افغانستان

چین افغانستان ته ۱۰۰۰ ټنه بشري مرسته رالېږي

چین وايي ژر به یې افغانستان ته لسګونه ټنه بشري مرسته ورسېږي. چینايي چارواکو ویلي له افغانستان سره شاوخوا زر ټنه بشري مرسته کوي، چې دغه هېواد ته پر لاره ده او ژر به ورسېږي. سرچینه وایي چې په دې بسته کې پوډري شیدې، جامې، بوټان، کمپلې او نور ژمني توکي شامل دي. چینايي لوري ویلي د ژمي په موسم کې له افغانانو سره د مرستې په موخه به دغه بسته ډېر ژر د رېل … نور ولولئ
افغانستان

کانګریس؛ د امریکا د شل کلن ماموریت د ارزونې امر کړی

د امریکا کانګریس په افغانستان کې د امریکا د ماتې او د افغان حکومت د سقوط د هر اړخیزې پلټنې امر کړی دی. د راپورونو له مخې د امریکا کانګریس یو پلاوی ګومارلی چې په هر اړخیزه توګه د سپټمبر د یوولسمې له پېښې بیا د کابل تر سقوط پورې د امریکا ټولې تېروتنې و ارزوي او په دې موده کې د څلورو امریکايي ولسمشرانو د ماموریتونو څرنګوالی هم ثابت کړي. کانګریس دغه راز ویلي … نور ولولئ
افغانستان

صالح: ا.ا خلک ځوروي، ژر به دا ډله له منځه لاړه شي

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې طالبان هره ورځ د خلکو کورونه پلټي او د یو شمېر کسانو د کورنیو د غړو سپکاوی کوي. نوموړي په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې په تېرو ۲۱ کلونو کې یې د هېڅ کوم طالب مشر د شخصي ژوند په اړه مستند فلم نه‌ دی جوړ کړی او نه یې ورته سپکاوی کړی دی. هغه لیکلي: موږ کولای شول چې د طالبانو پر شخصي ژوند ملنډې ووهو … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: د ناورین د مخنيوي لپاره د افغانستان شتمني باید ازاده شي

ملګري ملتونه وایي د افغانستان کنګل شوې شتمني باید ازاده کړل شي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د خبرو پر مهال د افغانستان وضعیت ترینګلی بللی دی. نوموړې ویلي چې باید په افغانستان کې له نوي حکومت سره همکارۍ ډېرې شي او دلته دې خلک له بشري ناورین وژغورل شي. لاینز وایي افغانستان اوس له داسې یوه ناورین سره مخ دی چې … نور ولولئ
افغانستان

پي.بي.ایس: د مرستندویه بنسټونو فعالیت ته سخته اړتیا ده

نړیوال مرستندویه بنسټونه دې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړي. پي بي ایس رسنۍ په افغانستان کې وروستیو بشردوستانه خدماتو ته کتنه کړې او وایي چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري. د سرچینې په خبره نړیوالو مرستندویه بنسټونو ته په کار ده چې په افغانستان کې خپل حضور ته ادامه ورکړي او بشردوستانه خدمات ورسوي. له دغه رسنۍ سره په افغانستان کې د بشردوستانه مرستو په برخه کې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا او هند د افغانستان په اړه همکارۍ ډېروي

امریکا او هند په افغانستان کې د ګډو ګټو پر تامین ټینګار کړی دی. د افغانستان په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې په پلازمینه نوي ډهلي کې یې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجيټ ډول او نورو هندي چارواکو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د دواړو لورو ترمنځ خبرې شوې دي او ټينګار شوی … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: په خپل څنګ کې سوله ییز افغانستان غواړو

روسیه وایي دوی د یوه با ثباته او سوله ییز افغانستان هیله لري. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په یوه مرکه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات او سولې د راتګ غوښتونکي دي. دده په وینا روسیه هڅه کوي په څنګ کې یې داسې یو افغانستان رامنځ ته شي چې د هېڅ ګاونډي او یا بل هېواد لپاره خطر جوړ نه کړي. کابلوف ویلي روسیه … نور ولولئ
افغانستان

م.م: د سولې او امنیت کنفرانس کې پر افغانستان خبرې کوو

ملګري ملتونه به په افغانستان کې پر سوله او امنیت خبرې کوي. د ملګرو ملتونو د امنیتي مسایلو او سولې رامنځ ته کولو برخې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې نن په نړۍ کې د سولې او امنیت په اړه کنفرانس جوړېږي او افغانستان به ددې کنفرانس مهمه اجنډا وي. سرچینه کاږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز به ددې کنفرانس ګډونواله وي او د افغانستان استازیتوب به کوي. تر … نور ولولئ
افغانستان

شاهین: ستونزې به حل کېږي او افغانستان به د سیالانو سیال وي

د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان ا.ا له لوري ټاکل شوی استازی سهیل شاهین وایي چې په هېواد کې د اسلامي نظام تر رامنځته کېدو او د ازادۍ تر اخیستلو وروسته د دوی لومړیتوب ولس ته خدمت او د اقتصادي سونزو حل دی. نوموړي زیاته کړې ده چې دوی هڅه کوي له دې وروسته په هېواد کې موجوده اقتصادي ستونزې حل کړي او خلکو ته څنګه چې لازمه ده خدمات وړاندې کړي. شاهین ټینګار کړی … نور ولولئ
افغانستان

حامد کرزی: د بې ثباتۍ لپاره د پردیو هڅې لا هم روانې دي

د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره لا هم د پردیو دسیسې روانې دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو په جوړ شوي انلاین کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې په ځینو ولایتونو کې وروستیو پېښو ته په کتو داسې ښکاري چې د پردیو له لوري لا هم د افغانستان د بې ثباته کولو دسیسه دوام لري او هڅه کوي جګړې دوام وکړي. نوموړي ویلي چې افغانان … نور ولولئ