افغانستان

نیویارک ټایمز: د وخت په تېرېدو افغانستان امریکا ته په ستر ګواښ بدلېږي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ترهګریزو ګواښونو په اړه یو راپور خپور کړی. راپور کې راغلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د وخت په تېرېدو دغه هېواد یو ځل بیا امریکا ته په ستر ګواښ بدل شي. راپور کې د جنرال مک‌کنزي څرګندونې راخیستل شوې چې ویلي یې وو دا به متحده ایالاتو ته ډېره سخته وي … نور ولولئ
نړۍ

اندونیزیا: یو نظامي اوبتل مو له ۵۳ کسانو سره نادرکه دی

د اندونیزیا هېواد یو نظامي اوبتل له ۵۳ کسه سپرلۍ سره نادرکه شوی دی. د اندونیزیا حکومت رسنیو ته ویلي چې دغه اوبتل له چهارشنبې ورځې راهیسې په سمندرونو کې مانورونه ترسره کول خو له ساعتونو راهیسې له رادار ورک شوی دی. د چارواکو په وینا چې دغه اوبتل ۵۳ کسه سپرلي او ګڼ نظامي تجهیزات له ځان سره لېږدول. اندونیزیا د اوبتل د پیدا کولو لپاره له ګاونډیو هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې ده. … نور ولولئ
افغانستان

امریکا له افغانستان سره ۳ سوه میلیونه ډالر مرسته کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په تازه څرګندونو کې وایي چې د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له لارې له افغانستان سره په ملکي برخه کې درې سوه میلیونه ډالر اضافي مرسته کوي. د هغه په خبره دا مرسته به د روغتیا، پوهنې، ظرفیت لوړونې او نورو دې ته ورته برخو کې لګول کېږي. نوموړي ویلي چې په دې مرستې سره به د افغانستان د خلکو اقتصادي وضعیت سم شي. امریکا ددې … نور ولولئ
افغانستان

د ترکیې کنفرانس؛ ښو پرمختګونو ته د شرایطو برابرېدو په پار ځنډېدلې

د استانبول کنفرانس د ځنډېدو په اړه د کنفرانس د ترسره کوونکو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې دا ناسته ښو پرمختګونو ته د شرایطو د برابرېدو په پار له ښکېلو لوریو سره تر پراخو مشورو وروسته ځنډېدلې ده. په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، وروستیو تحولاتو ته په کتو، او له ښکیلو اړخونو سره له پراخو مشورو وروسته، موافقه شوې چې کنفرانس وروسته نیټې ته وځنډول شي، تر څو شرایط ښو پر … نور ولولئ
افغانستان

بوش: اندېښمن یم، هسې نه طالبان بیا واک ترلاسه کړي

د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبیلو بوش له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو پر وتلو اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي چې دی د جو بایډن پر پرېکړه اندېښمن دی. جورج بوش زیاته کړې چې که چېرته امریکایي ځواکونو له افغانستان څخه ووځي هسې نه طالبان بیا واک ته ورسېږي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې که چېرته طالبان واک ته ورسېدل نو د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې به له منځه یوړل … نور ولولئ
افغانستان

د کورنیو چارو وزارت خبرداری: د ګذر وکیلانو ته د ترهګرو ضمانت به ګران پرېوځي

کورنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د ګذر وکیلانو ته خبرداری ورکړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویلي په وروستیو کې ځينې ترهګر او مجرمین نیول شوي چې وخت ناوخت یې د ګذر وکیلانو ضمانت کړی دی او یا یې ځینې اسناد دوی ته ټاپه کړي او لاسلیک کړي دي. کورنیو چارو وزارت د کابل او ولایتونو د ګذر وکیلانو ته خبرداری ورکړی چې که په دغه ډول مورادو کې ددوی لاسلیک … نور ولولئ
افغانستان

مک کینزي: د طالبانو پر رښتینولی شک لرو، نوې طرحه پنټاګون ته لېږو

د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان د سرتېرو پر وتلو د اندېښنې څرګندولو تر څنګ د سولې په برخه کې د طالبانو پر ژمنتیا هم شک ښودلی دی. نوموړي د امریکا د استازو مجلس د دفاعي کمېټې غړو ته په استماعیه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي په افغانستان کې لا هم د ترهګرۍ ګواښ شته دی، د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې به جګړې شدیدې شي او طالبان ښایي خپلو … نور ولولئ
افغانستان

د ترکیې غونډه د دویم ځل لپاره هم وځنډول شوه

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې کنفرانس د ځینو ستونزو له امله ځنډول شوی دی. د هغه په خبره ستونزې ددغه کنفرانس د مقدمه جوړونې په برخه کې وې او ټاکل شوې چې تر روژې میاشتې وروسته دغه کنفرانس ترسره شي. د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا نه دي ویلي چې دغه کنفرانس کې طالبانو ګډون منلی … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: له امریکا، ترکیې او قطر سره د استانبول غونډه کې د ګډون لپاره په خبرو بوخت یو

طالبان وايي، استازي یې له امریکا، ترکیې او قطر سره په خبرو بوخت دي، څو د استانبول او د افغانستان د سولې په اړه راتلونکو غونډو کې د ګډون په اړه یوې پایلې ته ورسېږي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، که د دوی اندېښنې ځواب شي، د افغانستان د سولې لپاره له هر جوړ شوي فرصته ګټه اخلي. هغه زیاته کړې چې اوس هم خبرې روانې دي او تېره ورځ هم ناستې شوي او … نور ولولئ
افغانستان

قریشي: طالبان په خپلو پرېکړو کې خپلواک دي خو پاکستان به دوی سولې ته وهڅوي

پاکستان وایي طالبانو ته په کار ده چې د افغان سولې په پروسه کې ښکېل پاتې شي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، سره له دې چې د بهرنیو ځواکونو په وتلو کې ځنډ د لوجستیکي مسایلو له امله دی، نو طالبانو ته په کار ده چې نرمښت وښيي ځکه دوی خپلو موخو ته رسېدلي دي او بهرني ځواکونه د وتلو په حال کې دي. د قریشي … نور ولولئ