افغانستان

مذاکراتي پلاوی: طالبان د سولې هېڅ طرحه نه مني، جګړې ته لومړیتوب ورکوي

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي وایي طالبان لا هم د جګړو له لارې واک ته پر رسېدو ټینګار کوي. ددغه پلاوي غړی حفیظ منصور وایي طالبانو د راتلونکې حکومت د څرنګوالي په اړه ددوی یو وړاندیز هم نه دی منلی خو ټینګار کوي چې دوی د بشپړ اسلامي حکومت غوښتونکي دي. دده په خبره طالبان په دې باور دي چې د جګړو له لارې باید واک ته ورسېږي او وروسته تر هغې په … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان له حمدالله محب څخه افغان حکومت ته شکایت کړی

پاکستان د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د وروستیو څرګندونو په اړه افغان حکومت ته د خپلې خواشینۍ پیغام استولی دی. د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له دې وروسته له حمدالله محب سره ديپلوماتیکې او رسمي اړیکې نه پالي او په سیاسي پرېکړو کې یې حضور نه مني. پاکستاني لوري همدا راز د هغه خبرې د دولتونو ترمنځ د اړیکو د اصولو خلاف بللې دي. … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې د امریکايي ځواکونو کمپ دفاع وزارت ته وسپارل شو

له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو د وتلو سره هممهاله په کابل کې د نړیوالو ځواکونو، نوی کابل کمپ د ملي دفاع وزارت ته وسپارل شو. د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان ویلي، چې د دغه پوځي کمپ د سپارلو په مراسمو کې د دفاع وزارت مرستیال او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر هم ګډون درلود. د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، د غوڅ ملاتړ ماموریت له … نور ولولئ
افغانستان

د مصر لوی مفتي د افغان سولې په تړاو فتوا ورکړه

د حج او اوقاف وزارت وايي، د مصر لوی مفتي ‘شاوکي ابراهیم عبدالکریم اعلام’ په افغانستان کې د سولې په اړه فتوا صادره کړې ده. د دغه وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د مصر د ستر مفتي له قوله راغلي چې سوله د اسلام یو مهم اصل دی، خو په افغانستان کې سولې ته له دې سره سره لږ پام شوی چې په خپله اسلام سولې ته وايي. نوموړي همدا راز ویلي، … نور ولولئ
افغانستان

لویډ اسټين: له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل تر مهالوېش چټک دي

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټين کانګریس ته ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل تر مهالوېش چټک دي. د اسوشیټیدپرېس خبري آژانس د راپور له مخې، اسټین دا نه دي ویلي چې څومره امریکايي پوځیان له افغانستانه ایستل شوي دي. د امریکا د ولسمشر جو بایډن له اعلان سره سم، په پام کې ده چې ټول امریکايي پوځیان د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه ووځي خو د امریکا پوځي چارواکو ویلي چې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: د بهرنیو ځواکونو له وتلو اندېښنه نه لري

ولسمشر غني له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل یو نوی سیاسي څپرکی بللی او یو ځل بیا یې پر طالبانو غږ کړی چې د جګړې پر ځای په روغې جوړې فکر وکړي، نه د افغانانو پر وژنې. نوموړي ویلي دا مهال په افغانستان کې د کورنیو تضادونو ټول دلایل له منځه تللي او د بهرنیو ځواکونو وتلو ته اندېښنه نه لري. غني په ارګ کې د مسلکي تعلیماتو او لوړو زده کړو لسګونو پروژو پرانېستې … نور ولولئ
افغانستان

قریشي: افغانستان کې دننه او بهر ځينې کړۍ نه غواړي سوله راشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ادعا کړې چې د افغانستان د ننه او بهر یو شمېر عناصر شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله ټینګه شي. شاه محمود قریشي اروپایي پارلمان سره په یوه ویډیویې غونډه کې د دغو عناصرو د نوم له اخیستلو پرته وویل چې د دغو مخربو عناصرو د دسیسو څارنه باید وشي. نوموړي په دغه وینا کې د طالبانو په ګډون د افغانستان د جګړې د ټولو ښکېلو اړخونو … نور ولولئ
افغانستان

غني: افغانستان له دایمي ګټو پرته، دایمي دوست او دښمن نه لري

ولسمشر غني وایي، چې د امریکا تر وتلو وروسته د همکاریو د بڼې له بدلون پرته نور هیڅ هم تغیر نه کوي. نوموړي چې نن یې د (لوبې بدلون فرصت) تر عنوان لاندې یوې جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، ټول هغه امکانات او ملاتړ چې د امریکایي او ناټو ځواکونو له لوري برابرېده افغان ځواکونو ته د لېږد په حال کې دي نو د راتلونکي وضعیت په اړه اندېښنه په کار نه ده. … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د افغانستان په اړه اندېښنې لرو، خو لا مو ځواب ترلاسه کړی نه دی

د امریکا د کانګریس غړي وايي د بایډن ادارې د افغانستان په اړه ددوی اندېښنو ته هېڅ ځواب نه دی ویلی. د امریکا د کانګریس غړی جېم لانجېون وایي دوی بايډن ته د افغانستان په اړه یو لیک واستاوه، خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې خو تر دې دمه یې نه دی ځواب کړی. هغه د افغانستان په اړه د بايډن پرېکړه ناسمه بولي او په خبره یې دا اقدام به جګړه ختمه نه کړي. … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: سیاسي هوکړې له لارې جګړې ختمول غواړو او له سرتیرو وروسته هم همکاري غځوو

د سپینې ماڼۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر بایډن د ملي امنیت سلاکار له خپل افغان سیال حمد الله محب سره د هېواد پر روان وضعیت خبرې کړې دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې دواړو لورو پر دوه اړخیزو اړیکو او د سولې پر روان بهیر بحثونه لرلي دي. جک سلیوان ویلي دوی په افغانستان کې د یوې سیاسي هوکړې له لارې د روانې جګړې د ختمېدو ملاتړي دي. د هغه … نور ولولئ