افغانستان

طالبان: ترکیه کې جوړیدونکي ناستې ته چمتو نه یو

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم ویلي چې دوی د اپریل میاشتې په ۱۶مه نېټه په ترکیه کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ته چمتووالی نه لري. نوموړي زیاته کړې چې که له دې وروسته پر بل تاریخ غونډه جوړیږي، په اړه یې د دوی مشوره روانه ده او کله چې پرېکړې ته ورسېدل نو اعلان به یې کړي. افغان حکومت تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. دا په داسې … نور ولولئ
افغانستان

اروپا کې د مېشتو افغانانو نړیوالې جرګې له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې

اروپا کې د مېشتو افغانانو نړیوالې جرګې له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې ده. ددغه جرګې په پنځمه نوبتي ناسته کې ویناوالو ټینګار کړی چې د سولې له رامنځ ته شوو فرصتونو باید استفاده وشي او د روانې جګړې د دایمي ختمولو لپاره دې زمینه برابره کړل شي. دا په داسې حال کې ده چې نن د ملګرو ملتونو او د ملي مصالحې عالي شورا د افغان حکومت د سولې پر طرحه او د استانبول … نور ولولئ
افغانستان

ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو جمهوریت او طالبانو ته نهه ماده‌ییز لیک سپارلی

ملګرو ملتونو، امریکا، ترکیې او قطر، افغان دولت او طالب پلاوي ته د ګډو اصولو تر عنوان لاندې یو نهه ماده‌ییز لیک سپارلی دی څو د ترکیې ناسته کې ورباندې هوکړې ته ورسېږي. په یاد متن کې راغلي چې افغانان له څو لسیزو جګړو ستړي شوي دي او دوی ټول د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې پرمختګ ته ژمن دي. په دغه نهه ماده‌ییز لیک کې ډېر مهم موضوعات راخیستل شوي دي خو سراسري … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: سوله قرباني غواړي، موږ تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو یو

ولسمشر غني په کوهدامن کې د جمهوریت په ملاتړ جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا د جمهوریت پر ساتنې ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې د مشروعیت سرچینه اساسي قانون دی او د ننګونو په وخت کې اساسي قانون ته له مراجعې پرته بله لاره نه شته او که وي هم تر ګټو به یې زیانونه ډېر وي. هغه زیاته کړې چې د ده طرحه له روانې تپل شوې … نور ولولئ
افغانستان

ملي امنیت شورا: له حمل میاشتې وروسته به د یوې کیلۍ موټر نه ګرځول کېږي

د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د حمل له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو ګرځولو ته اجازه نه ورکول کېږي. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دا پرېکړه تېره ورځ د دغې شورا په امنیتي ناسته کې وشوه. اعلامیې زیاته کړې، د ماليې وزارت له لوري د وضع شوي طرزالعمل له مخې به د حمل د مياشتې تر تېرېدو وروسته د دغو موټرو ګرځول قانوني … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: هڅه کوو چې د پولیو ضد واکسین له کمپاین سره مرسته وکړو

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي، هڅه کوي چې د پولیو ضد واکسین د تطبیق له کمپاین سره همکاري وکړي. بل خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د ملګرو ملتونو په مرسته له طالبانو سره خبرې روانې دي چې کور پر کور د ګوزڼ ضد واکسین لګولو کمپاین ته اجازه ورکړي. دغه وزارت کې د ګوزڼ د له منځه وړلو پروګرام د عامه اړیکو مشر میرجان راسخ رسنیو ته … نور ولولئ
افغانستان

د مذاکراتي پلاوي غړې: د افغانستان جګړه د بهرني ځواکونو په وتلو له منځه نه ځي

که امریکایي ځواکونه همدا اوس او په بېړنۍ توګه له افغانستان وځي نو پایله به یې سوله نه وي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړې فوزیې کوفي له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه لري. د نوموړې په خبره که امریکایي ځواکونه په بېړه او اوسني وضعیت کې له افغانستان وځي نو پایله به یې سوله نه وي، بلکې یوه بله جګړه به وي … نور ولولئ
افغانستان

بشري حقونو کمیسیون: ښکېل لورې دې تاوتریخوالی ودروي

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په هېواد کې د جګړو له امله د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د یادې ادارې په خبره، په دې وروستیو کې په هېواد کې د جګړو لمن یو ځل بیا پراخه شوې او له امله د دواړو لوریو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم سخته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه کمیسیون ویلي چې ښکېل اړخونه دې د هېوادوالو غوښتنې ته په … نور ولولئ
افغانستان

سپینه ماڼۍ: بایډن له افغانستان د سرتېرو ایستلو پرېکړه تر وخت مخکې اعلانوي

سپینه ماڼۍ وایي د امریکا ولسمشر جو بایډن به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه تر ټاکلي ضرب‌الاجل دمخه چې د مې لومړۍ نېټه ده، اعلان کړي. د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي دا خبره په واشنګټن کې خبریالانو ته کړې ده. نوموړې ویلي، د ولسمشر جوبایډن د پرېکړې تر اعلان دمخه څه نشي ویلي خو تمه ده چې د مې تر لومړۍ نېټې د مخه‌ یې په خپله له ولسمشر څخه … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا سازمان: افغانستان کې د کرونا مخنیوي ته اندېښمن یو

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د کرونا وبا د مخنیوي لپاره د روغتیايي لارښوونو نه ‌رعایتول د ټولنې لپاره ګواښ رامنځته کوي. د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سمون اداره یا اوچا په یوه خبرپانه کې ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان له دې کبله اندېښنه لري چې په افغانستان کې عموماً خلک د ماسک د اغوستو او د ټولنیز واټن د ساتنې مقررات نه ‌مراعاتوي. دې سازمان همداراز د کرونا … نور ولولئ