افغانستان

ولسي جرګه د شنبې په ورځ امنیتي چارواکي احضاروي

ولسي جرګه کابل ته د پاکستان پارلمان د ریيس الوتکې ته د اجازې نه ورکولو له امله امنیتي چارواکي احضاروي. د ولسي جرګې د دارالانشا له خوا پارلماني چارو وزارت ته په استول شوي مکتوب کې ویل شوي دا چې د نا معلومو دلایلو له امله د پاکستان پارلماني پلاوي الوتکې ته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د ناستې اجازه نه ده ورکړل شوې باید اړوند مسوولان یې په اړه وضاحت ورکړي. په … نور ولولئ
افغانستان

ترکیه: د انقرې ناسته دوحه کې د سولې خبرو بشپړونکې ده

په ناټو کې د ترکیې سفیر باسات اوزترک وایي چې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته د دوحې خبرو اترو بدیل نه بلکې په یاد هېواد کې د روانو مذاکراتو بشپړونکې ده. نوموړي ټینګار کړی دی چې هېڅ هېواد باید د افغان سولې مسئله کې د سیاسي نفوذ هڅه ونه کړي. دغه لوړپوړي ترکي ډیپلوماټ زیاته کړې چې د سولې تر تړون وروسته هم باید نړیواله ټولنه او سیمه ییز هېوادونه … نور ولولئ
افغانستان

سي‌ان‌ان: طالبان په خپلو بریدونو د امریکا پاتې کېدو ته زمینه برابروي

طالبانو تېره ورځ د کندهار پر هوایي ډګر توغندویي برید کړی دی او د ځاني او مالي زیانونو اړولو ادعا یې کړې ده. سي ان ان د تېرې ورځې برید ته په اشارې ویلي چې طالبانو په تېره میاشت کې دوه ځلې هغه ځایونه په نښه کړي دي چې د متحده ایالاتو نظامي پرسونل او د سي ای اې مخفي مامورین په کې اوسېږي. راپور کې راغلي چې طالبان په دې ډول بریدونو سره تاوان … نور ولولئ
افغانستان

د بشري حقونو د څار بنسټ: د استانبول ناسته کې دې د ښځو رول باوري شي

د بشري حقونو د څار نړیوال بنسټ د استانبول په ناسته کې د ښځو د بشپړ ګډون غوښتنه وکړه. د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو لنډمهالې مشرې ویلي، چې ملګري ملتونه د استانبول د غونډې د کوربه په توګه باید باوري کړي، چې ښځې په اصلي خبرو اترو کې برخه واخلي او په نورو بحثونو کې بوختې نشي. دوی د ملګرو ملتونو له چارواکو په ځانګړي توګه له عمومي منشي آنتونیو ګوتیرش څخه … نور ولولئ
افغانستان

يوه بهرني تحصيلي بنسټ ۳۰۰۰ افغانانو ته جعلي سندونه ورکړي

درې زره افغانانو ته د هند یوه خصوصي تحصیلي موسسې له خوا جعلي سندونه ورکړل شوي دي. د ادارې فساد سره د مبارزې رییس عبدالقیوم نظامي ویلي چې دغه موسسې یا بنسټ د لسانس، ماسټرۍ او دکتورا په کچه جعلي سندونه ورکړي دي. هغه د دغه بنسټ په اړه جزئیات ورنه کړل، خو ویې ویل چې د همدغو جعلي سندونو له مخې ځیني افغانان په لوړ پوړو دولتي پوستونو کې کار کړی او لا هم … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو په پکتیا کې د واده پر مراسمو برید کړی

د پکتیا ځایي چارواکي وايي چې وسله‌والو طالبانو په دغه ولایت کې د یوه واده پر مراسمو برید کړی او د زوم پلار یې وژلی. د پکتیا د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري رسنیو ته وویل: “وسله‌والو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو سیمه کې د یوه قومي مشر په کور هغه مهال برید وکړ چې د واده مراسم په‌کې روان و.” ځایي چاروکو زیاته کړې چې د برید … نور ولولئ
افغانستان

د سیاوش پلار: د خپل زوی د قاتلینو پر نیول کېدو باوري نه یم

د وژل شوې خبریال یما سیاوش پلار وایي، د زوی د وژل کېدو د قضیې په اړه د حکومتي چارواکو ضد او نقیض څرګندونو ته په پام د هغه د قاتلینو پر نیولو کېدو باور نه لري. نوموړي زیاته کړې، د افغانستان بانک د مسوولانو له لوري د دې پېښې په اړه د جزیاتو پټ ساتلو او د قتل په تور د امنیتي مسوولانو ضد او نقیض څرګندونو ته په پام، په دې برخه کې … نور ولولئ
افغانستان

سرګي لاوروف د افغان سولې په تړاو پاکستان ته په دوه ورځني سفر تللی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغان سولې په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته تللی دی. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې سرګي لاوروف په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی او د سفر ستره موخه یې هم پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره خبرې کول دي. لاوروف به له پاکستان وغواړي چې په رښتینې توګه له افغان سولې سره همکاري وکړي او په دې توګه دلته روانه خونړۍ … نور ولولئ
افغانستان

اروپایي ټولنه: افغانستان کې د تلپاتې سولې د راتلو لپاره هڅه کوو

اروپایي ټولنې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره د خپلو هڅو د دوام ډاډ ورکړی دی. د اروپایي ټولنې استازي ارنولډ پاولز د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په لیدنه کې ویلي چې اروپایي ټولنه به په افغانستان کې د تلپاتې او عادلانه سولې ټینګښت برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو دغه راز د … نور ولولئ
افغانستان

په دوحه کې د ترکیې د غونډې لپاره څو اړخیز بحثونه روان دي

د راپورونو له مخې دمګړی په دوحه کې د څو هېوادونو د استازو له لوري د ترکیې د راتلونکي کنفرانس پر اجنډا او تیاریو بحثونه روان دي. راپورونه وايي چې په دغه غونډو کې د ترکیې، امریکا، قطر، افغان حکومت، طالبانو او ملګرو ملتونو استازي حضور لري او دوی هڅه کوي د ترکیې د راتلونکې غونډې لپاره پر اړینو تیاریو او اجنډاوو یوې پایلې ته ورسېږي. په دوحه کې د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم … نور ولولئ