افغانستان

ګڼو اسیايي هېوادونو له افغانستان سره پر مرستو ټينګار کړی

ګڼو اسیايي هېوادونو له افغانستان سره پر مرستو او همکاریو ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې د اسیايي هېوادونو ولسمشرانو په ترکمنستان کې په یوه ګډ کنفرانس کې ټینګار کړی چې له افغانستان سره به یې مرستې دوام کوي او ټینګار یې کړی چې نړیوال باید د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو له دغه هېواد سره بشردوستانه مرستې ډېرې کړي. په دې غونډه کې د ایران، پاکستان، ترکمنستان او ترکیې ولسمشرانو ګډون کړی … نور ولولئ
افغانستان

اروپايي ټولنه: له افغانستان سره به مو بشردوستانه مرستې دوام کوي

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. د اروپايي ټولنې پر اړوندو وېبپاڼو په خپرو شوو راپورونو کې راغلي چې له افغان لوري سره یې په دوحه کې دوه ورځې پرله پسې ناستې او لیدنې لرلې دي. سرچینه وایي چې په دې لیدنو کې پر بېلو مسایلو خبرې شوې دي او تر ټولو ډېر ټینګار له افغانستان سره پر بشري مرستو او دې چارې ته د لارې پر پیدا … نور ولولئ
افغانستان

متقي: د دوحې وروستي مذاکرات به مثبتې پایلې ولري

د دوحې مذاکرات به مثبتې پایلې ولري. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په خپاره کړي غږيز پیغام کې ویلي چې په وروستیو ورځو کې یې په دوحه کې له اروپايي ټولنې او قطري لوري سره ګټورې خبرې لرلې دي. دده په وینا په دې لیدنو کې د اروپايي ټولنې اندېښنو ته ځواب ویل شوی او دغه هېواد ټینګار کړی چې له افغانستان سره به یې مرستې له سره پيلوي. متقي دغه راز وایي … نور ولولئ
افغانستان

حنفي: پخوانۍ بې عدالتۍ اصلاح کېږي ژر به د معاشونو وېش پیل شي

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې ډېر ژر به د معاشونو د وېش بهیر پیل شي. نوموړي نن له سوداګرو سره یوې ناستې ته په خبرو کې ویلي چې په پخواني نظام کې د معاشونو په سیسټم کې ناانصافي شوې ده خو په خبره یې ا.ا پرې کار کړی دی او له اصلاحاتو وروسته به د بې عدالتیو مخه ونیول شي او ډېر ژر به د معاشونو د … نور ولولئ
افغانستان

ستانکزی: مخالفین دې بېرته وطن ته راشي خو د وزارت خوبونه دې نه ګوري

د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیرمحمد عباس ستانکزی وایي چې دوی د اوسني حکومت ټولو مخالفینو سره په اړیکه کې دي او غوښتنه ترې کوي چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې د تېر حکومت لوړپوړي چارواکي دې بېرته وطن ته راوګرځي خو د وزارت تمه دې نه کوي. ستانکزي ویلي چې ټول افغانان حق لري په خپل ټاټوبي کې په … نور ولولئ
افغانستان

روسیه: امریکا افغانستان د فساد پر کنده بدل کړ

روسیه وایي امریکا په افغانستان کې بحران رامنځ ته کړ او لا هم ددې بحران د پراختیا په لټه کې ده. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زخارووا په تازه څرګندونو کې ویلي، چې امریکا په تېره پنټاګون په افغانستان کې فساد خپور کړ او دغه هېواد یې د فساد پر کنده بدل کړ. نوموړې ویلي چې ددې تر څنګ امریکا په افغانستان کې د بحران مسووله ده او اوسنی بحران یې رامنځ … نور ولولئ
افغانستان

د کډوالو نړیوال سازمان: د مرستې رسونې بهیر کې د چا مداخله نه منو

د کډوالو نړیوال سازمان وایي په افغانستان کې په خپلو چارو کې د چا مداخله نه مني. په افغانستان کې ددغه ادارې مسوولینو ویلي، چې دوی له افغانانو سره مرستو ته ژمن دي او په دې لټه کې دي چې خپلې مرستې پراخې او تر لا ډېرو اړمنو ورسوي. ای. او. ایم وایي دوی په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي خو د چا فرمایش او مداخله کېدای شي دا بهیر زیانمن کړي، نو … نور ولولئ
کرونا

د کرونا نوې بڼې اروپا اندېښمنه کړې ده

له بندیزونو سره سره په ګڼو اروپايي هېوادونو کې د کرونا نوې بڼه ثبت شوې ده. د راپورونو له مخې دمګړی په برېټانیا، المان، چک او هالنډ کې د کرونا ویروس نوې بڼه ثبت شوې ده. د کرونا نوې بڼه امیکرون نومول شوې چې روغتیايي پوهان یې خطرناکه او پرمختللې بولي. دوی وایي چې د کرونا دا بڼه په چټکۍ پراخېږي او تر څنګ یې د کرونا اوسني واکسین ددغه ویروس پر وړاندې مقاومت نه … نور ولولئ
افغانستان

رییس الوزرا: د ملت غږ واورئ، کنه واک مو له لاسه وځي

د افغانستان رییس الوزرا په خپله لومړنۍ وینا کې پر طالب چارواکو غږ کړی دی چې د خپل ولس ستونزې حل کړي. نوموړي تېره شپه خپاره کړي غږیز پیغام کې ویلي، پر طا لبانو دا شکر واجب دی چې واک ته رسېدلي او اوس د واک ساتل مهم دي. دده په خبره د نوي حکومت چارواکو ته په کار ده چې د خپل ولس غږ واوري، له دوی سره دې مهربانه وي، ستونزې یې واوري … نور ولولئ
افغانستان

قطر له افغانستان سره د خپلو بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی

د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ له امریکا سره د خبرو په نیت دوحې ته تللي پلاوي له قطري چارواکو سره کتلي دي. د یاد وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې په دې لیدنه کې پر سیاسي، بشري، اقتصادي او روغتیایي موضوعاتو خبرې اترې شوې دي. د نوموړي په خبره، قطر له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی او ژمنه یې کړې ده چې … نور ولولئ