افغانستان

یونان له ترکیې سره خپله ګډه پوله وتړله

رویټرز اژانس په یو راپور کې ویلي، چې یونان له ترکیې سره خپله ۴۰ کیلومتره اوږده پوله تړلې ده. یوناني چارواکو رویټرز ته ویلي چې دوی پر دغه پوله دېوال وهلی او ټینګار یې کړی دی چې له دې وروسته به هیڅ غیر قانوني کډوال ته له دغې لارې د تېرېدو اجازه ورنه کړي. یاد چارواکي څرګنده کړې، دوی له افغانستان څخه د کډوالو د سیلاب ورماتېدو ته اندېښمن دي او د همدې تشویشونو پر … نور ولولئ
افغانستان

سلام ضعیف: طالبان به نظامي کسان بیرته خپلو دندو ته راوغواړي

پخوانی طالب چارواکی ملا عبدالسلام ضعیف وايي، د پاشل شوي افغان امنیتي ځواکونو د بېرته رغولو او را غوښتلو شونتیا شتون لري. سلام ضعیف وايي، د يو هېواد لپاره د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو شتون اړين دى او طالبان ورسره ستونزه نه لري. هغه وویل د پاشل شوي افغان ځواک ټول معلومات شته او دا د يو مملکت لپاره ضروري ده چې امنیتي ځواکونه ولري. د ده په خبره طالبانو چې ملکي مامورين خپلو … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو په کابل کې د ملي او شمشاد ټلویزیون خبریالان وهلي

وسله والو طالبانو په کابل کې هغه خبریالان وهلي، چې د خپلواکۍ ورځې د لمانځنې په موخه د ښاریانو د راټولېدنې خبري پوښښ لپاره ورغلي وو. د ملي راډیو ټلویزون خبریال سیدعمر سهار د هندوستان له ZeeNews تلویزون سره په مرکه کې وویل، چې طالبانو ورسره بده رویه کړې، کمره مېن یې وهلی، د مرګ ګواښونه ورته شوي او کمره یې ترې اخیستې ده. نوموړي زیاته کړې، چې د طالبانو دا چلند یې غږ نه … نور ولولئ
افغانستان

جوبایډن او امنیتي ټیم یې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه مرستیالې د خپل ملي امنیت له ټیم سره په کتنه کې په افغانستان کې د امریکا د امنیتي، دپلوماتیک او استخباراتي هڅو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي دي. دوی همداشان په کابل کې د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې په عملیاتو خبرې کړې دي چې د امریکا د دفاع وزارت د هڅو په پایله کې اوس فعال او امن شوی دی. د امریکا د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان میلیونونه ډالر یې کنګل کړې دي

د امریکا د مالیې وزارت وایي دوی نه غواړي چې طالبان د پیسو په نړیوال صندوق کې د افغانستان میلیونونه ډالرو ته لاسرسی ولري. د امریکا مالیې وزارت ویلي دوی په دغه صندوق کې د افغانستان د ۴۴۰ میلیونه ډالر مالي پانګه کنګل کړې ده. امریکا وایي د وضعیت د نامعلوموالي له امله یې دغه شتمنۍ کنګل کړې دي. امریکا تر دې وړاندې هم ویلي چې په امریکايي بانکونو کې د افغانستان شتمنۍ کنګل کوي، … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: طالبان باید ضمانت ورکړي چې د مېرمنو حقونه خوندي کوي

امریکا وایي طالبان باید دا ضمانت ورکړي چې په افغانستان کې د مېرمنو او نجونو حقونو ته درناوی کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي دوی د طالبانو ټولې کړنې له نږدې څاري. هغه زیاته کړې طالبان او د امریکا نړیوال متحدین باید دا ضمانت ورکړي، چې دغه ډله د مېرمنو ټولو حقونو ته درناوی کوي او پر خپلو ژمنو عمل کوي. بلینکن دغه راز وایي، چې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: زما د وژلو پلان جوړ شوی و، د ډاکټر نجیب سناریو تکراریده

ولسمشر محمد اشرف غني نن شپه له اماراتو څخه په خپل ویدیویي پیغام کې وویل، چې له هیواد نه دی تښتیدلی او نه نیت لري چې وتښتي او یا چیرته پناه واخلي. نوموړي وویل، چې د عزت له مرګ یې ویره نه لرله؛ خو نه مې غوښتل، چې کابل کې دې د خلکو وینه تویه شي. د هغه په وینا: “د تیرې یکشنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې د خپل عادي کاري … نور ولولئ
افغانستان

برېټانیا او امریکا د افغانستان په اړه د جي اووه غونډه رابولي

د راپورونو له مخې د برېتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون، د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره تلیفوني خبرې کړې دي او په افغانستان کې یې پر روان وضعیت بحثونه ورسره کړي دي. دواړو هېوادونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې به وضعیت له نږدې څاري او ډېر ژر به په مجازي توګه د جي اووه هېوادونو د مشرانو غونډه راوبولي. برېټانیا داسې مهال دغه اقدام کوي، چې دمګړی په افغانستان کې واک له طالبانو … نور ولولئ
افغانستان

امریکايي سناتوران: له بایډن د افغانستان په اړه پوښتنې ګروېږنې کوو

امریکايي سناتوران وایي د افغانستان په اړه د بایډن پرېکړې او پالیسي په هر اړخیزه توګه څېړي. د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیسیون مشر باب منندز په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې د افغانستان د وضعیت مسوولین د امریکا اوسني چارواکي دي. دده په وینا د امریکا حکومت په تېر شل کلن ماموریت کې تل په خپلسرې توګه پرېکړې کړې او تګلارې یې جوړې کړې دي چې … نور ولولئ
افغانستان

صالح: د افغانستان سرپرست ولسمشر یم 

د ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د اساسي ‌قانون په اساس هغه د هېواد سرپرست ولسمشر دی او چارې به په مخ وړي. ښاغلي صالح نن سه شنبه په خپل ټویټر لیکلي، چې قانون د ولسمشر په غیابت کې هغه سرپرست ټاکلی دی. نوموړی زیاتوي: «د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون د صریح حکم په اساس، د جمهور رئیس د فرار، غیابت او مرګ په صورت کې لومړی … نور ولولئ