افغانستان

طالبان امریکا ته؛ موږ په دوو اونیو کې ټول افغانستان نېولی شو

د طالبانو د قطر دفتر پلاوي شهاب الدین دلاور د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې وايي، که طالبان وغواړي دوو اونیو کې ټول افغانستان نېولی شي. ولسمشر بایډن پرون د خبریالانو دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا پر طالبانو باور لري او ایا دوی به واک ترلاسه کړي، وویل، نه! پر طالبانو باور نه لري، خو د درې سوه زرو په شمېر کې پر مجهزو افغان ځواکونو باور … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: افغان ځواکونه مدرنې وسلې او کافي پرسونل لري

د امریکا دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونه په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره د ښه هوايي ځواک په ګډون مدرنې وسلې، روزنه او کافي شمېر پرسونل لري. د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، پر دې سربېره امریکا به افغانستان ته نورې الوتکې ورکړي او د هغو ساتنې او لوژیستیک ملاتړ ته به دوام ورکري. کربي دا څرګندونې پرون ناوخته د افغانستان په اړه له خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې کړې دي. … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزارت په مشروط ډول د تعلیمي او تحصیلي مراکزو د پرانیستل کېدو خبر ورکړی

روغتیا وزارت په مشروط ډول د لوی اختر له څلورمې ورځې وروسته د تعلیمي او تحصیلي مرکزونو د پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد وزارت په خبره، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت سره په همغږي یې د تعلیمي او تحصیلي مراکزو د پرانیستې طرحه چمتو کړې ده. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په هغه صورت کې چې د کرونا وبا مثبتې پېښې مخ په ځوړ وي، اړونده مراکزو د کرونا … نور ولولئ
افغانستان

د تهران ناستې ګډه اعلامیه؛ دواړه لوري: جګړه د حل لار نه ده د سولې هڅې باید لا ګړندۍ شي

په ایران کې د افغان حکومت او طالب پلاوي ترمنځ ناسته په دوستانه فضا کې ترسره شوې ده او دواړو لوریو ویلي چې جګړه د هېواد او هېوادوالو په زیان ده. د تهران ناستې په ګډه اعلامیه کې چې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم خپره کړې ده راغلي، په دې ناسته کې دواړو لوریو ټینګار کړی دی چې جګړه د حل لار نه ده او د سولې لپاره روانې هلې ځلې باید … نور ولولئ
افغانستان

ایران: افغان مشران باید راتلونکو نسلونو ته با ثباته افغانستان جوړ کړي

افغانان د راتلونکو نسلونو لپاره د سوله ییز او با ثباته هېواد د جوړولو وړتیا لري. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په تهران کې له افغان سیاسیونو او طالب استازو سره تر کتنې وروسته په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې ایران د افغانستان د سولې په پروسه کې بشپړې همکارۍ ته تیار دی. د ظریف په خبره د امریکا د ناکامۍ له امله افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي خو ددې اړتیا … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: د جګړې د شدت په صورت کې چاته اجازه نه ورکوو چې له افغان خاورې را واوړي

پاکستان وایي پر ډیورنډ تدابیر سختوي او چا ته اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې دغه هېواد ته واوړي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، د هېواد پالیسي یې داسې ده چې د جګړو د شدت په صورت کې به افغانانو ته پاکستان ته د اوښتو اجازه ور نه کړي. دده په وینا امنیتي تدابیر ډېرېږي او هېچا ته به د تګ راتګ اجازه … نور ولولئ
افغانستان

د مرکزي اسیا هېوادونه: د سولې خبرې باید ژر تر ژره چټکې شي

د مرکزي اسیا هېوادونو په افغانستان کې د اوربند، مذاکراتو د چټکتیا او جګړو د درېدو غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو او ملګرو ملتونو استازو په یوه ګډه انلاین غونډه کې په هېواد کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی. ددغه هېوادونو دیپلوماتانو ویلي چې دوی په افغانستان کې له روان وضعیت اندېښنه لري او په دې باور دي چې جګړه د … نور ولولئ
افغانستان

سرګي لاوروف: شلو کلو کې نړیوالو د افغانستان د ثبات لپاره سم کار ونه کړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په افغانستان کې روان خراب امنیتي وضعیت ته په اشارې ویلي چې ښایي د دغه هېواد وضعیت نور هم پسې خراب شي. هغه زیاته کړې چې په دې صورت کې دوی د خپلو ملګرو هېوادونو د امنیت خوندیتوب ته چمتو دي او روسیه به په تاجکستان کې له خپلې پوځي اډې څخه کار واخلي څو په سیمه کې د خپلو ملګرو امنیت خوندي کړي. نوموړي نړیوال ملامت … نور ولولئ
افغانستان

شینواری: سختې شیبې دي خو ژر یرغل پیلوو او لاسته راوړنې راوړو

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ویاند اجمل عمر شینواري ویلي چې په دې وروستیو کې په هېواد کې امنیتي وضعیت د ډاډ وړ نه دی خو ټینګار کوي چې شاتګ د جګړې یو اصل دی او دې مسئلې ته دې افغانان هیڅ اندېښنه نه کوي. شینواري نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې خبرداری ورکړی دی چې که چېرته طالبان خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو سخت به وځپل شي. … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: موږ وځو، د افغانستان ساتنه د افغان ځواکونو مسوولیت دی

پنټاګون یو ځل بیا له افغان حکومت څخه په نوې بڼه پر ملاتړ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی د افغان ځواکونو د ظرفیت لوړولو لپاره ډېر وخت لګولی دی او اوس د همدې ځواکونو دنده چې له افغان خاورې او خپلو خلکو دفاع وکړي. د پنټاګون ویاند جان کربي ویلي، امریکا غواړي دا پیغام افغانانو ته ورسوي چې امریکا به په نوې بڼه له افغان حکومت او خلکو سره خپلو … نور ولولئ