افغانستان

افغانستان څخه یو شمېر ستانه شویو بریتانوي پوځیانو ځان وژنه کړې

د بریتانیا د وسله والو ځواکونو یو لوړپوړي چارواکي ویلي، یو شمېر هغو بریتانوي سرتېرو چې په افغانستان کې یې دنده تر سره کړې وه، په دغه هېواد کې تر وروستیو تحولاتو وروسته یې ځان وژنه کړې ده. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، وروسته تر هغه چې طالبانو په ډېره ډراماټیکه توګه پر ټول افغانستان ولکه ټینګه کړه بریتانوي سرتېرو چې مخکې یې هم ذهني توازن سم نه و، ځان وژنه یې … نور ولولئ
افغانستان

د قطر امیر: د دایمي سولې د راتګ لپاره همکاریو ته ادامه ورکوو

د پاکستان لومړي وزیر د قطر له امیر سره د افغانستان پر روان وضعیت خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د قطر امیر په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي چې له ټولو ممکنو لارو باید په افغانستان کې روانه څلوېښت کلنه جګړه په بشپړه توګه ختمه کړل شي او قطر د تل په څېر په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی. شیخ تمیم دغه راز ټینګار کړی چې نړیوال باید له افغانستان سره … نور ولولئ
افغانستان

عمران خان: که نړۍ د افغانستان ثبات غواړي اقتصادي مرستې دې زیاتې کړي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي که نړۍ غواړي چې د افغانستان له لوري د کډوالو له بحران سره مخ نه شي، نو باید له دغه هېواد سره اقتصادي مرستې ډېرې کړي. عمران خان د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره خبرو کې ویلي، چې نړۍ باید د طالبانو له حکومت سره خبرې پيل کړي او له دغه حکومت سره دې یوې پایلې ته ورسېږي. دده په وینا که نړیواله ټولنه په … نور ولولئ
افغانستان

کابل کې د شهزاده سرای نن بېرته پرانیستل کیږي

د افغانستان بانک نن په کابل ښار کې د شهزاده سرای د پرانیستل کېدو خبر ورکوي. له دغه بانک څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه پرېکړه د افغانستان بانک او د صرافانو رهبرۍ ترمنځ په ګډه ناسته کې شوې ده. د افغانستان بانک ژمنه کړې چې په مالي او بانکي برخو کې به هېوادوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د دې تر څنګ د افغانستان بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې امانتونه … نور ولولئ
افغانستان

امریکایي چارواکي د افغانستان په اړه د خبرو لپاره قطر او جرمني ته ځي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې د یکشنبې په ورځ به قطر ته ولاړ شي او له افغانستانه د بهرنیو وګړو او افغانانو د وتلو په چاره کې د مرستې په خاطر به ددې هېواد له مشرانو مننه وکړي. هغه زیاته کړه چې دوحه کې به له افغانانو او قطري چارواکو سره وګوري. بلېنکن وویل چې له قطر وروسته به د جرمني رامشتاین هوايي اډې ته ولاړ شي او هلته به هم له … نور ولولئ
افغانستان

المان: منتظر یو، کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزو

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د سیمې هېوادونو ته تر سفر وروسته په مشروط ډول په کابل کې د خپل سفارت د پرانیستل کېدو خبره کړې ده. نوموړي د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته تر سفر وروسته ویلي چې ښایي هېواد یې په مشروط ډول په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي. هغه زیاته کړې چې د دوی شرایط روښانه دي، طالبان باید بشري حقونو ته پوره درناوی وکړي، له بهرنیو ترهګرو سره … نور ولولئ
افغانستان

بایډن: زموږ ټولې معادلې غلطې راووتې چې افغان پوځ به د طالبانو سره جګړه کوي

د امریکا ولسمشر جو بايډن یو ځل بیا له افغانستان د سرتېرو د ایستلو په تړاو له خپلې پرېکړې دفاع کړې ده. نوموړي له افغانستان د ټولو امریکايي سرتېرو د ایستلو په تړاو په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې له ټرمپ یو بد میراث ورته پاتې و، چې یا یې باید عمل ورباندې کړی وای او یا به یوې بلې جګړې ته ننوتلو. هغه زیاته کړې د افغانستان په اړه … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: نور د افغان کډوالو لپاره ځای نه لرو

پاکستان وایي، چې دوی نور له افغانستان څخه ورتلونکو کډوالو ته پناه نه شي ورکولی. په برلین کې د پاکستان سفیر محمد فیصل له شپیګل ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې هېواد کې یې اوس هم تر څلور میلیونه ډېر افغان کډوال شته دي. د هغه په خبره، اوس د دې وخت دی چې نور شتمن هېوادونه افغانانو ته ځای ورکړي. نوموړي دغه راز زیاته کړې چې له افغانستان څخه په تېښته هغو کسانو … نور ولولئ
افغانستان

له افغانستان ټول امریکایي پوځیان ووتل

د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال فرانک مېکنزي تائید کړې چې وروستي امریکایي پوځیان د اګست په دېرشمه له افغانستان ووتل او له دې سره په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ شل کلن پوځي ماموریت پای ته ورسېد. د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په یوه اعلامیه کې د خپل تاریخ د تر ټولو اوږدې جګړې د پای اعلان کړی او د هغو امریکایي پوځیانو او افسرانو څخه مننه یې کړې چې په … نور ولولئ
افغانستان

ضعیف: طالبان به ژر تر ژره اردو بېرته جوړه کړي

د طالبانو یو تن پخواني غړي عبدالسلام ضعیف په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د پنجشیر مسئله اتیا سلنه حل شوې ده. نوموړي له عربي الجدید ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړې چې که څه هم ویل کېږي چې طالبان به له یوې تر دوو اونیو پورې نوی حکومت تشکیل کړي خو په وینا یې څو پورې چې بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه وتلي نه وي تر هغې په دې … نور ولولئ