افغانستان

کابل کې نننۍ چاودنې توند غبرګونونه راپارولي دي

ولسمشر غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې نننی برید په کلکو ټکو غندلی دی. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې ددې برید پړه پر وسله والو طالبانو اچول شوې ده او ولسمشر ویلي چې طالبان په دې ډول کړنو د سولې هڅې سبوتاژ کوي. نوموړي همدا راز دا برید بشر ضد جنایت یاد کړی او زیاته کړې یې ده چې طالبانو د قرآن عظیم الشان د نزول په … نور ولولئ
افغانستان

محب: د طالبانو ترمنځ اختلافات په بې ساري ډول سره ډیر شوي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې بهرني ځواکونه د یو میلیارد ډالرو په ارزښت خپل تجهیزات افغان دولت ته سپاري. نوموړي زیاته کړې، چې بهرني ځواکونه به تر وتلو وروسته خپل یو شمېر تجهیزات له منځه یوسي خو لویه برخه تجهیزات او وسایل به افغان دولت ته وسپاري. محب دغه راز ویلي، چې د طالبانو ترمنځ د واک پر سر خپلمنځي اختلافات دومره ډېر شوي چې ساری یې په تېرو شلو … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا خبرداری طالبانو ته؛ که سوله و نه کړئ، د جمهوریت غوښتونکو ترڅنګ درېږو

امریکا طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که سوله و نه کړي نو دوی به د جمهوریت غوښتونکو تر څنګ ودرېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې لپاره یې په نړیواله او سیمه ییزه کچه هڅې روانې دي خو طالبانو ته په کار د چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي. هغه په ټوېټ پیغامونو کې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: که د مشرانو نومونه مو له تور لیست وویستل شي، جګړه راکموو

د طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي چې مرکچي پلاوي یې د برلین په غونډه کې ګډون کړی دی او له نړیوالې ټولنې سره یې ژمنه کړې چې د خبریالانو خوندیتوب او سولې ته ژمن دي. ډاکټر نعیم په یوه ټوېټ پیغام کې دا هم ویلي چې دوی له هېواده د تللو افغان ځوانانو بېرته راتګ ته هم زمینه برابروي او په خبره یې تولو موسسو او په بشري برخه کې فعالو بنسټونو ته ډاډ … نور ولولئ
افغانستان

مارک میلي: امریکا به په نورو هېوادونو کې د افغان پوځ روزنې ته دوام ورکړي

امریکا ښايي له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له وتلو وروسته د یاد هېواد پوځ ته په نورو هېوادونو کې د روزنې مرکزونه پرانیزي. د امریکا لوی درستیز جنرال مارک میلي ویلي، چې امریکا نه غواړي د افغان پوځ ملاتړ څخه لاس واخلي؛ نو ځکه به یاد پوځ ته د ځینو چارو د سپارلو ترڅنګ په نورو هېوادونو کې د روزنې زمینه برابره کړي. نوموړي پنټاګون ته په یوه غونډه کې زیاته کړې، چې دا … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: نړیواله ټولنه باید نړۍ ته د طالبانو جنایت، قتل او وژنې تشریح کړي

ولسمشر غني په هېواد کې وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي، مدني ټولنه باید د طالبانو له لوري د قتل او وینې بهېدنې پر وړاندې دریځ ونیسي او نړیوالو ته د طالبانو جنایت، قتل او وژنې تشریح کړي. نوموړي په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ویلي چې د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمې ختمې شوې دي. هغه پر طالبانو غږ کړی دی چې باید له پاکستان سره خپلې اړیکې پرې کړي. … نور ولولئ
افغانستان

امریکا او بریتانیا: طالبان د حقایقو له برسېره کېدو سره مخالفت کوي

دغه دواړو هېوادونو په خپره کړې اعلامیه کې ویلي په داسې حال کې چې طالبانو جګړې شدیدې کړې دي اوس غواړي رسنۍ چوپ کړي او له بېلو لارو یې د دوی د چوپ کولو هڅه کړې ده. سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو دغه عمل په کلکو ټکو غندي او له یادې ډلې غواړي چې نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي. د امریکا سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې طالبانو تل حقایق نه دي … نور ولولئ
افغانستان

د خبریالانو د ملاتړ اداره: ښکېلې خواوې دې د خبریالانو له ګواښلو لاس واخلي

د افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ (نی) ویلي چې دوی د طالبانو او دغه راز د افغانستان د ملي امنیت له لوري د خبریالانو او رسنیو په اړه خپاره شویو وروسیتو ګواښونو اندېښمن کړي دي. یاد بنسټ زیاتوي، چې افغانستان کې ټولې رسنۍ د ژورنالیزم او د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې فعالیت کوي او د هیچا په ګټه او زیان یې تبلیغات نه دي کړي. د نی په خبره، پر یو مهال … نور ولولئ
افغانستان

رسنیو ته د طالبانو خبرداری؛ بې طرفه اوسئ، کنه راتلونکو اقداماتو مسوولیت به مو پر خپله غاړه وي

وسله والو طالبانو افغان رسنیو او خبریالانو ته خبرداری ورکړی دی چې که چېرته خپله بې طرفي ونه ساتي نو د دوی پر وړاندې د هر اقدام پړه به یې هم پر خپله غاړه وي. د یادې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې له څو ورځو راهیسي په یو شمېر رسنیو کې د حکومت د استخباراتي کړیو په اشاره د دوی پر ضد پروپاګند او یو اړخیز نشرات کېږي. نوموړي ویلي چې که خبریالان … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: افغان هوایي ځواکونه پر خپلو قراردادیانو تکیه دي

د امریکا دفاع وزارت وایي دمګړی افغان هوايي ځواک پر قراردادیانو متکي دی چې د سرتېرو له وتلو سره ښایي دا برخه یو څه کمزورې شي. د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویاند جان کربي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د افغان هوایي پوځ ډېره برخه چارې پر قراردادیانو متکي دي، چې تر وتلو وروسته دا برخه ښایي کمزوري شي خو بیا هم د امریکا ملاتړ له ځان سره لري. د هغه … نور ولولئ