افغانستان

د بحران نړيواله ډله: د انساني ناورین مخنیوي لپاره دې پر افغانستان بندیزونه لرې شي

د بحران نړيوالې ډلې خبرداری ورکړی، که پر افغانستان لګېدلي بنديزونه لرې نشي، نو ښايي سږ کال ژمي کې تر يو ميليون پورې خلک له لوږې او يخنۍ ومري. د بحران نړيوالې ډلې له ملګرو ملتونو او ټولو ښکېلو هېوادونو غوښتنه کړې، چې د افغانستان روان اقتصادي او بشري وضعيت ته جدي پاملرنه وکړي او د افغان ولس د ژوند ژغورلو لپاره بايد پر افغانستان لګېدلي بنديزونه لرې کړي. دغې ډلې اندېښنه ښودلې، که د … نور ولولئ
سیاست

پاکستاني طالبانو د پاکستان له حکومت سره اوربند پای ته ورساوه

د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان له حکومت سره یو میاشتنی اوربند پای ته رسېدلی اعلان کړ. د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي، چې د افغان طالبانو په منځګړيتوب یې د پاکستان له حکومت سره په مشروط ډول یو میاشتنی اوربند اعلان کړی و، وايي چې د پاکستان حکومت د بندیانو د خلاصون په ګډون د اوربند د موافقې له شرطونو سرغړونه کړې ده. د پاکستاني طالبانو تحریک اسلام اباد د اوربند د … نور ولولئ
افغانستان

کاملوف: پر افغانستان دې اقتصادي فشارونه ختم کړل شي

ازبکستان پر افغانستان د اقتصادي فشارونو د ختمولو غوښتنه کړې ده. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې افغانان له سخت اقتصادي او بشري وضعیت سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې عاجلو مرستو ته اړتیا لري. دده په وینا په ګاونډي افغانستان کې یې خلک له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي نو له همدې امله له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر دغه … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مېرمنو پر اوسني وضعیت اندېښنه لرو

ملګرو ملتونو د نوي حکومت له راتګ وروسته د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په تړاو یو راپور خپور کړی دی. د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې ادارې په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې ډول ډول فشارونه مخ پر زیاتېدو دي. سرچینه وایي چې دوی له زده کړو محرومې دي، دندو ته نه شي تللی، پر دوی د سفرونو بندیز … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: طا لبان دې د عفوې پر ژمنه عمل وکړي

امریکا وایي په افغانستان کې روان وضعیت خواشینوونکی دی، خو تر هغه چې دوی له هر څه ډاډه نه شي کنګل شوې شتمني نه ازادوي. د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي، ټوماس ویسټ له یوې امریکايي رسنۍ سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان په هره برخه کې له روان وضعیت خبر دي. دده په خبره د خلکو له ناوړه اقتصادي وضعیت، د ماشومانو له خوارځواکۍ، د معاشونو … نور ولولئ
افغانستان

یونسیف: افغانستان کې د مرستو لپاره ۲ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده

یونسیف له ملاتړو هېوادونو په افغانستان کې د مرستو لپاره دوه میلیارده ډالر غوښتي دي. د یونسیف ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت ورځ تر بلې ترینګلی کېږي او دوی اړ دي چې د صحي نظام د ساتلو او افغان ماشومانو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي. دغه ادارې ویلي چې دوی د مرستو لپاره دوه میلیارده ډالرو ته اړتیا لري او له مرستندویه هېوادونو یې د دې پیسو … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: ۱۸۲ زره افغانان د وېزو له لارې راغلي دي

پاکستان وایي روان کال شاوخوا ۱۸۰ زره افغانان دغه هېواد ته ورغلي دي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي، له هغه وروسته چې د وېزې ورکړه انلاین شوې ده، اسانتیا پکې راغلي نو شاوخوا ۱۸۲ زره کسان پاکستان ته د وېزو له لارې ورغلي دي. نوموړی وایي له دې ډلې ۱۲ زره یې د پاکستان له لارې بهرنیو هېوادونو ته تللي دي، له څلوېښتو زرو تر پنځوسو زرو یې د ملګرو ملتونو له لارې … نور ولولئ
افغانستان

له هېواد د تلونکو کسانو ستونزې دې حل کړل شي

له هېواد د تلونکو کسانو ستونزې دې حل کړل شي. د طا لبانو مشر ملا هبت الله په تازه خپاره کړي پیغام کې له هېواده د زرګونه کسانو تګ د اندېښنې وړ مسئله بللې ده او په خبره یې د والیانو او چارواکو مسوولیت دی چې په دې تړاو ځینې اقدامات ترسره کړي. د ده په خبره هره ورځ زرګونه کسان له افغانستان وځي، چې دلته یې د کورنیو د اندېښنې سبب ګرځي او تر … نور ولولئ
افغانستان

ناروې له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار کړی دی

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انکین هویتفلډ له تمیلوونکو هېوادونو غوښتنه کړې ده چې هغه ۲۸۰ میلیونه ډالر له افغانستان سره د مرستې لپاره د خوړو نړیوال سازمان او یونیسف په واک کې ورکړي چې مخکې ورباندې هوکړه شوې ده. نوموړې ویلي، د افغانستان د کنګل شوې مالي پانګې له جملې دي هغه ۲۸۰ میلیونه ډالر د ملګرو ملتونو په واک کې ورکړل شي چې د نړیوال بانک د یو پلاوي له لوري یې … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا له م.م د نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې ده

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا مرستیال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې څخه د هغو نیمګړو پروژو د بشپړولو غوښتنه کړې ده چې د تېر نظام په وخت کې پیل شوې وې خو چارې یې نیمګړې پاتې شوې دي. مولوي عبدالسلام حنفي دغه راز له نوموړې سره په لیدنه کې د افغانستان د ملي پانګې پر ازادولو هم ټینګار کړی دی. په ورته وخت کې دیبورا لاینز ویلي چې د افغانستان … نور ولولئ