افغانستان

امریکا پر طالبانو د تاوتریخوالي درولو غږ کړی

په کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پر طالبانو غږ کړی دی چې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او هر څه ژر د سولې خبرو ته راوګرځي. خبرپاڼه لیکي، په دې وروستیو کې د طالبانو له لوري تاوتریخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی چې په پایله کې یې د جګړې د دواړو غاړو ترڅنګ ولسي وګړي هم زیانمن شوي دي. خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې امریکا یو ځل بیا … نور ولولئ
افغانستان

عمران خان: پر طالبانو د فشار لپاره هیڅ وسیله په لاس کې نه لرو

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا ویلي چې په افغانستان کې د مداخلو پلوی نه دی. نوموړي د پارلمان یوې غونډې او په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې امریکا ترې غواړي څو د سولې په موخه پر طالبانو فشار راولي خو په وینا یې دوی ددې کار وړتیا نه لري. هغه ویلي په پاکستان کې یوازې د طالب مشرانو کورنۍ دي چې دوی یې د کورنۍ غړي نه شي زنداني … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: روان وضعیت دا برسېره کوي چې طالبان سولې ته ژمن نه دي

د امریکا ددفاع وزارت په افغانستان کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی. ددغه وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي د ټولو اړخونو تمه دا ده چې طالبان تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرو ته کېني. دده په وینا روان وضعیت دا شک رابرسېره کوي چې ګواکي طالبان سولې ته ژمن نه دي او هڅه کوي د زور له لارې ځان واک ته ورسوي. جان … نور ولولئ
افغانستان

عبدالله: جګړه دروازو ته رارسېدلې، چوپ پاتې کېدل جفا ده

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د دغې شورا د رهبرۍ شپږمې ناستې ته ویلي، چې جګړې د ښارونو تر دروازو رسېدلي دي، د خلکو سر او مال په خطر کې دی او په داسې وضعیت کې چوپ پاتې کېدل لازم نه دي. نوموړي زیاته کړې چې د افغان دولت د سولې غوښتنه په ټول قوت سره پر خپل ځای ده خو طالبان وخت ضایع کوي او د خبرو پر ځای جګړو ته … نور ولولئ
افغانستان

دانش: طالبان د وینو تږدي دي، د دیني عالمانو فتواوو ته نه ګوري

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي چې طالبان د وینو تږدي دي، ځکه خو د روانې جګړې د حرمت په اړه د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو فتواوو ته پام نه کوي. نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې د طالبانو هغو څرګندونو ته په اشارې چې ویلي یې دي راتلونکی نظام به ټولشموله وي وویل، د طالبانو پر دې څرګندونو یوازې هغه څوک غولېدای شي چې د دغې … نور ولولئ
افغانستان

ویلسن: نړۍ به په زور د طالبانو واک ته رسېدل ونه مني

په کابل کې د امریکایي سفارت شارژدافیر راس ویلسن یو ځل بیا په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي ځانګړې توګه د ملکي وګړو د تلفاتو پر زیاتوالي اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، د طالبانو له لوري وروستي بریدونه او د هدفي بریدونو دوام د منلو نه دی. ویلسن پر طالبانو غږ کړی دی چې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي. هغه څرګنده کړې، لکه څنګه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت … نور ولولئ
افغانستان

علي وزیر: د ظلم پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکوم

د پاکستاني پارلمان او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر ویلي چې که په زندان کې وي او که له زندانه بهر نو دی به د خپلو خلکو لپاره د حق غوښتنې چیغې وهي. نوموړي زیاته کړې چې تر څو پورې د پښتنو پر وړاندې ظلم او ناانصافي روانه وي، دی به هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي. علي وزیر چې په ضمانت له بنده را خوشې شوی دی پر یو سیاسي ګوند د … نور ولولئ
افغانستان

هند: افغانستان کې د روان امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن یو

د هند د ملي امنیت سلاکار د دفتر له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت د پېچلي کېدو په حال کې دی نو له همدې امله په دغه هېواد کې مېشتو هندي وګړو ته په کار ده چې ټولو تدابیرو ته پاملرنه وکړي. هندي حکومت دلته روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی او زیاتوي چې طالبان د خپل نفوذ د پراختیا په لټه کې دي او د … نور ولولئ
افغانستان

وحید عمر: افغانان پوهېږي چې د سولې مخه څوک نیسي

د ولسمشر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو سلاکار وحید عمر په هېواد کې روان تاتریخوالي ته په اشارې ویلي چې افغان دولت د سولې برخه کې پام وړ هڅې کړې دي او په وینا یې افغانان اوس په دې پوهېږي چې د سولې اصلي مانع څوک دي. نوموړي زیاته کړې، طالبان باید په دې پوه شي چې افغانستان تغیر کړی دی او یاده ډله په هیڅ ځای کې حاکمیت نه لري، حاکمیت خلکو ته د … نور ولولئ
افغانستان

صالح: نور به پوځي الوتکې د شخصي موخو لپاره نه کارول کېږي

د افغانستان حکومت د امنیتي ځواکونو الوتکو ته د غیر پوځي کسانو لاسرسی محدود کړ. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې دا کار طالبانو ته د ماتې ورکولو او د امنیتي او دفاعي قواوو د ملاتړ په هدف شوی دی. نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: “طالبانو ته د ماتې ورکولو او په بشپړ ډول د با وقاره او زړورو امنیتي او دفاعي قواو په واک کې د هوايي ځواک د ورکولو په هدف، … نور ولولئ