سیاست

محسن داوړ: مولانا فضل الرحمن ته دا ځل د پښتنو د وینو پلورلو اجازه نه ورکوو

په پاکستان کې د جمعیت علمای اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمن تېره ورځ په خپلو خبرو کې ویلي، چې پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) یو سخت دریځه او ترهګره ډله ده. هغه دا څرګندونې په پاکستان کې د تحریک لبیک (ټي ایل پي) په ملاتړ په یوه خبري غونډه کې کړي دي. نوموړي د تحریک لیبک دریځ ستایلی او د پاکستان حکومت یې ملامت کړی، چې باید غوښتنو ته یې رسیدنه وکړي. مولانا … نور ولولئ
افغانستان

المان: هغو افغانانو ته پناه ورکوو چې موږ سره یې کار کړی

د المان د دفاع وزیرې له خپل حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې هغو افغانانو ته پناه ورکړي چې په افغانستان کې یې له الماني سرتېرو سره کار کړی دی. انګریت کرامپ کارنباور له ډي‌پي‌اې اژانس سره په مرکه کې ویلي، په داسې حال کې چې المان له افغانستان څخه خپل سرتېري وباسي، برلین یوه بله مهمه دنده هم پر غاړه لري او هغه دا ده چې دغه هېواد باید د هغو کسانو ساتنه وکړي … نور ولولئ
افغانستان

غني: که پاکستان خپله ارامي غواړي، افغانستان دې ارام پریږدي

ولسمشر غني امنیتي منسوبینو ته د مډالونو د ورکړې په غونډه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې ویلي، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره يې هر اړخیز پلان چمتو کړی دی. نوموړي ویلي، چې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره پوره چمتووالی لري او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول خوندي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي. … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني د جمهوریت له روغتون لیدنه وکړه

ولسمشر محمداشرف غني د جمهوریت روغتون د وضعیت ارزولو په موخه تېر ماښام دغه روغتون ته ولاړ. له ارګ څخه په خپره شوې خبرپانه کې راغلي، چې ولسمشر غني د دغه روغتون د عمومي وضعیت د ارزولو تر څنګ په دې روغتون کې د بستري ناروغانو د احوال پوښتنه وکړه او هغوی ته یې د ښې رسیدګۍ او پاملرنې په موخه د روغتون مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. خبرپاڼې زیاته کړې، چې په دې لیدنه … نور ولولئ
کرونا

په نړۍ کې د کرونا له امله د مړو شوو شمېر تر ۳ میلیونه واوښت

د جان هاپکینز پوهنتون د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس نوې څپې د چټکې پراختیا په حال کې دي چې له امله یې مړینه هم ډېره شوې ده. دغه پوهنتون ویلي چې د کرونا وبا له امله د مړو شوو شمېر تر درې میلیونه اوښتی دی. بلخوا هند بیا دمګړی د هغو هېوادونو په سر کې دی چې کرونا وبا پکې په چټکۍ د پراختیا په حال کې ده. د … نور ولولئ
افغانستان

جلال اباد: وسله والو په یوه برید کې اته لمونځ کوونکي وژلي

په جلال اباد ښار کې د شخصي شخړې له امله د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي دي. د راپورونو له مخې وسله والو کسانو تېره شپه د جلال اباد ښار په نهمه ناحیه کې په یوه جومات کې د تروایح لمانځه پر مهال پر لمونځ کوونکو ډزې کړې چې له امله یې اته کسه وژل شوي دي. د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو نوی دریځ: د ترکيې په ناسته بیا غور کوو

طالبان وایي، قطر کې د سولې پر خبرو او ترکیه کې پر جوړېدونکي ناستو له سره غور کوي. طالب ویاند ذبیح مجاهد وايي٬ د قطر او ترکیې ناستې په تړاو يې مشران له سره غور کوي او دا به ورسته مالومه شي چې څه ډول پرېکړه کوي. ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چې په دې ټوله پروسه باندې له سره غور روان دی او وروسته به مالومه شي چې موږ څه ډول تصمیم نیسو. په … نور ولولئ
افغانستان

څېړنه: افغان جګړې د ۱۴۱ زره خلکو ژوند اخیستی

د دوو امریکایي پوهنتونونو له لوري په یوه ترسره شوې څېړنه کې ویل شوي چې په افغانستان کې د امریکا د جګړې له پیله تر اوسه په دغه هېواد کې ۱۴۱ زره کسان وژل شوي دي. څیړنه کې ویل شوي چې تر ننه پورې دغه جګړه امریکا ته په ۲.۲۶ ټریلیونه ډالر تمامه شوې ده. دا پروژه چې د برون پوهنتون د واټسن انسټیټیوټ او د باسټن پوهنتون د پېرډي مرکز له خوا ترسره شوې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: په ټاکنو باور نه لرو، ګډون په کې نه کوو

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو برخلیک په بهر کې ټاکل شوی او ولس نور په دغه شان ټاکنو باور نه کوي. د هغه په وینا، افغانان په هغو پروسو کې نور ګډون نه کوي چې د شخصي او ګوندي ګټو د خوندیتوب لپاره ترسره کېږي. نعیم زیاته کړې، هغه ټاکنې چې د ۳۵ میلیونه خلکو له ډلې یواځې ۸۰۰ … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: طالبان د خپلو ژمنو مسؤولیت لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن افغانستان او بلجیم ته خپل وروستی سفر ګټور بللی دی. نوموړي په څو ټویټ پیغامونو کې افغانستان او بلجیم ته خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی او زیاته کړې یې ده چې متحده ایالات او ناټو به له وتلو وروسته هم د افغانستان هر اړخیز ملاتړ ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې چې دوی به د هر ډول ګواښ پر وړاندې بیدار اوسي. بلینکن دغه … نور ولولئ