افغانستان

امریکا وایي، په کابل کې د سفارت د تړلو پلان نه لرو

امریکا وایي په کابل کې یې سفارت پرانیستی دی او پرانیستی به وي. په کابل کې د امریکا سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د ولسمشر بایډن له لارښوونې سره سم به امریکا په افغانستان کې خپل نظامي حضور ته د پای ټکی ږدي خو ديپلوماتیک حضور به یې ادامه ولري، څو یې له دې لارې د افغانستان له خلکو سره همکارۍ دوام پیدا کړي. امریکا وایي، په کابل کې د خپل سفارت د تړلو … نور ولولئ
افغانستان

صالح: طالبان پر افغانانو د حکومت کولو وړتیا نه لري

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي چې طالبان نه شي کولی په افغانستان واکمن شي او نه هم یاده ډله د حکومت کولو وړتیا لري. صالح څرګنده کړې چې دوی اوسمهال د یووالي لپاره یو لوی فرصت ګوري ځکه چې په خبره یې، د هېواد د هرې سیمې خلکو خپلو ځایونو ته د افغان ملي اردو او کمانډویانو د ورتګ غوښتنه کړې ده. بلخوا د جمعیت اسلامي ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود بیا وایي … نور ولولئ
افغانستان

قریشي: پر پاکستان د افغان چارواکو نیوکې د هغوی د تګلارو ناکامي ښیي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې افغان رسنۍ د اروپایي ټولنې په دروغو د پاکستان منفي تصویر خلکو ته وړاندې کوي. نوموړي د پاکستان له دولتي راډیو سره په تازه مرکه کې ویلي چې په سیمه کې هم ځینې رسنۍ شته چې غواړي پاکستان د ترهګرو ملاتړی معرفي کړي. قریشي دغه راز ویلي چې پر پاکستان د افغان چارواکو نیوکې د هغوی د ناکامو تګلارو ښکارندويي کوي. هغه څرګنده کړې … نور ولولئ
افغانستان

عبدالله: د دوحې مذاکرات پرمختګ نه لري

افغان حکومت وایي له طالبانو سره په خبرو کې کوم پرمختګ نه ترسترګو کېږي. د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د دوحې خبرې د پام وړ پرمختګ نه لري خو طالبانو جګړې شدیدې کړې دي. نوموړي له سي ان ان سره په خبرو کې منلې چې طالبانو ګڼې ولسوالۍ نیولې دي خو په وینا یې دغه ډله دومره پیاوړې نه ده چې حکومت سقوط کړي. … نور ولولئ
خوندیتوب

هېواد کې د ‘تور قارچ’ ناروغۍ درې پېښې ثبت شوي

روغتیا وزارت د کرونا وبا د مثبتو پېښو تر ډېرېدو وروسته اوس په افغانستان کې د ‘تور قارچ’ا ناروغۍ د پراخېدو خبر ورکوي. د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علي زی وايي، چې په ټول هېواد کې تر اوسه د ‘تور قارچ’ ناروغۍ درې مثبتې پېښې ثبت شوې. که څه هم دا ناروغي ساري نه ده، خو روغتیایي چارواکي یې په هېواد کې د چټک خپرېدو ته اندېښمن دي. د روغتیا سرپرست وزیر وحیدالله … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: تر راتلونکو دوو میاشتو خپل ټول سرتېري وباسو

امریکا غواړي خپل ټول سرتېري تر راتلونکو دوو میاشتو پورې له افغانستان څخه وباسي. راپورونه وایي چې د ټولو سرتېرو د وتلو د پای نېټه د راتلونکې اګسټ میاشت ټاکل شوې ده. د سپینې ماڼۍ ویاند جین ساکې رسنیو ته ویلي چې دوی په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو تر ټولو ستره اډه (بګرام) افغان ځواکونو ته سپارلې ده او ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو میاشتو ټول سرتېري له افغانستان څخه ووځي. نوموړې دا … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان په خپله خاوره کې د افغان طالبانو د ځپلو خبرداری ورکړی

د پاکستاني پارلمان غړو ویلي چې د دغه هېواد لوړپوړو پوځي چارواکو په پرونۍ غونډه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان طالبانو پر وړاندې د عملیاتو د پیلولو خبرداری ورکړی دی. یو شمېر پاکستاني قانون جوړونکو د نوم نه خپرېدو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه او د استخباراتو رییس ویلي چې ښایي په پاکستان کې د طالبانو د ځپلو مسئله سخت غبرګون هم ولري، نو پاکستان … نور ولولئ
افغانستان

د بګرام اډې ځينې برخې د خلکو له خوا لوټل شوې

د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د بګرام هوايي اډې ځینې برخې لوټل شوې دي. د بګرام ولسوال لالا شېرین رووفي ویلي، چې له دغې اډې د بهرنیو ځواکونو له وتو سره د سیمې یو شمېر خلک یاد میدان ته دننه شوي او ځيني وسایل یې وړي دي، خو امنیتي ځواکونو د هغو مخه نیولې او د دې موضوع په تړاو یې دوه تنه نیولي دي. د بګرام ولسوال په دې اړه چې خلکو څومره … نور ولولئ
افغانستان

حامد کرزی: امریکا په افغانستان کې ماتې وخوړه، چین دې د افغانستان او پاکستان اړیکې ورغوي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، امریکا په افغانستان کې ماته خوړلې او اوس دې له خپل مسوولیت تېښته نه کوي. کرزي له ګلوبل ټایمز سره په مرکه کې ویلي، چې افغانستان ته د امریکایي سرتیرو تر راتګ وروسته نه یوازې ترهګري له منځه نه ده تللې، بلکې په وینا یې جګړه پيچلې شوې او نوې ترهګرې ډلې رامنځ ته شوې دي. حامد کرزي ویلي، افغانستان کې د روان وضعیت د مهار لپاره د سترو قدرتونو … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: هېڅکله به د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد استعمال نشي

د پاکستان پارلمان ته د دغه هېواد د پوځ او استخباراتو له لوري د افغانستان پر روان وضعیت معلومات ورکړل شوي دي. په دغه غونډه کې د پارلمان غړو، وزیرانو، د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د پوځ ویاند په کې ګډون کړی و. د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال فیض د غونډې ګډونوالو ته ویلي، چې دوی په افغان سولې بهیر کې خپل رول لوبولی او خاوره به يې د افغانستان … نور ولولئ