افغانستان

کابینې د ۱۴۰۰ کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید کړه

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر غني په مشرۍ تېره ورځ د کابینې غونډه شوې ده او په هغه کې د راتلونکي کال د بودیجې دویمه مسوده هم تایید شوې ده. تر دې وړاندې د ولسي جرګې غړو د حکومت له لوري له وړاندیز شوې بودیجې سره مخالفت ښودلی دی او هغه یې غیر عادلانه بللې وه. وکیلانو همدا راز به نوې بودیجه کې د ښوونکو او … نور ولولئ
سپورټ

د انوشکا شرما او ویرات کوهلي لور وزیږیده

د باليووډ فلمونو مشهورې اداکارې انوشکا شرما نړۍ ته لور راوړه. نن غرمه مهال د انوشکا شرما لومړنى ماشوم زیږیدلی دى، چې نجلۍ ده. انوشکا شرما چې د هندوستان د مشهور کرکټ لوبغاړي او کپتان ويراټ کوهلي سره يې واده کړى دى، څو مياشتې وړاندې يې اعلان کړى و، چې د دوى لومړنى ماشوم به د ٢٠٢١ کال په جنورۍ مياشت کې دې دنيا ته راشي. ويراټ کوهلي نن په ټويټر کې يو پېغام خپور … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې ۲۲ طالبان له دولت سره یوځای او ۷ داعشیان تسلیم شول

د ننګرهار ولایت مقام وایي، په دغه ولایت کې ۲۲ طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شوي او ۸ تنه د داعش ډلې غړي بیا تسلیم شوي دي. د ننګرهار له ولایت مقام په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ولایت کې د ملي امنيت رياست په هڅو د يو سرګروپ په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان د سولې بهير سره يو ځای او اته داعش وسله وال د خپلو ديرش ميله سپکو … نور ولولئ
سیاست

عمران خان: هندوستان د داعش ډلې ملاتړ کوي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي، په کویټه کې پر شعیه هزاره ګانو برید داعش کړی او په وینا یې د دوی د استخباراتي ادارو معلومات دا دي چې هند د داعش ډلې ملاتړ کوي. د پاکستان لومړي وزیر په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، وروسته تر هغه چې بهرني قدرتونه له افغانستان ووتل، په سیمه کې پاتې شوې وسله‌والې ډلې پاکستان ته په ځانګړې توګه د شعیه هزاره ګانو په نښه کولو سره ډېر … نور ولولئ
کرونا

د روغتیا نړیوال سازمان د متخصصانو یوه ډله چین ته لېږي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، دوی به د متخصصانو یوه ډله چین ته د کرونا ویروس د ریښې د پیدا کولو په موخه ولېږي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، نن دوه شنبې چنایي چارواکو ویلي، د روغتیا نړیوال سازمان د نړیوالو متخصصانو یوه ډله چین هیواد ته د کرونا ویروس د ریښې د پیدا کولو په موخه لیږي. د راپورونو له مخي، دغه ډله به د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه … نور ولولئ
افغانستان

د ازبکستان وارداتي برښنا ۴۰۰ میګاواټه ته لوړه شوه

د افغانستان برښنا شرکت وايي، ازبکستان هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برښنا کچه له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ میګاواټو ته لوړه کړه. برښنا شرکت وایي، وړاندې د ازبکستان د برښنا پنځو دستګاوو کې د عارضې رامنځته کېدو له امله نوموړي هیواد افغانستان ته د خپلې برښنا کچه را ټیته کړې وه. دغه شرکت وایي، دغه راز د افغانستان برښنا شرکت د رهبري پلاوي له خوا جدي هڅې روانې دي څو د برښنا حالت د عادي … نور ولولئ
سیاست

امریکا: د استازو مجلس د ټرمپ د استیضاح غوښتنه کړې

وروسته تر هغه چې د ډونالډ ټرمپ پلویانو د امریکا پر کانګریس برید وکړ، په دغه هېواد کې د دوو حاکمو ګوندونو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوي او د دیموکرات ګوند کانګریس ته د ولسمشر ټرمپ د استیضاح طرحه وړاندې کړه. د کانګریس مشرې نانسي پلوسې د استازو او د سنا مجلس له دیموکراتانو غړو سره په یوه طرحه کار کړی دی او دا طرحه یې دواړو مجلسونو ته وړاندې کړې ده چې له مخې یې … نور ولولئ
افغانستان

صالح: د ضیا ودان موټرچلوونکی له پروني موټر بم روغ وتلی

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د خوښۍ ځای دی چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د ویاند ضیا ودان موټرچلوونکی ژوندی دی او په خبره یې، د نوموړي د قاتلانو په پیدا کولو کې به له دوی سره مرسته وکړي. د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د شپږنیمو بجو د ناستې جزیات په فېسبوک پاڼه خپاره کړي او زیاته کړې یې ده، په نننۍ غونډه کې یې د عامه ساتنې د ملي تصدۍ … نور ولولئ
رسنۍ

ارګ پر ضیأ ودان برید غندلی

ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه ساتنې ملي تصدۍ پر ویاند ضیأ ودان برید غندلی او دا یې غټ جنایت یاد کړی دی. له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن سهار د کابل ښار په اتمه ناحیه کې د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ عمومي ریاست د ویاند ضیا ودان پر موټر د برید په پایله کې نوموړی له خپلو دوو همکارانو سره ووژل شو. خبرپاڼه لیکي، ولسمشرغني د دغه تروریستي … نور ولولئ
افغانستان

ضیأ ودان ماین چاودنه کې ووژل شو

د عامه ساتنې ملي تصدۍ ویاند او د مطبوعاتو امر ضیأ ودان نن سهار کارته نو سیمه کې طلایي ښارګوټي ته څېرمه د مقناطیسي ماین چاودنه کې له یوه ساتونکي او موټر چلوونکي سره ووژل شو. ضیأ ودان ته نږدې سرچینې رسنیو ته وویل، نوموړي نن سهار خپل دفتر ته پر لاره و چې په کارته نو سیمه کې یې پر موټر چاودنه وشوه او د نوموړي په ګډون درې نور کسان چې یو یې … نور ولولئ