افغانستان

ایران: د افغانستان وضعیت په هوښیارۍ څارو

د ایران ولسمشر پر افغانستان د طالبانو ولکې ته په غبرګون کي ویلي، چې له دغه فرصته باید د افغانستان د امن، تلپاتې سولې او ثبات لپاره ګټه واخیستل شي. ابراهیم رییسي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په ټلفوني خبرو کې زیاته کړې، چې د امریکا له نظامي ماتې څخه باید په افغانستان کې د ژوند د ښه والي، امنیت، پایدارې سولې او ثبات لپاره کار واخیستل شي. هغه څرګنده … نور ولولئ
افغانستان

د م، م امنیت شورا؛ د افغانستان په اړه ځانګړې ناسته جوړوي

ملګري ملتونه وایي، چې نن دوشنبه به د افغانستان په اړه بېړنۍ ناسته راوبولي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان وضعیت ته اندېښمن دی، خو د ځینو هېوادونو په غوښتنه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړې ناسته راوبولي څو ددغه هېواد وضعیت و ارزوي. ګوتریش له طالبانو غوښتي، چې له زغم کار واخلي، بشري حقونو ته درناوی وکړي، د خلکو د سر او مال … نور ولولئ
افغانستان

انتونیو ګوتریش: د حملو او بریدونو نه، بلکې د خبرو او سولې وخت دی

ملګري ملتونه وایي د بریدونو د درولو وخت دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې په افغانستان کې پر ښارونو بریدونه ناورین زېږولی شي نو له همدې امله ټولو اړخونو ته په کار ده چې په ښارونو او د عامو وګړو په سیمو کې له نښتو او جګړو ډډه وکړي. دده په خبره ددې جدي اړتیا ده چې بریدونه ودرول شي او مذاکرات … نور ولولئ
افغانستان

امریکايي سناتور: د خلیلزاد ستراتیژي ناکامه وه باید استعفا ورکړي

امریکایي قانون جوړونکی مایک والټز وایي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد باید استعفا ورکړي. والټز ویلي خلیلزاد ځکه باید استعفا ورکړي، چې د مذاکراتو لپاره د هغه ستراتیژي ناکامه وه. زلمی خلیلزاد د امریکا د پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت پرمهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو. د بایډن په مشرۍ د حکومت په رامنځ ته کېدو سره ښاغلی خلیلزاد … نور ولولئ
افغانستان

امریکايي چارواکو له ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې کړې دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او دفاع وزیر لوید آسټین له ولسمشر غني‌ سره ټلیفوني خبرې کړې دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس ویلي د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو له ولسمشر غني سره په دې ټلفوني اړیکه کې ټینګار کړی چې واشنګټن به د طالبانو د تاوتریخوالو په وړاندې د افغانستان د امنیت او ثبات په برخه کې له افغانستان سره ودریږي. د امریکا د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا او بریټانیا افغانستان ته زرګونه سرتېري را لیږي

امریکایي او بریټانوي چارواکو اعلان کړی، چې په افغانستان کې د خپلو پاتې اتباعو د ایستلو لپاره به په موقت ډول دې هېواد ته پوځیان استوي. د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي وویل،‌ په راتلونکو ساعتونو کې به ۳ زره امریکایي پوځیان د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر ته ورسېږي. د نوموړي په وینا، د دې پوځیانو دنده دا ده چې له افغانستانه د امریکا غیر پوځي کارکوونکو او د سفارت د عملې په … نور ولولئ
افغانستان

المان: که چېرته طالبان واک ته رسېږي؛ نو موږ به یو سینټ هم ورته ونه لیږو

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په یوه تازه مرکه کې ویلي، طالبان په دې پوهېږي چې د افغانستان تکیه پر نړیوالو مرستو ده او په خبره یې که چېرته طالبان واک ته ورسېږي؛ نو المان به یو سینټ هم دغه هېواد ته ونه لېږي. د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، هایکو ماس څرګنده کړې چې هېواد یې له افغانستان سره په کال کې د ۳۴۰ ميليونه یورو مالي مرستې په … نور ولولئ
افغانستان

دفاع وزارت: د کابل امنیت ته هیڅ ګواښ متوجه نه دی

وروسته تر هغه چې پنټاګون له یوې تر درېیو میاشتو پورې د طالبانو لاس ته د کابل د لوېدو راپور ورکړ، دفاع وزارت وایي چې دا ډول څرګندونې په هیڅ صورت د منلو نه دي او طالبان نه شي کولی چې کابل ښار امنیت ته ګواښ پېښ کړي. د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي، لکه څنګه چې رویټرز راپور ورکړی دی وضعیت هماغسې نه دی. د نوموړي په وینا، افغان ملي امنیتي او … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک ټایمز: ښایي امریکایي ځواکونه بېرته افغانستان ته راوګرځي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د طالبانو وروستي چټک پرمختګ ته په اشارې ویلي، چې ښایي په دغه هېواد کې د عراق تجربه تکرار شي. د ورځپاڼې په خبره، طالبان په ډېرې چټکۍ د پرمختګ په حال کې دي او دا چاره ښایي د دې باعث شي، چې امریکایي ځواکونه بېرته دغه هېواد ته ستانه شي. ورځپاڼه وړاندې لیکي، چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته هم ورته پېښه … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان د راتلونکې مسوولیت یې د مشرانو په غاړه دی

امریکا وایي د افغانستان د راتلونکې مسوولیت ددغه هېواد مشرانو او رهبرانو پر غاړه دی. د سپينې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی له افغان حکومت سره هر ډول مرسته کړې ده، دغه هېواد منظم پولیس او اردو لري؛ خو دا چې د هېواد راتلونکې ته څه پېښېږي ددغه هېواد په رهبرانو او ولسمشر پورې اړه لري. د نوموړې په خبره د افغان مشرانو مسوولیت … نور ولولئ