افغانستان

اروپايي ټولنه په کابل کې خپل دفتر پرانیزي

اروپايي ټولنه تر راتلونکې یوې میاشتې پورې په افغانستان کې خپل ديپلوماتیک دفتر پرانیزي. د راپورونو له مخې اروپايي ټولنې پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د تعامل او له دغې ډلې سره د محدودو اړیکو د پراختیا لپاره په کابل کې خپل دفتر پرانیزي. سرچینه وایي چې اروپايي ټولنه به د بشري مرستو د رسولو او نورو ديپلوماتیکو چارو په موخه خپل دفتر تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پرانیزي. همدا راز بروکسل غواړي چې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: ۴۰زره کارکوونکو ته د پیسو په ځای د ورځې ۱۰ کیلو غنم ورکوو

طالبانو په کابل کې ۴۰ زره کارکوونکو ته د کار په بدل کې د غنمو د وېش پروګرام پیل کړو. په دې پروګرام کې طالب چارواکو ۴۰ زره کارکوونکو ته د کار زمینه برابره کړې، چې د کار کولو په مقابل کې به دوی ته هره ورځ ۱۰ کیلو غنم ورکوي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد نن رسنیو سره په خبرو کې وویل، دغه کارکوونکي به په ولسوالیو کې د اوبو مدیریت او پراختیایي پروژو … نور ولولئ
افغانستان

خلیلزاد: د مذاکراتو د پایلو پړه یوازې پر ما نه ده

خلیلزاد وایي د دوحې د مذاکراتو د پایلو پړه دې یوازې پر ده نه اچول کېږي. هغه له خپلې دندې تر استعفا وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې ویلي چې په دې مذاکراتو کې د امریکا دفاع وزارت، استخباراتي ادارې او ديپلوماتیکه دستګا ونډه وال وو. هغه زیاته کړې چې ددې مذاکراتو مشري ده کوله او پاتې د ټولو اداراتو نظرونه او د نظر توافق شرط و. خلیلزاد د افغانستان د اوسني وضعیت ټول مسوولیت … نور ولولئ
افغانستان

پر افغانستان بریدونه؛ امریکا او پاکستان هوکړې ته نږدې شوي

امریکا او پاکستان په افغانستان کې د هوایي بریدونو د ترسره کولو په تړاو هوکړې ته سره نږدې شوي دي. د سي ان ان د راپور له مخې امریکا په افغانستان کې د هوايي بریدونو په موخه د پاکستان له حریم د استفادې په تړاو له دغه هېواد سره هوکړې ته نږدې شوې ده. دغه رسنۍ ته د بایډن د حکومت دوو مهمو چارواکو ویلي چې له کانګریس سره یې هم په دې تړاو بحثونه … نور ولولئ
افغانستان

سټولټنبرګ: له بهره په افغانستان کې بریدونه کولی شو

ناټو وايي که افغانستان د ترهګرو پر مرکز بدل شي؛ نو له بهر به د ترهګرو مرکزونه په نښه کړي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي دوی په دې هیله دي چې په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه رامنځ ته نه شي او دغه هېواد سیمې او نړۍ ته په ګواښ بدل نه شي. دده په وینا که داسې کوم څه کېږي نو دوی به له افغانستان بهر په دغه هېواد کې د ترهګرو … نور ولولئ
افغانستان

د تورخم لار د دوه اړخیز تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له راتګ سره سم د تورخم لار د دوه اړخیز تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې ده. راپورونه وایي چې دغه لار نن د هغو کسانو پر مخ پرانیستل شوې ده چې ویزې او قانوني اسناد ولري. په همدې حال کې نن داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې پاکستاني حکومت د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته مېشتو پښتنو وزیرستانیانو ته هم اجازه ورکړې ده … نور ولولئ
افغانستان

ضعیف: پاکستان له افغانستان سره دوه مخې لوبه کوي

د حکومت مسوولین باید په سیمه ییزو او نړیوالو هوکړو کې له پوره دقت کار واخلي. پخواني طالب چارواکي او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف له ازبکستان تر کابل بیا پېښور د رېل پټلۍ د هوکړې په تړاو په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې پاکستان په دې برخه کې په پوره مهارت دوه مخې لوبه کوي. دده په وینا پاکستان غواړي یوازې د افغانستان له خاورې د ترانزیت لپاره کار … نور ولولئ
افغانستان

متقي: د مسکو غونډه کې ټولو اړخونو له افغانستان سره پر همکارۍ ټينګار وکړ

مسکو ته تللی پلاوی وایي ټولو ګډونوالو په یوه خوله له افغانستان سره د مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړی دی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د مسکو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې پر ډېری مواردو ټولو اړخونو د نظر توافق درلود. دده په وینا ګډون کوونکو هېوادونو ویلي چې د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده کړل شي، بشري مرستې دې ډېرې شي، … نور ولولئ
افغانستان

څلور اړخیزه غونډه؛ له افغانستان سره پر تعامل او همکارۍ ټینګار شوی

د افغانستان، چین، پاکستان او هند ترمنځ په مسکو کې څلور اړخیزه غونډه جوړه شوې ده. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي دي چې په دې غونډه کې په سیمه کې پر روان وضعیت او متقابلو همکاریو خبرې شوې دي. د بلخي په وینا درې واړو هېوادونو ژمنه کړې چې د افغانستان له نوي حکومت سره به خپل تعامل ته ادامه ورکوي او په اړینو برخو کې به همکاري … نور ولولئ
افغانستان

سیمه ییز قدرتونه: م.م دې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړ کړي

سیمه ییزو قدرتونو له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د مرستندویه هېوادونو یو کنفرانس جوړ کړي. د راپورونو له مخې د مسکو په غونډه کې راټولو شوو هېوادونو پر ملګرو ملتونو غږ کړی دی چې د افغانستان پر بیا رغونه فکر وکړي او پر همدې تړاو د مرستندویه هېوادونو یو کنفرانس راوبولي. دوی وایي د افغانستان د ابادۍ لپاره باید ډېرې پیسې هغه هېوادونه ورکړي چې په تېرو شلو کلونو … نور ولولئ