افغانستان

د #SanctionPakistan تر عنوان لاندې؛ د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو د پاکستان ضد پراخ کمپاین پیل کړی

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو د پاکستان پر ضد پراخ کمپاین پیل کړی دی. دوی د (پاکستان تحریم کړئ) هشټګ په کارولو سره له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي، چې پاکستان په افغان چارو کې له منفي لاسوهنو راوګرځوي. تر اوسه پورې دا هشټګ یوازې پر فیسبوک ۱۰۰ زره ځله کارول شوی دی. په افغانستان کې د ننه او د کرښې پورې غاړې ته مېشتو افغانانو د افغانستان د اوسني بحران لامل پاکستان بللی دی او … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: موږ افغان حکومت سره کوم تړون نه دی لاسلیک کړی، امریکا دې مداخله نه کوي

د افغانستان د یو شمېر ولایتونو د مرکزونو د نیولو په موخه د طالبانو د بریدونو له پیل سره هممهاله امریکا د افغان ځواکونو په ملاتړ د دغې ډلې د جنګیالیو پر ضد هوایي بریدونه پیل کړي دي، طالبانو د امریکا دا کار په افغان چارو کې لاسوهنه بللې او زیاته کړې یې ده چې دوی له افغان حکومت سره د اوربند کوم تړون نه دی لاسلیک کړی نو امریکا دې مداخله نه کوي. رویټرز … نور ولولئ
کرونا

سعودي عربستان: د پاکستان په ګډون د ۳۳ هېوادونو وګړو ته عمرې ته د راتګ اجازه نشته

سعودي عربستان د پاکستان په ګډون د ۳۳ هېوادونو وګړو ته د عمرې په مراسمو کې د ګډون اجازه نه ورکوي. پرون سعودي عربستان اعلان وکړ چې له دې وروسته د نړۍ مسلمانان کولی شي د عمرې د ادا کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه وسپاري؛ خو د تازه معلوماتو له مخې سعودي عربستان د ۳۳ هېوادونو پر وګړو په دغه مراسمو کې د ګډون بندیز لګولی دی. په دې هېوادونو کې ترکیه، پاکستان، امریکا او ځینې … نور ولولئ
افغانستان

افغان حکومت: د طالبانو اصلي مرکزونو ته د نړیوالو پام را اړوو

افغان حکومت وايي هڅه کوي د طالبانو اصلي مرکزونو ته د نړیوالو پام راواړوي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي په تازه مرکه کې ویلي، چې دوی د نړیوالو قطعنامو په پام کې نیولو سره له ملګرو ملتونو او امنیت شورا غوښتي، چې د طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي او ددغه ډلې وروستي ورانکاره فعالیتونه وڅاري. دده په خبره طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی نو له همدې … نور ولولئ
افغانستان

د جو بایډن تر اعلان وروسته؛ د امریکا بي ۵۲ الوتکو شبرغان کې پر طالبانو بریدونه کړي

د بایډن تر اعلان وروسته د امریکا بي ۵۲ جنګي الوتکو د افغانستان په ځینو برخو کې هوایي بریدونه کړي دي. د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې دغه الوتکو تېره ورځ ناوخته د جوزجان په مرکز شبرغان کې د طالبانو پر یوه ګروپ هوایي بریدونه کړي دي. ملي دفاع وزارت ادعا کوي چې په دې برید کې شاوخوا ۵۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا په ولسي جرګه کې د جوزجان د … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: مونږ زیات خواشیني یو؛ امنیت شورا موږ ته په کمه سترګه وکتل

پاکستان وایي دوی له افغان سولې سره رښتینې دي او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر دوی لګول شوي تورونه بېځایه دي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم وایي، چې هند د افغانستان په اړه د امنیت شورا په جوړه شوې غونډه کې پاکستان ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې او دوی په دې اړه شکایت لري. افغانستان، هند، ناروې او استونیا د دې غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې … نور ولولئ
افغانستان

د پښتنو قامي جرګه: پاکستان نه زرګونو وسله وال افغان جګړې ته روان دي

د پېښور په چارسده کې د پښتنو سیاستوالو له لوري په جوړه شوې غونډه کې د افغانستان په اړه د پاکستان پر تګلاره توندې نیوکې شوې دي او زیاته شوې چې له پاکستانه په زرګونو وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره روان دي او پاکستان یې مخنیوی نه کوي. دغې جرګې ته د ملي عوامي ګوند مشر ایمل ولي خان ویلي، چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او پاکستان باید د دغه هېواد په … نور ولولئ
افغانستان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا: د خبرو له لارې دې افغانستان له پېښدونکي ناورین وژغورل شي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی. تېره ورځ ناوخته د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې غونډه جوړه شوې وه، چې دې غونډې ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې ویناوې وکړې. د یونما مشرې د خپلو خبرو په دوام وویل، چې … نور ولولئ
افغانستان

ایران: د جمهوریت او د تېرو لاسته راوړنو خوندیتوب غواړو

ولسمشر غني چې په یو ورځني رسمي سفر د ایران پلازمېنې تهران ته تللی دی نن یې د دغه هېواد له نوي ولسمشر ابراهیم رییسي سره لیدلي دي. د ارګ د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی. د ایران ولسمشر ویلي، چې دوی د افغان دولت ملاتړ کوي او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړي کېدو برخه کې … نور ولولئ
افغانستان

برښنا شرکت: په دوو میاشتو کې مو یو میلیارد افغانۍ عواید له لاسه ورکړي

برښنا شرکت وایي، چې په ځينو ولایتونو کې د جګړې د زیاتوالي له کبله د شاوخوا ۱۰۴ زره پیریودونکو څخه د برښنا د لګښت پیسې نه ‌دي راټولې شوې. د افغانستان د برښنا شرکت په خبره له ۱۵ کلونو راهیسې یې، د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې څه باندې ۳۳۰ میلیونه افغانۍ عواید له لاسه ورکول؛ خو اوس له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو له لوري د څه باندې ۲۰۰ ولسوالیو د مرکزونو له … نور ولولئ