افغانستان

قریشي: له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په بېړه وتل به د قدرت ستره خلا رامنځته کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې طالبان به په افغانستان کې تر ډېره حده له شرایطو سره ځانونه عیار کړي. نوموړي له ډي ویلټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې طالبان اوس په دې پوه شوي چې افغانستان بدل شوی او هغوی هم باید بدلونونه ومني. نوموړي زیاته کړې چې طالبانو د پخوا په پرتله ډېر تغیر کړی دی ځانګړې توګه د ښځو د حقونو برخه کې یې پرمختګ کړی دی او … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: په ځنډ د سرتېرو ایستل د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده

روسیې هم د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر وروستۍ پرېکړه غبرګون ښودلی دی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي د دوحې له هوکړې سره سم باید تر مې میاشتې امریکایي ځواکونه له افغانستان وتلي وی، خو دا چې امریکایي ځواکونه به په سپټمبر کې له افغانستان وځي د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده. روسي چارواکو ویلي امریکایي ځواکونه باید د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت د بایډن د پرېکړې هرکلی کړی

افغان حکومت وایي دوی د سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د ولسمشر له پرېکړې هرکلی کوي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني د سرتېرو د ایستلو په اړه له خپل امریکایي سیال جو بایډن سره خبرې کړې دي. په اعلامیه کې راځي چې ولسمشر غني د سرتېرو د وتلو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې افغان ځواکونه له خپل هېواد ددفاع وړتیا … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني له جوبایډن سره غږېدلی

ولسمشر غني د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره نن ماښام ټلفوني خبرې کړې دي. ولسمشر غني په یو ټویټ پیغام کې ویلي چې امریکایي سرتیري د سیپتمبر میاشتې په لومړیو کې له افغانستان څخه وځي او افغان حکومت د امریکا ددغه تصمیم احترام کوي. ولسمشر غني زیاته کړې، چې افغان حکومت به د امریکایي سرتیرو د وتلو بهیر کې پوره همکاري وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر جو بایډن … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن: خپل اهداف مو ترلاسه کړل، نور باید ووځو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي چې دوی په افغانستان کې هغه اهداف تر لاسه کړي دي کومو پسې چې کلونه وړاندې دغه هېواد ته راغلي وو. هغه زیاته کړې، امریکا خپلو اهدافو ته رسېدلې ده او اوس وخت دی چې خپل سرتېري کورونو ته ستانه کړي. نوموړي د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره ګډې خبري ناستې ته ویلي چې دوی به په راتلونکو اوونیو او میاشتو کې یو ځای … نور ولولئ
افغانستان

لینډسي ګراهام: له افغانستان د ناټو سرتېرو ویستل حماقت دی

مخکښ امریکایي سناتور او د امریکا د سنا ددفاعي کمیسیون غړی لیندسي ګراهام له افغانستان د ټولو سرتېرو د ایستلو پرېکړه احمقانه بولي. نوموړي له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په اړه د سپینې ماڼۍ د ویاندې له څرګندونو څو ساعته وروسته ویلي چې دا پرېکړه حیرانوونکې ده او د امریکا لپاره به خطرناکې پایلې ولري. هغه ویلي له افغانستان د ټولو سرتېرو ایستل احمقانه دي په داسې حال کې چې په دغه هېواد کې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: د افغانستان په هکله په هېڅ ناسته کې ګډون نه کوو

طالبان وايي، ترڅو چې بهرني ځواکونه له هېواد څخه نه وي وتلي، د افغانستان په هکله په هېڅ ناسته کې ګډون نه کوي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم د سه شنبې په شپه پر خپل ټویټر لیکلي، «اسلامي امارت د اسلام د مقدس دين له مخې خپل کارونه په مشورو سره‌ کوي، د مشورو په نتيجه کې چې کومه پريکړه وشي د هغې له مخې تصميم نيسي.» د … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني له بلینکن سره د ترکیې پر کنفرانس خبرې کړې

ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلینکن سره په ترکیه کې د جوړېدونکي ناستې په اړه ټلفوني خبرې کړې دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، په دې ټلفوني مکالمه کې د سولې پر روان بهیر، په ترکیه کې پر جوړېدونکي ناستې او دغه راز له بایډن سره د ټلفوني تماس په اړه خبرې اترې شوې دي. اوسمهال د ترکیې ناستې ته چمتووالی روان دی خو طالبانو پرون ویلي وو چې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني:طالبان دې د روژې مبارکې میاشتې په خاطر اوربند ته غاړه کېږدي

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د روژې په مبارکه میاشت کې اوربند وکړي. نوموړي د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې روژه د یو بل د زغملو، مهربانۍ او انسان دوستۍ میاشت ده نو طالبانو ته هم په کار ده چې د افغانانو پر وړاندې خپله روانه کړې جګړه پای ته ورسوي او اوربند ته غاړه کېږدي. ولسمشر غني … نور ولولئ
افغانستان

سرور دانش: د مصالحې شورا طرحه باید لغوه شي، کنه نفاق او ناندرۍ په جوړې کړي

د ولسمشر دویم مرستیال وایي د ملي مصالحې عالي شورا له لوري د ترکیې کنفرانس لپاره توحید شوې طرحه د منلو نه ده. نوموړي پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه په خپره کړې کتنه کې ویلي چې دغه طرحه یې لوستې او په هغه کې یې بې شمېره نیمګړتیاوې لیدلې دي. د دانش په وینا د یادې شورا له لوري وړاندیز شوې طرحه تر ډېره د یوه قوم، یوه ګوند او زلمي خلیلزاد لیدلوری وړاندې کوي … نور ولولئ