیڅ صورت د زور له لارې طالبانو ته واک ته د رسېدو اجازه ورنه کړي. محب زیاته کړې چې افغان دولت تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو دی او ولسمشر غني به … نور ولولئ
افغانستان

د کورونا دریمه څپه او د افغان حکومت اندېښنې

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي چې هېواد د کرونا د درېیمې څپې له ګواښ سره مخ دی. د یاد وزارت ویاند زیاته کړې، دوی د کرونا له تېرو څپو مهمې تجربې ترلاسه کړې او دا چې په ټوله نړۍ کې د دې وبا درېیمه څپه هم پیل شوې ده نو افغانستان هم له دې خطر سره مخ کېدلی شي. یادو مسولینو همدا راز ویلي چې همدا اوس د کرونا ویروس د نوې بڼې ۷ … نور ولولئ
افغانستان

د حج او اوقافو وزارت: لا هم د راتلونکي حج برخلیک معلوم نه دی

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وايي چې لا هم د راتلونکي حج برخليک نه دى معلوم او نه هم سعودي په دې اړه کوم خبر ورکړى دى. په نړۍ کې د کرونا وبا له امله تېر کال هم په سعودي عربستان کې د حج مراسم په ډېر محدود ډول ترسره شول او يواځې څو زره سعوديانو ته د حج مراسمو پر ځای کولو اجازه ورکړل شوې وه. د افغانستان د حج اوقافو وزارت … نور ولولئ