افغانستان

نبیل: که صالح رښتیا وایي حکومت باید رسمي اعلامیه خپره کړي

د پاکستان په اړه د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح وروستیو څرګندونو ګڼ غبرګونونه پارولي دي. صالح تېره شپه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د پاکستان هوايي ځواک افغان پوځ او هوايي ځواکونو ته رسمآ اعلان کړی چې د سپین بولدک لاره کې د افغان طالبانو د شړلو لپاره هر ډول حرکت به يې د دوی له خوا له سخت غبرګون سره مخامخ شي. د صالح دې څرګندونو ته د ملي امنیت … نور ولولئ
افغانستان

صالح: طالبانو ته ځینې تسلیم شوي افغان پوځیان یې ونېول

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، یو شمېر افغان پوځیان چې طالبانو ته تسلیم شوي و او غوښتل یې پاکستان ته واوړي نیول شوي دي. صالح نن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې دغو افغان پوځیانو ته طالبانو خطونه/پارچې ورکړې وې چې وکولای شي پاکستان ته ولاړ شي. صالح دا ادعا هم کړې چې د پاکستان د کډوالۍ ادارې چارواکو له سرحدونو نیولي د ښارونو تر منځه چمتووالی نیولی چې د طالبانو دغه خطونه … نور ولولئ
افغانستان

محب: په دوحه کې له طالبانو سره خبرې به اوسني وضعیت ته تغیر ورکړي

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي چې طالبانو په دې وروستیو کې د دوی د تمې خلاف د ولسوالیو تر نیولو وروسته د سرحدونو د نیولو هڅه پیل کړې ده او په چټکۍ د دغې ډلې پرمختګ د حیرانۍ وړ دی. نوموړي د امریکا له ملي راډيو سره په تازه مرکه کې زیاته کړې چې طالبانو په دې وروستیو کې د یو شمېر سوداګریزو بندرونو په نیولو کې چټک عمل کړی دی. … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت: د جګړې له امله د انکشافي پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي

افغان حکومت وایي د جګړو له امله د لسګونه انکشافي پروژو کارونه په ټپه ولاړ دي. د افغان حکومت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د کمیسیون رییس او همدا راز د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړی نادر نادري وایي چې جګړو د افغان هرې برخې ته زیان اړولی دی. دده په وینا دمګړی په ټول هېواد کې د شاوخوا ۱۱۲ انکشافي پروژو کارونه د جګړو له امله ځنډېدلي دي او همدا راز لسګونه … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه ښکېلو لوریو ته: اوربند وکړئ، پرېږدئ افغانان د ارام ساه واخلي

افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونې د وروستیو راپورونو او په دغه هېواد کې د جګړو له امله د اغېزمن شویو کسانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې ده. یاد سازمان ویلي چې په پراخه کچه وژنو، ناسم چلن او تبعیض وېره او ناامني رامنځته کړې ده او د دغه ډول کړنو له ترسره کوونکو سره باید حساب کتاب وشي. دغه سازمان ویلي، د جګړې ښکېلې غاړې مکلفې دي چې د افغانانو وقار او بشري … نور ولولئ
افغانستان

عبدالله: که طالبان د جګړې له لارې هدف ته رسېدل غواړي؛ نو هېڅ ګټه به ونه کړي

د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې د جګړې دوام د خلکو د مصیبت او غم زیاتولو پرته د یو لوري په ګټه هم نه دی. نوموړي نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې یو ځل بیا طالبان ملامت کړل چې ګوندې تر اوسه پورې پر اساسي مسائلو خبرو ته نه دي چمتو شوي. عبدالله ټینګار کړی دی چې په هر ډول شرایطو کې به د سولې دروازې خلاصې … نور ولولئ
افغانستان

اتمر قریشي ته: د طالبانو له ملاتړ تېر شئ، هغوی خبرو ته وهڅوئ

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر له خپل پاکستاني سیال سره لیدنه کې ویلي چې پاکستان دې د طالبانو پناه ځایونه او مالي مرستې بندې کړي او دغه ډله دې د سولې جدي خبرو ته وهڅوي. د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، اتمر نن د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې له محمود قریشي سره لیدلي دي. اتمر دغه راز ویلي چې د افغان سولې خبرو د بریا لپاره سیمه ییز او نړیوال ملاتړ … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: که د کابل هوایي ډګر د ترکیي پوځ ته وسپارل شو، جهاد پرې پیلوو

طالبانو پرون سې شنبه خبرداری ورکړ که ترکیه په افغانستان کې خپل د شتون موده وغځوي، نو دوی به ترکي عسکرو ته د “اشغالگرو” په سترګه وګوري او په ضد به یې “جهاد” وکړي. طالبانو پخپل یو تازه بیان کې ویلي: “زمونږ په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل هغه که د هر هېود او تر هر نامه لاندې چې وي، اشغال دی”. طالبانو زیاته کړې: “د اشغال دوام به د ترکيې د چارواکو … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د سرتېرو د ایستلو لړۍ ۹۵ سلنه بشپړه شوې

امریکا وايي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده. د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ په یوه اعلامیه کې راغلي چې دوی له افغانستان د سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکړې ده او دمګړی د وتلو پروسه ۹۵ سلنه بشپړه شوې ده. سرچینه وړاندې لیکي، چې دوی ۹۸۴ پروازونو کې خپل سرتېري او زرګونه قلم تجهیزات ایستلي دي او تر څنګ یې په افغانستان کې شاوخوا ۱۷ زره قلمه توکي … نور ولولئ
افغانستان

محسن داوړ: که طالبان هوښیار دي نو پاکستان دې ورته واک وسپاري

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي محسن داوړ ویلي، چې پاکستان د خپلو تېرو تګلارو نه څه زدکړه نه ده کړې او اوس هم افغانستان کې خپل پردى کوي او طالبانو ته په نورو ډلو ارزښت ورکوي. محسن داوړ پرون ورځ د پارلمان غونډې ته خپله وینا کې ویلي که پاکستان افغان طالبان دومره هوښياره او ځېرک ګڼي نو پکار ده چې د پاکستان واک هم هغوی ته ور وسپاري. محسن داوړ دا خبرې د … نور ولولئ