افغانستان

ایټالیا د طالبانو پر ضد د بندیزونو مخالفت کړی

ماساجرو ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي د افغانستان په اړه د جي اووه هېوادونو په بېړنۍ ناسته کې پر طالبانو د بندیزونو د لګول کېدو مخالفت کړی دی. جي اووه هېوادونو د سه شنبې په ورځ د افغانستان وروستی وضعیت ارزولی او تر هغه وروسته یې ګډه اعلامیه خپره کړې ده. د ماساجرو ورځپاڼې د راپور له مخې، ماریو دراګي په یاده ناسته کې د طالبانو پر ضد د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا د عباس ستانکزي د خبرو ملاتړ او هرکلی کړی

امریکا د طالبانو د قطر دفتر د غړي شیر عباس ستانکزي له وروستۍ وینا ملاتړ او هرکلی کړی دی. د راپورونو له مخې شیر عباس ستانکزي په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د یوه پیاوړي او ټولشموله حکومت پر جوړولو کار کوي او په خبره یې تولو اړخونو ته ډاډ ورکوي چې دا به په نړیواله او ملکي کچه د منلو وړ حکومت وي. هغه همدا راز ویلي وو چې … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: وچکالي د اوو میلیونو افغان کروندګرو ژوند ګواښي

ملګري ملتونه وایي وچکالي د شاوخوا اووه میلیونه افغان کروندګرو ژوند ګواښي. د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې راغلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ میلیونه وګړي غذايي مصونیت نه لري، خو ددې وضعیت تر ټولو ستره ضربه افغان کروندګرو ته رسېږي. سرچینه وایي چې د وچکالۍ له امله د کروندګرو حاصلات د پام وړ نه دي، نو له همدې امله دوی له لوږې سره مخ کېږي او ددې احتمال شته چې له کروندګرۍ … نور ولولئ
افغانستان

بريټانیا: که طالبان د حکومت په څېر چلند وکړي همکاري ورسره کوو

برېټانیا وایي له طالبانو سره د داعش ډلې ضد مبارزه کې همکاري کوي. د برېټانیا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال نیک کارټر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې که طالبان د یوه رښتیني حکومت په څېر له مسایلو سره چلند وکړي؛ نو دوی تیار دي چې مرسته او همکاري ورسره وکړي. دده په خبره برېټانیا د داعش د خطرونو او دغه ډلې پر ضد له طالبانو سره بشپړې همکارۍ ته تیار … نور ولولئ
افغانستان

بایډن: افغانانو ټول ژوند په بې اتفاقۍ تېر کړو

ولسمشر بایډن تیره شپه یو وار بیا افغانانو ته په پیغور وویل چې دا هیواد هیڅ کله نه دی یو موټی شوی او هیواد کې میشتو قومونو هم کله ګډ ژوند نه دی کړی. بایډن په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې پرون د طالبانو د قطر دفتر لوړپوړي غړي مولوي شهاب الدین دلاور په کابل کې د قومي مشرانو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې امریکا ځان د نړۍ په … نور ولولئ
افغانستان

د کابل هوایي ډګر کې د چاودنو له امله د وژل شویو او ټپیانو شمېر ۴۰۰ تنو ته ورسېد

د کابل پر هوایي ډګر د تېر ماښام دوو چاودنو له امله د وژل شویو شمیر تر نوي تنو اوښتی او تر درې سوه نور ډیر پکې ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې دیارلس تنه یوازې امریکایي سرتېري دي. د دغه برید مسوولیت داعش پر غاړه اخیستی دی. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل هوایي ډګر کې چاودنې غندلې. طالبانو ویلي چاودنې په هغه ځای کې شوې چې مسوولیت یې د … نور ولولئ
افغانستان

بایډن: له داعش ډلې به د خپلو وژل شویو سرتېرو غچ واخلو

د امریکا ولسمشر جو بایډن د کابل نړیوال هوایي ډګر کې د دیارلس تنو امریکایي سرتیرو له وژل کېدو وروسته ویلي، چې د برید غچ به له داعش واخلي. بایډن زیاته کړې، چې طالبانو ورسره ژمنه کړې چې د پاتې امریکایانو او د هغو د همکارانو په را ایستلو کې به د اګست تر ۳۱ ورسره مرسته کوي. بایډن همدا راز ویلي، چې له جولای راهیسې تر اوسه د ټولو را ایستل کېدونکو شمیر تر … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: د وطن د تجزیې لپاره د امریکا نقشې ناکامې شوې

طالبان وایي د افغانستان د تجزیې لپاره یې د امریکا نقشې له خاورو سره خاورې کړې. د طالبانو د قطر دفتر لوړپوړي غړي مولوي شهاب الدین دلاور نن په کابل کې د قومي مشرانو یوې غونډې ته د خبرو پر مهال وویل چې امریکا ځان د نړۍ په کچه نعمت باله او طالبان یې په دې وېرول چې د امریکا تر وتلو وروسته به افغانستان تر سوریې هم په بدترو جګړو کې ښکېل شي. دده … نور ولولئ
افغانستان

پنټاګون: لا هم لس زره کسان له افغانستان د وتلو انتظار کوي

د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون په تازه څرګندونو کې ویلي، چې شاوخوا لس زره کسان د کابل هوايي ډګر ته د ننه شوي او پروازونو ته منتظر دي؛ خو زرګونه کسان له هوايي ډګر بهر میدان ته د ننوتو په لټه کې دي. د امریکا ددفاع وزارت ویلي دوی به د ټولو دغه کسانو د لېږد پروسه چټکوي. بلخوا ځينې کسانو نړیوالو رسنیو ته ویلي چې پر هوايي ډګر ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن: طالبان اوس واکمنان دي، اړ یو چې خبرې ورسره وکړو

امریکا وایي طالبان دمګړی د افغانستان واکمانان دي او دوی له دې ډلې سره خبرو ته اړ دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه تازه خبري کنفرانس کې ویلي، که نړیوال خفه کېږي او که خوشالېږي طالبان دمګړی د افغانستان واکمنان دي او موږ د ستونزو د حل لپاره له دوی سره خبرو ته اړتیا لرو. د بلینکن په خبره طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او هغو کسانو ته … نور ولولئ