افغانستان

د امریکا جمهوري غوښتونکي: تر ټاکلې نیټې د ټولو ځواکونو وتل ناممکن دي

د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند ځینې غړو یوې خبري ناستې ته ویلي چې له افغانستان څخه تر ټاکلې نیټې پورې د ځواکونو او همکارانو د ایستلو لړۍ بشپړېدل ناممکن دي. دوی د امریکا له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دا مسئله جدي ونیسي او هر څه ژر پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي. دوی زیاته کړې چې امریکا په دې مسئله کې د چا مشورې او موافقې ته اړتیا نه لري او که چېرته … نور ولولئ
افغانستان

بایډن: څومره ژر چې له افغانستان ووځو دومره ښه ده

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي د روانې میاشتې تر پایه به د تخلیې ماموریت پای ته ورسوي. د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې لټه کې و، چې له افغانستان د امریکايي وګړو او سرتېرو د ایستلو ماموریت وغځوي؛ خو طالبانو د نوموړي له دې غوښتنې سره مخالفت کړی دی. هغه په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل چې تر ممکنه حده به ژر له افغانستان د خپلو سرتېرو او وګړو … نور ولولئ
افغانستان

مجاهد: ترکي سرتېرو ته اړتیا نشته، حضور یې نه منو

د طالبانو د فرهنګي کمیسیون مشر او ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دوی ترکیې ته د دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي چې پیاوړې اړیکې ورسره ولري؛ خو د دغه هېواد پوځي حضور نشي منلی. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې دغه راز وویل چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د ملا تېر دی او دوی غواړي چې افغانستان یوه قوي اردو ولري نو د وضعیت … نور ولولئ
افغانستان

چين: افغانستان یو خپلواک هېواد دی، امریکا باید محتاطه اوسي

د چین بهرنیو چارو وزارت وایي چې افغانستان یو خپلواک او حاکمیت لرونکی هېواد دی، امریکا او ملګري هېوادنه یې باید د دغه هېواد له تاریخ څخه په زده کړې د افغانستان د مسئلې په اړه پر خپلو ناوړه کړنو له سره کتنه وکړي او باید ډېر محتاط عمل وکړي. د چین نړیوالې راډیو د وانګ ون بين له قوله ویلي، د اوو هېوادونو ډله به د اګسټ پر ۲۴مه د افغانستان د مسئلې په … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: د نجونو او هلکانو له تعلیمي بهیر سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوو

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې په تعلیمي برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته ژمن دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږې کوونکې ادارې مشر او دغه راز په کابل کې د یونسیف مشر د طالبانو د تعلیمي کمیسیون له غړو سره کتلي دي. یونما په خپره کړې اعلامیه کې وایي چې په دې لیدنه کې د نجونو او هلکانو د ښوونځیو پر اوسني وضعیت او په دې برخه … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: تر اړتیا پرته افغانستان کې د یوې دقیقې پاتې کېدو شوقیان نه یو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي تر دې دمه یې زرګونه کسان له افغانستان ایستلي دي. ددغه وزارت د ویاند په خبره دوی د اګسټ له ۱۴مې تر دې دمه له افغانستان ۳۷ زره کسان لېږدولي دي. نېډ پرایس وایي چې په وروستیو ورځو کې د تخلیې ماموریت یو څه منظم شوی دی او سلګونه الوتکې په دې ماموریت کې برخه اخلي. هغه زیاتوي چې د لېږد او تخلییې ماموریت به نور هم چټک … نور ولولئ
افغانستان

بایډن د ملي امنیت له ټیم سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د بایډن د ملي امنیت له ټیم سره په افغانستان کې د ترهګرۍ پر احتمالي ګواښونو خبرې کړې دي. سپینه ماڼۍ وایي چې بايډن د ملي امنیت له ډلې سره کتلي دي او په هغه کې یې په افغانستان کې پر روان وضعیت مهمې خبرې کړې دي. تر ډېره خبرې په دې شوې دي چې په افغانستان کې د کشمکشونو د ختمولو لپاره باید خبرې ادامه پیدا کړي او دغه راز یې په دې هېواد … نور ولولئ
افغانستان

د کابل هوايي ډګر کې د ګڼې ګوڼې له امله درې کسان وژل شوي

په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر سره د ګڼه ګوڼې له امله شاوخوا درې کسان وژل شوي دي. سکای نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې دغه کسان د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله تر پښو لاندې شوي دي او ګڼ نور ټپیان هم دي. په راپورونو کې راځي چې په کابل کې د هوايي ډګر شاوخوا ته زرګونه کسان راټول شوي دي او هڅه کوي ددغه ډګر له لارې بهرنیو … نور ولولئ
افغانستان

د پاکستاني طالبانو یو مشر: اوس د پاکستان وار دی چې نا مسلمانه رژیم ته یې بدلون ورکړو

د پاکستاني طالبانو یو مشر مولوي فقیر محمد په افغانستان کې د طالبانو پر بریالي کېدو خوښي څرګنده کړې ده. فقیر محمد له زندانه تر خوشې کېدو وروسته خپلو پلویانو ته لومړنۍ وینا کې ویلي، دا انصاف نه دی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د رامنځته شوي شرعي نظام پلوي کوي خو په پاکستان کې دې نامسلمانه رژیم حاکم وي. هغه خپلو وسله والو ته ویلي، اوس وخت دی چې په پاکستان … نور ولولئ
افغانستان

ناټو:د ټولې نړۍ سترګې هغو ته دي، چې په افغانستان واکمن دي

د ناټو عمومي منشي د افغانستان په اړه د دغه سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو تر ویډیویي کنفرانس وروسته یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په یاده غونډه کې تر ډېره له افغانستان څخه د هغو افغانانو پر ایستلو بحث شوی دی چې غواړي ووځي. سټولټنبرګ زیاته کړې چې د ټولې نړۍ سترګې هغو کسانو ته دي چې پر افغانستان واکمن دي. هغه د خپلو خبرو پر دوام ټینګار کړی دی … نور ولولئ