افغانستان

توماس نیکولسن: د مذاکراتو او سولې لپاره ځانګړی شوی وخت په خلاصېدو دی

د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ددې اړتیا ده چې بین الافغاني مذاکرات چټک شي، ځکه په دې برخه کې ډېر ځنډ رامنځ ته شوی او ځانګړی شوی وخت هم مخ په خلاصېدو دی. د نیکولسن په وینا په مذاکراتو کې هېڅ راز پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی او طالبانو لا هم خپلې غوښتنې د مذاکراتو مېز ته نه دي راوړې. نوموړی … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو غزني کې د پوځ په لوا کې دننه یوه چورلکه ویشتې

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې طالبانو نن په دغه ولایت کې د پوځ په لوا کې دننه یوه چورلکه په نښه کړې ده. د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني ویلي چې دغه چورلکه یو ساعت وروسته تر هغه د طالبانو له لوري په توغندي وویشل شوه چې له کابل څخه یې یو شمېر امنیتي چارواکي غزني ته را رسولي وو. نوموړي زیاته کړې چې په دې پېښه کې ځاني … نور ولولئ
افغانستان

صالح: وروستیو کې مو کابل کې د ۹۰۰ ترهګریزو پېښو مخه نیولې

د ولسمشر لومړی مرستیال ادعا کوي چې په وروستیو کې یې په کابل کې د ۹۰۰ بریدونو او ترهګریزو پېښو مخه نیولې ده. نوموړي چې له اوږدې مودې وروسته یې یو ځل بیا د شپږنیمو جلسې راپور پر خپله فیسبوک پاڼه خپور کړی دی وايي، د کابل ښار د امنیت لپاره یې ټول تدابیر نیولې او دغه ښار یې له ګڼو ترهګریزو بریدونو ساتلی دی. د هغه په وینا په وروستیو کې یې په کابل … نور ولولئ
افغانستان

تر اوږده ځنډ وروسته؛ د مذاکراتي ټيمونو د تماس ډلو په دوحه کې سره لیدلي

په دوحه کې د حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو د تماس ګروپونو سره لیدلي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي چې د تماس ګروپونو د راتلونکو غونډو پر ترتیب او څرنګوالي خبرې کړې دي. نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو وایي چې د دواړو لورو ترمنځ اوږدې خبرې شوې دي. د تماس ګروپونه داسې مهال سره ویني چې په هېواد کې جګړه شدیده شوې ده خو … نور ولولئ
افغانستان

اردوغان: پاکستان به هم د کابل هوایي ډګر ساتلو کې دخیل کړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په بروکسل کې د ناټو له ځینو مشرانو سره تر لیدنې وروسته ویلي چې دوی په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر امنیت ساتلو ته چمتو دي خو په هغه صورت کې چې امریکا یې ملاتړ وکړي. نوموړي زیاته کړې، ترکیه په دې برخه کې د پاکستان او هنګري رول هم مهم بولي او که چېرته دوی افغانستان کې پاتې شي نو پاکستان به هم د دغه … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: د سولې کیلي په اسلام اباد نه، کابل کې ده

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د سولې کیلي په اسلام اباد نه، بلکې په کابل کې ده. کابلوف له دویچه ویله سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، په هغه صورت کې د افغان سولې کیلي په کابل ده چې افغان دولت له طالبانو سره اساسي مذاکرات پیل کړي. هغه دغه راز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت له ۹۰مې لسیزې سره پرتله کړی دی … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: طالبان د زور له لارې ځان واک ته نه شي رسولی

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په تازه مرکه کې ویلي دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او په ځلونو یې طالبانو ته دا واضح کړې چې واک ته د رسېدو او جګړو د ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې یوې پایلې ته رسول دي. د نوموړي په خبره که طالبان هڅه کوي چې د جګړو له لارې واک ته ورسېږي نو ښایي جګړه دوام وکړي او افغان ځواکونه … نور ولولئ
افغانستان

ناټو: د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په امنیت کې همکاري کوو

ناټو وايي په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په امنیت کې مرسته کوي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي ناټو په څلورو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. د هغه په خبره د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ تر څنګ د مهمو بنسټونو ساتلو کې هم ناټو سازمان د همکاریو دوام ته ژمن دی. د ناټو عمومي منشي وایي دوی په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي … نور ولولئ
افغانستان

جو بايډن: د سرتېرو تر ایستلو وروسته هم د افغانستان ملاتړي یو

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي ناټو او امریکا د سرتېرو تر ایستلو وروسته د افغانستان ملاتړ ته ژمن دي. جو بايډن د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو تر غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي د ناټو د غړو هېوادونو ترمنځ د افغانستان په اړه اجماع موجوده ده. د هغه په وینا ټولو لورو ټینګار کړی چې له افغانستان سره به په بشري، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې مرستو ته ادامه ورکوي او همدا راز … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د سرتېرو تر ایستلو وروسته د افغان پوځ هوايي ملاتړ نه کوو

امریکايي نظامي چارواکي وایي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته له افغان ځواکونو سره هوایي مرستې نه کېږي. د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي، د دوی نظامي تجهیزات ترمیموي، خو په هوایي برخه کې یې ملاتړ نه کوي. نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد عملیات هم محدودېږي او یوازې هغه وخت … نور ولولئ