افغانستان

د روسیې د مرستو درېیمه محموله کابل ته را ورسېده

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د بشري مرستو درېیمه محموله هم پلازمینې کابل ته رسېدلې ده. راپورونه وایي چې د مرستې دا ۳۶ ټنه محموله نن د دریو الوتکو په واسطه کابل ته انتقال شوې ده. راپور د روسیې د دفاع وزارت په حواله ویلي چې په بشري مرستو بار د ایلیوشین په نامه یې درې سترې الوتکې کابل ته تللې دي. راپور کې وړاندې راځي چې په دې مرستو کې … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه؛ پر اړمنو افغانانو ۳۰۰ میلیونه ډالر نغدي مرسته وېشي

وروسته تر هغه چې ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو بنسټونو په افغانستان کې د لوږې پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه رویټرز اژانس راپور ورکړی دی چې ملګري ملتونه په پام کې لري چې پر اړمنو افغانانو ۳۰۰ میلیونه ډالر نغدي مرسته ووېشي. راپور کې راغلي چې له دغې مرستې به ډېری اړمن افغانان په مستقیمه توګه برخمن شي او دغه راز به افغانستان له یو ستر اقتصادي ناورین څخه وژغوري. راپور کې راغلي دي … نور ولولئ
افغانستان

یو‌ اس‌ ټوډې: امریکا په افغانستان کې ستراتیژیکه ماتې وخوړه

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د چارو ډېریو امریکایي شنونکو او یو شمېر پخوانیو جنرالانو امریکا په افغان جګړه کې بایلونکې وبلله خو د سپینې ماڼۍ اوسني چارواکي لا هم له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل په بېلا بېلو نومونو توجیه کوي. یو‌اس ټوډې ورځپاڼې د یوې مقالې په خپرولو سره ویلي چې امریکا په افغانستان کې سخته ستراتیژیکه ماتې خوړلې ده. ورځپاڼه لیکي چې بایډن د ولسمشرۍ په تبلیغاتي … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: زموږ بندیزونه د مرستې رسونې بهیر نه زیانمنوي

امریکا وایي طا لبان دې د ټولو افغانانو حقوق خوندي کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه وروستي خپاره شوي راپورونه اندېښمنوونکي بولي او وایي طا لبانو ته په کار ده چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د خوندي کولو لپاره یې هڅه وکړي. پرایس همدا راز وایي چې د دوی محدودیتونه او بندیزونه هېڅ … نور ولولئ
افغانستان

سناتوران: بايډن دې د ایستل شوو افغانانو برخلیک روښانه کړي

امریکايي سناتوران وایي ولسمشر بايډن دې د ایستل شوو افغانانو لپاره خپله طرحه ژر تر ژره وړاندې کړي. امریکايي سناتورانو په یوه لیک کې د امریکا له ولسمشر جو بايډن غوښتي چې د تخلیې ماموریت او ایستل شوو افغانانو برخلیک دې روښانه کړي او په دې تړاو دې ژر تر ژره خپله طرحه له دوی سره شریکه کړي. دغه سناتوران وایي چې لا هم په افغانستان کې ګڼ امریکايي وګړي حضور لري او تر څنګ … نور ولولئ
افغانستان

پوتین: غرب باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي

د روسیې ولسمشر وایي غرب دې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین په روسیه کې په یوه اقتصادي فورم کې د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان په سخت وضعیت کې دی او بشري مرستو ته اړتیا لري. دده په خبره غرب او امریکا ته په کار ده چې په دې حساس وضعیت کې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي څو له دې پیسو د بشري وضعیت په … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: له امریکا سره مذاکرات ګټور وو

بهرنیو چارو وزارت وایي له امریکایي لوري سره یې ګټورې خبرې لرلې دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د امریکا او افغان لوري ترمنځ دوه ورځنۍ خبرې پای ته رسېدلې دي. دده په وینا په دې مذاکراتو کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي او سیاسي مسایلو او بشردوستانه مرستو خبرې شوې دي. افغان لوري له امریکا غوښتي چې پر افغانستان خپل بندیزونه پای ته ورسوي، کنګل شوې … نور ولولئ
نړۍ

پنټاګون: نړۍ کې باید ژر خپل نظامي موقف بدل کړو

امریکا وایي ددې اړتیا لري چې په چټکه توګه په ټوله نړۍ کې خپل نظامي پلانونه او موقف بدل کړي. د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون چارواکو ویلي چې دوی په ټوله نړۍ کې په تېره په سمندرون و کې د خپل نظامي حضور څرنګوالی ارزولی دی. سرچینه وايي دوی دې پایلې ته رسېدلي چې دمګړی نړۍ له نوو ګواښونو سره مخ کېدونکې ده او امریکا هم ددې اړتیا لري چې د خپلو رقیبانو د … نور ولولئ
نړۍ

ترکیه کې توپان ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

سکای نیوز راپور ورکړی دی چې په ترکیه کې د نن ورځې له سهاره راهیسي پیل شوي توپان لږ تر لږه ۴۲ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. راپور کې د پلازمینې استانبول د طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکو له قوله راغلي چې د ترکیې په تر ټولو ستر ښار کې د نن ورځې له سهاره راهیسې د تېزو بادونو په ملتیا شدید باران پیل شوی دی چې په نتیجه کې یې یو شمېر … نور ولولئ
افغانستان

هرات کې د زعفرانو حاصلاتو کې کموالی راغلی

د افغانستان د زعفرانو په تولید کې کموالی راغلی دی. د راپورونو له مخې د هرات ولایت د کرنې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د زعفرانو په حاصلاتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی. د کرنې ریاست مسوولین وایي چې تېر کال په دغه ولایت کې د زعفرانو شاوخوا شل ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو، خو روان کال دا کچه یوازې لس ټنه کېږي. د هرات ولایت ځايي چارواکي … نور ولولئ