افغانستان

هره ورځ پنځه زره افغان کډوال ایران ته اوړي

هره ورځ پنځه زره افغان کډوال ایران ته اوړي. د کډوالو په برخه کې یوه ناروېژي بنسټ په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې هره ورځ له افغان خاورې شاوخوا پنځه زره کډوال ایران ته د ننه کېږي او ددې احتمال شته چې دا لړۍ پراخه شي. سرچینه کاږي چې په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان ایران ته اوښتي دي او زرګونه کسان لا هڅه کوي د ژمي تر را رسېدو مخکې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: له طالبانو سره په مستقیم ډول مرستو ته چمتو نه یو

امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وايي، چې امریکا لاهم له افغانستان سره د مرستې لپاره چمتو نه ده او لا وختي، ده چې د امریکا حکومت په دې اړه پرېکړه وکړي. هغه چې د امریکا سي ان ان ټلویزون سره خبرې کولې ویلي، طالبان تراوسه نه دي توانېدلي چې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د پام وړ زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړې، امریکا په دې وضعیت کې نه ده، چې … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: که مو پاکستاني طالبانو سره خبرې بریالۍ نه شوې، افغان طالبان به یې وځپي

پاکستاني چارواکي وایي، چې افغان طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې که د پاکستان حکومت سره د پاکستاني طالبانو خبرې ناکامه شي، دوی به یې په ضد پوځي عمليات وکړي. د ایکسپریس ټربیون پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، چې طالب چارواکو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد هېڅکله ونه‌کارول شي. د افغانستان لپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان یادې ورځپانې ته ویلي، چې دوی د هرې لارې مسله هواروي او زياته کړې … نور ولولئ
افغانستان

پتریوس: افغانستان کې مو سترې تېروتنې وکړې

امریکايي نظامیان وایي دوی په افغانستان کې سترې تېروتنې کړې دي. د امریکا یوه پخواني پوځي جنرال ډېوېډ پټریوس چې پر مهمو څوکیو یې دنده ترسره کړې وايي، امریکا په افغانستان کې سترې تېروتنې وکړې چې له امله یې له اوسنۍ پایلې سره مخ دي. هغه وایي دوی په افغانستان کې له جګړې سره هممهاله په عراق کې نښتې پيل کړې، چې دا مسئله افغانستان ته د لږ پاملرنې سبب شوه او امریکايي حکومت میلیاردونه … نور ولولئ
افغانستان

چین: افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتیا راولو

چین افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتیا راولي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي. چینايي لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي او … نور ولولئ
افغانستان

د چين نړيوال نندارتون کې۱۲۰ زره ډبيه افغان جلغوزي وپلورل شوې

د چین نړیوالې راډیو د خبر له مخې په چين کې د اسيايي او افريقايي هېوادونو د غوره توليداتو د اخيستلو فيسټيوال د نومبر پر ۶ مه په انلاين ډول ترسره شو او ۱۲۰ زره ډبيه افغان جلغوزي چې وزن يې ۲۶ ټنو ته رسيږي، په کښې پلورل شوي دي. ياد فيسټيوال د چين د څلورم نړيوال وارداتي نندارتون يوه برخه ده او هدف يې په ژوندۍ بڼه د انټرنېټ له لارې چيني او بهرنيو … نور ولولئ
افغانستان

المان: ډېر ژر یو پلاوی افغانستان ته لېږو

المان د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دی. د المان رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې المان یو پلاوی کابل ته ولېږي او دغه پلاوی به له طالبانو سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او ګڼو نورو مهمو مسایلو خبرې کوي. ددغه پلاوي مشري به المانی ديپلومات مارکس پوتزل کوي. هغه له طالبانو سره له اوږده مهاله په مذاکراتو بوخت دی او هڅه … نور ولولئ
سیاست

ټي‌ټي‌پي: زموږ هدف اسلامي نظام راوستل دي د پاکستان حکومت سره خبرو ته څه نه لرو

د پاکستاني طالبانو تحریک ویاند محمد خراساني وایي چې د دوی او پاکستاني حکومت تر منځ د مذاکراتو په تړاو خپاره شوي خبرونه حقیقت نه لري. هغه زیاته کړې ده چې د دوی هدف په پاکستان کې اسلامي نظام دی او څو پورې چې یې یاد هدف نه وي تر لاسه کړی د پاکستاني ادارو پر ضد به خپلې وسله والې مبارزې ته دوام ورکړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی له پاکستاني دولت سره … نور ولولئ
افغانستان

مزار شریف ښار کې د ښځینه فعالانو وژل؛ طا لبان وايي دوه کسان یې په تور نیولي

د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت وايي چې په مزارشریف ښار کې د ۴ ښځو د وژل کېدو د قضیې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي. تېره اوونۍ رسنیو راپور ورکړ چې په مزارشریف کې په دوو جلا پېښو کې ۶ ښځې په ډزو وژل شوي دي. په یوه پېښه کې د ښځو د حقونو د څلورو فعالانو او په بله یوه کې د دوو پخوانیو پوځي مېرمنو د وژل کېدو خبر ورکړل شو. … نور ولولئ
افغانستان

تېرو شپږ میاشتو کې افغانستان کې ۴۶۰ ماشومان وژل شوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې څه باندې ۴۶۰ماشومان په جګړو کې وژل شوي دي. یونیسف په افغانستان کې په ناچاودل شویو توکو او په ځینو ځایونو کې د جکړې له کبله د ماشومانو د مرګ ژوبلې په دوام اندېښنه ښودلې. د ملګرو ملتونو دغې ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې وړمه ورځ په کندز کې د ناچاودل شویو توکو … نور ولولئ