افغانستان

افغانستان ته د ایران صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي

افغانستان ته د ایران صادرات یو میلیارد ډالرو ته رسېدلي دي. د راپورونو له مخې ایران په وروستیو کې افغانستان ته د خپلو صادراتو کچه لوړه کړې ده او وروستي معلومات ښايي چې روان کال تر دې دمه دغه هېواد افغانستان ته د شاوخوا یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات لرلي دي. په دغه صادراتو کې خوراکي توکي، تېل، برقي وسایل، ساختماني وسایل او نور شامل دي. بلخوا د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولینو ویلي … نور ولولئ
افغانستان

نیویارک پوسټ: امریکا د پاتې وګړو په اړه دروغ وايي

د بایډن اداره په افغانستان کې د پاتې امریکایي وګړو په اړه دروغ وايي. نیویارک پوسټ نشریې په یوه مطلب کې لیکلي چې د بایډن اداره تر دې دمه په افغانستان کې د پاتې امریکايي وګړو په اړه معلومات نه لري او په دې تړاو رسنیو او امریکايي ولس ته دروغ وایي. سرچینه دغه راز وړاندې لیکي چې ښایي زرګونه داسې وګړي لا هم په افغانستان کې پاتې وي چې د امریکا دایمي تابعیت لري. … نور ولولئ
افغانستان

هند: پاکستان لا هم افغانستان ته د غنمو د رسولو اجازه نه راکوي

هند وایي پاکستان لا هم اجازه نه ده ورکړې چې هندي غنم یې له خاورې په استفادې افغانستان ته و رسول شي. هندي چارواکو رسنیو ته ویلي چې لا هم د دوی زرګونه ټنه غنمو ته د پاکستاني حکومت له لوري د ترانزیت اجازه نه ده ورکړل شوې او په دې تړاو د پاکستاني حکومت کړې ژمنې نه عملي کېږي. هند په وروستیو کې په افغانستان کې د بشري ناورین د ختمولو لپاره له افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا او قطر هوکړه؛ قطر به په افغانستان کې د امریکا د ګټو استازیتوب کوي

امریکا او قطر هوکړه کړې چې دا هیواد به په افغانستان کې د امریکا د دیپلوماتیکي ګټو استازیتوب کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني پرون د خوندیتوب صلاحیت په نامه سند لاسلیک کړ. د دې سند له مخې دوحه د امریکا د ګټو د ساتونکي نقش لري او د واشنګټن او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت تر منځ … نور ولولئ
افغانستان

متقي: د تېر نظام پوځیانو ته په خپلو لیکو کې ځای نه ورکوو

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وایي افغانستان نور ستر پوځ ته اړتیا نلري او د مخکني رژیم د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو غړيو ته به په خپلو لیکو کې ځای ورنکړي. متقي دا څرګندونې پرون په اسلام آباد کې د پاکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په انسټیټیوټ کې کړي دي. هغه ویلي، کوم پوځ چې بهرنۍ مداخلې جوړ کړی و، په دومره ډیر شمیر ورته نوره اړتیا نشته. سره له دې چې … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: هغه کسان چې دین او نظام ته ژمن نه وي نظام کې ورته ځای نشته

د ا.ا.ا د صفوفو د تصفیې کمېسون وایي، د ا.ا په صفوفو کې هغه کس ته ځای نشته چې د ا.ا د اصولو خلاف وي. د صفوفو د تصفیې کمېسیون نن په خپله لومړۍ ناسته کې پر دې ټینګار کړی چې د ا.ا د اصولو خلاف هر هغه کس به له صفوفو ایستل کېږي چې د امارت له نوم څخه ناسمه ګټه پورته کوي. د دې کمېسیون یوه غړي وویل، ا.ا یو اسلامي نظام دی … نور ولولئ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: پر پاکستان د نظامي وسلو پلور پروپاګند دی

پر پاکستان د نظامي وسلو د پلور په اړه د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ته ا.ا غبرګون ښودلی. کورنیو چارو وزارت هغه راپور پروپاګنډ وباله چې ګنې دوی پر پاکستان له امریکايي عسکرو پاتې شوې وسلې پلوري. د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي وویل، دوی د وسلو د پلور او قاچاق پر وړاندې سخت دریځ لري او هغوی چې نظامي تجهیزات قاچاق کوي، له سخت چلند سره به مخ شي. پاکستانۍ ډان ورځپاڼې وړمه … نور ولولئ
افغانستان

ترویکا پلس: طالبان دې په نړیوالو قوانینو عمل وکړي

د امریکا، چین، پاکستان او روسیې له غړو څخه جوړ د ترویکا پلس غونډې د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د وضعیت په اړه خپلې اندیښنې او غوښتنې بیان کړې. د ترویکا غونډې په افغانستان کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په غندلو سره له طالبانو وغوښتل چې نه یوازې له نړیوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې په پرېکنده ډول بندې کړي بلکې اجازه ورنکړي چې ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې د … نور ولولئ
افغانستان

ټام ويسټ: نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې متحدانه عمل وکړي

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی ټام ويسټ وايي، چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې متحدانه او په يوه غږ عمل وکړي. نوموړي په پاکستان کې د ترویکا له پرونۍ غونډې وروسته ويلي، چې په غونډه کې ټينګار شوی څو طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او د ټول ګډونه حکومت د جوړولو په اړه د خپلو ژمنو عملي کولو ته مجبوره کړل شي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزير … نور ولولئ
افغانستان

قریشي: نړۍ دې د افغان بحران مخنیوي لپاره ژر لاس په کار شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام اباد کې د ترویکا ناستې ته ویلي چې د افغانستان اقتصاد د ترینګلتیا په حال کې دی او نړیواله ټولنه باید د دغه هېواد د اقتصاد پیاوړتیا، د کډوالو بحران او یوې کورنۍ جګړې رامنځته کېدو مخنیوي لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي. هغه زیاته کړې ده چې له افغانستان سره د نړۍ تعامل باید له قید او شرط پرته نه وي، … نور ولولئ