افغانستان

ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره شپږ سوه میلیونه ډالره بشري مرسته راټولوو

ملګري ملتونه افغانستان ته د شپږ سوه میلیونه ډالره بشري مرستې د جلب په لټه کې دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش ویلي، چې افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او اوس ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره ددغه ناورین د لا پراختیا مخه ونیول شي. د نوموړي په خبره د طالبانو تر حاکمیت مخکې په افغانستان کې شاوخوا ۱۸ میلیونه وګړو بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لرله او اوس … نور ولولئ
افغانستان

د ماشومانو د خوندیتوب اداره: افغانستان سره د بېړنیو مرستو د دوام وخت دی

د ماشومانو د خوندیتوب یا سېف د چلډرېن نړیواله اداره وايي ددې وخت نه دی چې نړیوال افغانانو ته شا کړي. ددغه ادارې له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په افغانستان کې ټول وګړي په تېره ماشومانو بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او ددې وخت دی چې نړیوال په دې برخه کې خپله همکاري ثابته کړي. دغه نړیوال بنسټ همدا راز وايي چې دمګړی شاوخوا ۵،۵ میلیونه ماشومان په افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

قطر: نړیوال دې ژر تر ژره له افغانستان سره بشري مرستې پيل کړي

قطر وايي نړیوال دې ژر تر ژره له افغانستان سره خپلې بشري مرستې پیل کړي. د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان آل ثاني په مسکو کې له خپل روسي سیال سره د خبرو پر مهال وویل، چې که دا ځل په افغانستان کې وضعیت ترینګلی کېږي نو ددغه هېواد هېڅ ګاونډی به هم خوندي نه وي. نوموړي پر نړیوالو غږ وکړ چې ژر تر ژره له افغانستان سره بشري مرستې وکړي او … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: نړیواله ټولنه دې د طالبانو حکومت سره اړیکو ته دوام ورکړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ له حکومت سره تماسونو ته دوام ورکړي او دغه جګړه ځپلی هېواد له اقتصادي سقوط څخه وژغوري. ګوتریش دغه څرګندونې له فرانس پرس خبري اژانس سره په مرکه کې چې نن خپره شوې کړې. د ملګرو ملتونو عمومي منشي زیاته کړې، دا د ټولو مسؤلیت دی چې له هغو خلکو سره چې ډېر کړېدلي دي، پیوستون … نور ولولئ
افغانستان

نوې کابینې ته د حامد کرزي غبرګون: د دولتي ادارو د چلښت لپاره د سرپرست حکومت اعلان ضرور وو

پخواني ولسمشر حامد کرزي د طالبانو له خوا د نوې کابینې اعلان ته په غبرګون کې ویلي چې، د خدماتو د ارائیې او دولتي ادارو د چلښت لپاره د سرپرست حکومت اعلان ضرور وو. کرزي زیاته کړې، چې افغانستان بډایه ټولنیز جوړښت لري – د ښځو په ګډون د هیواد هر وګړی په حکومت او واکمنۍ کې د ګډون او ولس ته د خدمت حق لري. د هغه په خبره پدې اړه لازمه ده هغه … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: امریکا دې خپل ناسم دریځونه په ډيپلوماټیکه راشه درشه بدل کړي

وروسته تر هغه چې امریکا وویل چې د طالبانو له لوري په تازه کابینه کې یو شمېر کسان د امریکا په تورو لیستونو کې دي، طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا دا دریځ ناسم بللی دی او زیاته کړې یې ده چې د امریکا دا دریځ د دوحې له تړون څخه ښکاره سرغړونه ده. طالبانو ویلي چې د امریکا دا ډول دریځ د امریکا او افغانستان پر زیان دی او دوی غواړي … نور ولولئ
افغانستان

اردوغان : نوې کابینه سرپرسته ده،هر څه په ځير څارو

ترکیې د طالبانو له لوري د نوې سرپرستې کابینې پر اعلان غبرګون وښود. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د نوې کابینې له اعلان خبر شوی دی او په خبره یې طالبانو دا کابینه سرپرسته بللې ده. د اردوغان په خبره دوی هر څه ته په ځير ګوري او تر ارزونو وروسته یې په اړه څرګندونې کوي. اردوغان وایي دا نه ده معلومه چې کابینه به تر کومه سرپرسته … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو د نوي حکومت مشر د م، م د امنیت شورا د بندیزونو په لست کې شامل دی

طالبان نن سه شنبه د خپل حکومت کابینه اعلان کړه. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې په یو خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې ملا محمد حسن اخند د «اسلامي امارت» رئیس الوزرا‌ء، او ملا غني برادر یې لومړی مرستیال دی. د طالبانو د نوي حکومت مشر محمد حسن اخند د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د بندیزونو په لست کې شامل دی. په نوي حکومت کې ملا امیر خان متقي د … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن: تمه لرو چې طالبان پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي

امریکا وایي تمه لري چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې دمګړی په دوحه کې دی وایي دی په دې تمه دی چې طالبان په ټولو برخو په تېره په امنه توګه د امریکایي وګړو د ایستلو پر ژمنه عمل وکړي. بلینکن دا مهال په دوحه کې دی او ټاکل شوې چې په دې سفر کې د قطري چارواکو تر څنګ د طالبانو له لوړپوړو کسانو … نور ولولئ
افغانستان

اتریش: که طالبان ژمنتیا وښيي په رسمیت یې پېژنو

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر الکساندر شالنبرګ وایي، چې دوی تر اوسه پورې د طالبانو د رسمیت پېژندلو پرېکړه نه ده کړې خو ټینګار یې کړی دی چې که چېرته دغه ډله پر خپلو ژمنو عمل وکړي؛ نو په رسمیت پېژندلو خبره دومره ګران کار نه دی. هغه زیاته کړې چې که چېرته طالبان بشري حقونو، د بیان ازادۍ او د بشر نورو اساسي حقونو ته درناوی وکړي؛ نو دوی به یې هم په … نور ولولئ