افغانستان

خلیلزاد: د مذاکراتو ناکامېدو کې دواړه اړخونه پړه دي

د بین الافغاني مذاکراتو په ناکامېدو کې جمهوریت او امارت دواړه پړه دي. د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه مرکه کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره هڅې کولې، خو دغه مذاکرات ناکام شول او په ناکامېدو کې یې جمهوریت او امارت دواړه پړه دي. دده په وینا اشرف غني له لومړي سره د مذاکراتو ننګه نه کوله، د … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې سخته لوږه او فقر بې مخینې دي

په افغانستان کې روان فقر او لوږه په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې دی. په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشرې ماري الن مکګرورتي په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د وضعیت وړاندوینه سخته ده. د نوموړې په خبره همدا اوس هر څه مخ پر ځوړ دي او د خلکو ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي. د الن په خبره پیسو خپل ارزښت بایللی دی، بېکاري ډېره شوې ده، خلک نقدو پیسو ته … نور ولولئ
افغانستان

ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده

ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. والسټرېټ ژورنال په یوه راپور کې وايي، ایران د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده، چې له لوږې او وېرې دغه هېواد ته ورغلي دي. سرچینه وړاندې لیکي چې ایران هره ورځ له ۲ زرو تر پنځو زرو پورې افغان کډوال بېرته را اړوي او نیمروز ولایت ته یې استوي. په راپور کې له راګرځېدلو کډوالو سره خبرې شوې دي او دوی د … نور ولولئ
افغانستان

سور صلیب: د ۶ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوو

نړیوال سور صلیب د ۶ زره روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکوي. د نړیوال سره صلیب د مطبوعاتي برخې مسوولینو ویلي چې دوی په افغانستان کې دمګړی شاوخوا ۲۳ دولتي روغتونونو ته د روغتیايي توکو په رسولو بوخت دي او تر څنګ یې د شاوخوا ۶ زره روغتیايي کارکوونکو د معاشونو ورکړه پيل کړې ده. دغه کمېټه وايي چې په هېواد کې د روغتیايي نظام د ساتلو لپاره خپلې هڅې پراخوي او غواړي شته ګواښونه تر یوې … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: تر نړیوالو مخکې نوی حکومت په رسمیت نه شو پېژندلی

پاکستان وایي د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل په نړیواله ټولنه او د سیمې په هېوادونو پورې اړه لري. په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له ټاس خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان په یوازې ځان طا لبان په رسمیت نه شي پېژندلی تر هغه چې نړیوالې ټولنې په دې اړه پرېکړه نه وي کړې. دده په خبره ټول په دې تمه دي چې د سیمې هېوادونه … نور ولولئ
نړۍ

امریکا کې سخت توپان ۷۰ کسه وژلي دي

په امریکا کې سختو توپانونو اویا کسان وژلي دي. د راپورونو له مخې د امریکا په کنتاکي ایالت کې سخت توپان او دوړې شاوخوا ۷۰ کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. دې توپان د امریکا په نورو ایالتونو کې هم د خلکو کورونه ویجاړ کړي او مرګ ژوبله یې اړولې ده. امریکايي چارواکو دا د امریکا په تاریخ کې تر ټولو سخت توپان بللی دی. جو بایډن په یوه اعلامیه کې ایالتي … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا د سیاسي سلا مشورو لپاره د دیني علماوو غونډه جوړوي

اسلامي امارت د سیاسي سلا مشورو لپاره د دیني عالمانو د شورا د غونډې د جوړېدو خبر ورکوي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ به دا شورا د اسلام له نظره ښځو ته په حکومت کې د حقونو د ورکړې په باره کې له حکومت سره خپل نظر شریکوي. مجاهد د دې شورا په اړه وویل، چې په دې شورا کې به علما وي، خو ښځې به نه … نور ولولئ
افغانستان

سېف دې چلډرن: نړیوال دې د افغانستان په اړه خپلې تګ لارې نرمې کړي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې ادارې ‘سېف دې چلډرن’ له نړیوالو غوښتي دي چې خپلې تګ لارې نرمې کړي او اجازه دې ورکړي چې په افغانستان کې ماشومانو ته بېړنۍ بشر دوستانه مرستې ورسېږي. په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې د ادارې مسوول کریستیانو مارټون ویلي چې په افغانستان کې په میلیونونو ماشومان له مرستو بې برخې شوي دي او غذایي بحران د میلیونو ماشومانو او زلمیو ژوند په دغه هېواد کې … نور ولولئ
افغانستان

حکمتیار: امریکا په کابل کې د خپلو ۲ زره پوځيانو د حضور غوښتنه کوي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي امریکا په کابل کې د خپل سفارت له پرانیستلو سره د ۲ زره امریکايي پوځیانو د حضور غوښتنه کوي. حکمتیار وايي، په افغانستان کې اوسنی بحراني وضعیت په دې هېواد کې د امریکا د شل کلن حضور له امله دی، چې په وینا یې اوس یاد هیواد په کابل کې د خپل سفارت په پرانیستلو سره په پټه یا ښکاره د ۲ زره امریکايي سرتېرو د ځای پر … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: په اوسني ناوړه وضعیت کې افغانان یوازې نه پرېږدو

د سولې او سیاسي چارو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله روزمیري دي ‌کارلو وايي، دا سازمان له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او افغانان یوازې نه پرېږدي. نوموړې چې پرون کابل ته خپل درې ورځينی سفر پای ته ورساوه، ویلي چې ملګري ملتونه به له افغانانو سره د ټول شموله، عادلانه او سوله ‌ییزې ټولنې د رامنځته کېدو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. دي ‌کارلو افغانستان … نور ولولئ