افغانستان

ولسمشر غني طالبانو ته: بهرنیان وځي اوس څوک وژنئ او څه له منځه وړئ

ولسمشر غني په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د ورځې ګڼ شمېر افغانان د طالبانو له لوري د ښخو شویو ماینونو د چاودنو په پایله کې خپل ژوند بایلي. نوموړي د اوبو او برېښنا اوونۍ پروګرام ته د خبرو پر مهال وویل چې کلونه مخکې نړیوال حرکت رامنځته شو چې د ماینونو له فرش کولو مخنیوی وشي؛ افغانستان دا هوکړه په ویاړ سره لاسلیک … نور ولولئ
نړۍ

اردوغان: امریکا دې د بل تر تورنولو مخکې خپل ګریوان ته سر ټیټ کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د امریکا ولسمشر جو بایډن ته په خطاب کې ویلي، مخکې له دې چې پر ترکیې د ډله ییزې وژنې تور پورې کړې په خپل ګریوان کې سر ښکته کړه. د اردوغان اشاره د امریکا د میلیونونو اصلي اوسېدونکو وژنې ته وه. اردوغان دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د تېرې یکشنبې په ورځ د یو رسمي بیان په خپرولو سره د لومړۍ … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزارت: افغانستان د کرونا له درېیمې خطرناکې څپې سره مخ دی

وروسته تر هغه چې په وروستیو څو ورځو کې په هېواد کې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر یو ځل بیا ډېر شوی دی د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي چې افغانستان د کرونا وبا له درېیمې څپې سره مخ دی. هغه ټینګار کړی چې د کرونا دویمه څپه تر اولې او درېیمه به یې تر دویمې هغې ډېره خطرناکه وي. نوموړي پر هېوادوالو غږ کړی دی چې روغتیایي سپارښتنو ته جدي … نور ولولئ
افغانستان

ملي امنیت ریاست: د داعش ډلې ډېری جنګیالي پاکستانیان دي

د هېواد د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج وایي چې په افغانستان کې د داعش ډلې فعالیتونه له جدي ننګونو سره مخ دي او په وینا یې دا ډله نه شي کولی چې په هېواد کې خپلې ریښې وغځوي. سراج زیاته کړې، چې د داعش ډلې ډېری جنګیالي پاکستانیان دي. د نوموړي په خبره، چې طالبان سولې ته هیڅ اراده نه لري او په بېلو پلمو د جګړې دوام ته زمینه برابروي. سراج … نور ولولئ
افغانستان

عمر داودزی: پاکستان پوهه شوی، چې امن افغانستان کې یې ګټې خوندي دي

د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزی وایي، چې پاکستاني پلاوي په کابل کې د خپل سفر په لړ کې له ګڼو افغان چارواکو سره کتلي دي. د هغه په خبره په دې سفر کې تر ډېره دواړو لورو د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. داودزی زیاتوي، چې افغان او پاکستاني لوري توافق کړی دی چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د اړیکو د رغولو … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: افغانستان کې د هر خطر پر وړاندې چمتوالی لرو

پنټاګون یو ځل بیا وایي، چې له افغانستان د سرتېرو د ایستلو پر مهال د هر ډول احتمالي ګواښ او خطر پر وړاندې تیاری لري. د پنټاګون ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا ددفاع وزارت پلانوونکو د ټولو هغه احتمالي خطرونو وړاندوینه کړې او پر وړاندې یې تیاری لري چې د طالبانو له لوري به د ځواکونو د ایستلو پر مهال پېښېږي. د هغه په خبره په منځني ختیځ کې یې … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: له هند سره دې له تګ راتګ ډډه وشي

بهرنیو چارو وزارت له هند سره پر تګ راتګ محدودیت وضع کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دا چې په هند کې د کرونا درېیمه څپه روانه ده او په دغه هېواد کې یې ناورین رامنځ ته کړی نو افغان وګړو ته په کار ده چې له دغه هېواد سره له غیر ضروري تګ راتګ ډډه وکړي. په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې له بهره هېواد … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: افغان لوري سره د سولې راتګ کې هر راز مرستې ته چمتو یوو

د افغانستان لپاره د پاکستان د ولسمشر ځانګړی استازی صادق خان په کابل کې دی او له ګڼو افغان چارواکو سره یې کتلي دي. نوموړي د ملي امنیت شورا له سلاکار حمدالله محب سره د لیدنې پر مهال ټینګار کړی چې له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکار دي. هغه همدا راز په دې لیدنه کې له افغانستان سره د سوداګریزو او ترانزیتي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي. ددې لیدنې لا ډېر … نور ولولئ
افغانستان

هریس: د سرتېرو د ایستلو پرېکړه له زړه ورتیا ډکه وه

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامیلا هریس د بايډن له پرېکړې ملاتړ کړی دی. نوموړې له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي دا د هغو کسانو له ډلې وه چې د سرتېرو د ایستلو په تړاو یې د بایډن د پرېکړې ملاتړ وکړ او خپل دې ملاتړ ته به ادامه ورکوي. د هرېس په خبره بایډن په خپله پرېکړه کې جدي دی او ارو مرو به له افغانستان خپل سرتېري وباسي. هغه همدا … نور ولولئ
افغانستان

هرات: په طالبانو د ځانمرګو بریدونو خپلې ډیپو چاودنه کړې

د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې پر طالبانو د ځانمرګو واسکټونو خپله ډيپو چاودلې ده. د هرات والي سید وحید قتالي ویلي، طالبان د پښتون زرغون ولسوالۍ اړوند مار آباد کلي په یوه جومات کې پر ماین جوړولو بوخت وو، چې خپل ماین پرې چاودنه کړې. د هغه په خبره یاده پېښه نن له غرمې وړاندې رامنځته شوې، چې پر مهال یې شل طالبان وژل شوي دي. په ورته وخت کې لغمان کې شل … نور ولولئ