افغانستان

د حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوي سبا سره ګوري

د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ خبرې بیا ځلې پيلېږي. د راپورونو له مخې د افغان حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوی به د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې سره ګوري او د سولې په ټپه ولاړې خبرې به بیا ځلې پیلېږي. سرچینو رسنیو ته ویلي چې په دې خبرو کې به تر ټولو مخکې د تاوتریخوالي پر کمېدو خبرې کېږي او پاکستان ددغه خبرو د بیا پیلېدو په برخه کې هڅې … نور ولولئ
افغانستان

یوناما: د سولې خبرو د پرمختګ لپاره دې افغان حکومت او طالبان تاوتریخوالی را کم کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) په افغانستان کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو پر تلفاتو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. یوناما د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د روانې اوونۍ په تېرو درې ورځو کې په هلمند، کندهار، ارزګان، سرپل، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د جګړو له امله ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي. راپور کې افغان امنیتي ځواکونه … نور ولولئ
افغانستان

اتمر، پاکستان ته: صادقانه او عملي همکاري راسره وکړئ

اکستان وایي، چې له افغان سولې سره بشپړه او صادقانه همکاري کوي. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د سولې ملاتړي دي او په هېڅ صورت نه غواړي چې څوک په زور او له نظامي لارو ځان واک ته ورسوي. منصور احمد خان زیاته کړې، چې افغان جګړه د خبرو له لارې پای … نور ولولئ
افغانستان

غني: تپل شوې جګړې د افغان ماشومانو ژوند تریخ کړی

پر افغانانو تحمیلي جګړې افغان ماشومان له خپلو اساسي حقونو محروم کړي دي. ولسمشر غني د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي افغان حکومت د ماشومانو د حقونو خودیتوب ته ژمن دی او دوی ته یې د ژوند د لومړنیو اسانتیاوو د برابرولو هڅې ډېرې کړې دي. دده په خبره په افغانستان کې روانې تحمیلي جګړې د ماشومانو ژوند تریخ کړی دی، دوی ته یې ګواښونه جوړ کړي او … نور ولولئ
افغانستان

د ناټو غړي نن د افغانستان په اړه غونډه کوي

د ناټو د غړو هېوادونو ددفاع او بهرنیو چارو وزیران نن د افغانستان په اړه خبرې کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي په دې غونډه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د سولې پر هڅو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغان پوځ پر ملاتړ او په یوه بل هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په اړه خبرې کېږي. هغه ویلي په افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

د بګرام اډه به په راتلونکو دوو اونیو کې افغان پوځ ته وسپارل شي

امریکا په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره نظامي اډه په دوو اونیو کې افغان پوځ ته سپاري. د راپورونو له مخې له تېرې دوشنبې ورځې راهیسې افغان پوځ ته د بګرام هوايي اډې د سپارلو لوجستیکي چارې پيل شوې دي. ټاکل شوې چې دغه اډه په راتلونکو دوو اونیو کې افغان پوځ ته وسپارل شي. په ملي دفاع وزارت کې هم یو شمېر سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې افغان ځواکونو ته د بګرام … نور ولولئ
افغانستان

وکیلان: د کرونا لپاره دې ښوونځي او پوهنتونونه نه تړل کېږي

د ولسي جرګې غړو د کرونا له امله د ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو پر رخصتولو غبرګون ښودلی دی. د ولسي جرګې ګڼو غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو پر مهال وویل چې کرونا یوازې په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې نه ده او حکومت ته نه ده په کار چې په دې حساسو شرایطو کې ورته اقدامات ترسره کړي. وکیلانو زیاته کړه چې په انلاین توګه د زده کړو کیفیت د … نور ولولئ
افغانستان

هند : په افغانستان کې ګټې لرو او ددغه ګټو د ساتنې غوښتنه کوو

د هندي رسنیو د راپور له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر په امریکا کې دی او هلته یې ددغه هېواد له بېلو لوړپوړو چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. نوموړي د امریکا ددفاع له وزیر سره هم کتلي دي او دوی ته یې واضح کړې چې هند په افغانستان کې اړیکې او ګټې لري او ددغه ګټو د ساتنې غوښتنه کوي. نوموړي همدا راز ډاډ ورکړی چې له افغان … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: موږ لومړی له پاکستان بیا له طالبانو سره سوله کوو

ولسمشر غني وایي افغانستان اوس په داسې یوه وضعیت کې دی چې لومړی باید له پاکستان او بیا له طالبانو سره سوله وکړي. نوموړي د لوبې بدلون تر عنوان لاندې یوه لکچر کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی خو د پاکستان په خبرو او عمل کې توپير دی. د هغه په وینا د افغانستان سوله د پاکستان په ګټه ده او که دغه هېواد خپلې خبرې او عمل … نور ولولئ
افغانستان

محب: پاکستان تر اوسه د رسمي اړیکو د نه پاللو خبره نه ده کړې

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، له نوموړي سره د پاکستان د رسمي اړیکو د نه پاللو په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، له پاکستانه د دا ډول غیر ډيپلوماټیک عمل تمه نه کیږي، تر اوسه پورې د پاکستاني حکومت له لوري افغان حکومت ته په دې اړه کوم رسمي څه نه دي رسېدلي. محب زیاته کړې، کله چې دا … نور ولولئ