افغانستان

بلېنکن او قریشي پر افغان سوله غږېدلي

د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره تلیفوني خبرې کړې دي. په دې تلیفوني خبرو کې پاکستان یو ځل بیا ټینګار کړی چې له افغان سولې سره بشپړې همکارۍ ته تیار دي او هڅه کوي په دغه پروسه کې رغنده رول ولوبوي. قریشي ویلي دوی ددې ملاتړي دي چې طالبان دایمي اوربند ته تیار شي او روانه جګړه د خبرو … نور ولولئ
افغانستان

دفاع وزارت: په درې ورځني اوربند کې ۵۱ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

دفاع وزرات وایي چې وسله والو طالبانو د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د اختر درې ورځنی اوربند نقض کړی او په یو شمېر سیمو کې یې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي دي. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي، چې د اختر په درېو ورځو کې د وسله والو طالبانو له لوري۲۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان شوي دي. دفاع وزارت همداراز د طالبانو د بریدونو پر وړاندې د … نور ولولئ
افغانستان

په ګڼو ولایتونو کې تر اوربند وروسته د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې شوې

د اوربند له پای ته رسېدو سره سم د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځ ترمنځ نښتې پیل شوې دي. د راپورونو له مخې په هلمند، کندوز او ځینو نورو سیمو کې طالبانو تهاجمي بریدونه پيل کړي چې د افغان ځواکونو له غبرګون سره مخ شوي او دواړو لورو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. ملي دفاع وزارت هم ددغه بریدونو د تایید تر څنګ پر طالبانو تور پورې کوي چې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: قومي مشران دې طالبان مجبور کړي، چې په لویه جرګه کې ګډون وکړي

ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې په پوره جرات جګړه ودروي او د سولې خبرو ته را مخ ته شي. ولسمشر تېره ورځ ناوخته په ارګ کې له قومي مشرانو او مخورو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې حکومت د جګړې ختمولو ته ژمن دی خو طالبانو تر اوسه سولې ته خپله ژمنتیا نه ده ثابته کړې. د نوموړي په خبره که طالبان په رښتیا د سولې غوښتونکي وي … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني:که د سولې په راتګ ډاډمن شم، د طالبانو ۷ زره زندانیان خوشي کوم

ولسمشر غني وایي که ډاډه شي چې د زندانیانو په خوشي کولو هېواد ته سوله راځي نو تیار دی چې د طالبانو اووه زره بندیان خوشي کړي. نوموړي له شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ویلي چې یوازینۍ هیله یې په افغانستان کې د سولې تامین او دلته د خلکو د خوښې وړ جمهوري نظام پایښت دی. دده په خبره هېڅ فشار او هېڅ زور ته به تسلیم نه شي او دا هېواد به … نور ولولئ
افغانستان

بلېنکن: موږ د افغانانو ترڅنګ ولاړ یوو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین له ولسمشر غني سره په یوه تلیفوني مکالمه کې ویلي چې دوی د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په بېلو برخو کې به خپلو مرستو ته ادامه ورکوي. نوموړي د بشري مرستو د دوام تر څنګ ویلي چې د افغان پوځ د پیاوړتیا او ملاتړ په برخه کې به هم ددوی همکارۍ دوام کوي. دواړو لورو همدا راز د سولې پر وروستیو پرمختګونو او د افغان … نور ولولئ
افغانستان

پوتین: د افغانستان پولې ته نږدې سرتېري ځای پر ځای کوو

روسیې او تاجکستان له افغانستان د پېښېدونکو ګواښونو په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان روسیې ته تللی و او له ویلادیمیر پوتین سره یې په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې تر ډېره ددې لیدنې تمرکز له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او په سیمه کې پر پېښېدونکي وضعیت و. روسیې له تاجکستان سره ژمنه کړې چې د هر … نور ولولئ
افغانستان

زلمی خلیلزاد: ټول اړخونه دې د لسیزو مخالفتونه یوه لوري ته کړي

په افغانستان کې دې ټول اړخونه د لسیزو مخالفتونه یوه لوري ته کړي او ددایمي سولې لپاره دې هوکړې ته سره ورسېږي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اختر په مناسبت په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده او ټولو اړخونو ته په کار ده چې ددغه جګړې د پای ته رسولو لپاره سره یو لاس … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان:سوله کې همکار یو، خو امریکا ته د هډو ورکولو لیوالتیا نه لرو

پاکستان وایي دوی یوازې د سولې په برخه کې له امریکا سره مرسته کوي او ددغه هېواد په بله هېڅ جګړه کې به ځان ښکېل نه کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا ته د نظامي اډو د جوړولو لپاره ځای نه ورکوي او په خبره یې له دغه هېواد سره په بله هېڅ جګړه کې مرسته نه کوي. قریشي وایي دا د پاکستاني حکومت … نور ولولئ
افغانستان

برېتانیا: د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د طالبانو جګړه توجیه نه لري

د برېتانیا د پوځ لوی درستیز له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې بهرني ځواکونه له افغانستان وځي او طالبانو ته په کار ده چې له جګړو لاس په سر شي. جنرال نیکلاس پاتریک کارتر وایي چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د طالبانو جګړه هېڅ راز توجیه نه لري او د افغانانو پر وړاندې جګړه ده، نو باید پای ته ورسېږي. نوموړي د خپلو خبرو په دوام … نور ولولئ