افغانستان

طالبانو؛د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه د پنټاګون پرېکړه ستایلې

وروسته تر هغه چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وویل چې په افغانستان کې یې د خپلو سرتېرو شمېر تر ټولو کمې کچې ته راټیټ کړی دی، طالبانو یې دا پرېکړه ستایلې او د امریکا او طالبانو د هوکړې مطابق یې دا اقدام یو غوره او پر ځای ګام بللی دی. د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم ویلي، بې له شکه د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې توافقنامې عملي کیدل د دواړو … نور ولولئ
افغانستان

حمدالله محب:طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په زور واک ته د رسېدو نیت لري

د ملي امنیت سلاکار په يوه مرکه کې ويلي، چې طالبان له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتو ته شېبې شماري او غواړي چې په زور حکومت ونیسي. محب وایي، چې که د سولې خبرې ناکامې شي، دولت له طالبانو سره جګړې ته چمتو دی. نوموړی وايي تر دې دمه، چې روان حالت څاري، طالبان په خبرو وخت ضایع کوي او په دې فکر کې دي، چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به دوی … نور ولولئ
نړۍ

مالیزیا د پاکستان د هوایي شرکت الوتکه درولې ده

د مالېزيا حکومت نن د پاکستان د هوايي شرکت پي‌ای‌اې يوه الوتکه د پور د نه ادا کولو له امله درولې او سپرلۍ يې هم قرنطين کړې دي. پر پي‌ای‌اې باندې د پيري ګرين په نامه يوې کمپنۍ دعوه کړې چې د دوی پورونه نه ادا کوي او کومه ټاکلې نېټه هم نه ورکوي چې پور به يې ورکول کېږي. مالیزیايي چارواکو د پاکستان د هوايي شرکت پي ای اې یوه الوتکه په بریتانیا کې … نور ولولئ
افغانستان

کندز: لمونځ کوونکو د زهره په نوم پر یوې محلي راډیو برید کړی

د کندز په مرکز کې یو شمېر خلکو په دغه ولایت کې د زهره په نوم پر یوې راډیو برید کړی او وسایل یې ورته له منځه وړي دي. د زهره راډیو مسوول مدیر محسن احمدي وایي چې نن ماسپښین یوه نیمه بجه د کندز ښار جامع جومات ملا امام خپلو مقتدیانو ته پر راډیو د برید فتوا ورکړه. د نوموړي په خبره مقتدیانو وروسته له هغې پر راډیو برید وکړ کله چې د راډیو … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: هند افغان سولې ته ژمن نه دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځلې بیا په هند تور لګولی چې افغانستان کې د سولې روانه پروسه ګډوډول غواړي. قریشي ویلي پاکستان په افغانستان کې د تلپاتې سولې هڅې کوي او د سولې په روانه پروسه کې یې خپل رول لوبولی دی. نوموړي تور لګولی چې هند افغانستان کې د سولې مخې ته خنډونه راولاړوي. تر دې مخکې هم کله ناکله د پاکستان دولتي چارواکو په هند تورونه لګولي … نور ولولئ
افغانستان

نعیم وردګ: د سولې بین الافغاني مذاکرات نه دي ځنډول شوې

د افغان سولې د دوهم پړاو له پیل څخه څو ورځې وروسته یو شمیر کورنیو او بهرنیو رسنیو خبر خپور کړ، چې بین الافغاني مذاکرات د امریکا د منتخب ولسمشر جوبایډن د نوي حکومت تر پیل کیدو پورې ځنډول شوي دي. خو تیره شپه بیا په قطر کې د طالب پلاوي ویاند محمد نعیم وردګ، رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې بین الافغاني … نور ولولئ
افغانستان

حمدالله محب: افغان ځواکونه بهرنیو سرتېرو ته اړتیا نه لري

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي چې افغان ملي امنیتي ځواکونه پیاوړي دي او کولای شي چې په یوازې ځان د هېواد امنیت وساتي نو پر همدې بنسټ بهرنیو ځواکونو ته هیڅ اړتیا نه شته. نوموړي زیاته کړې، د بهرنیو ځواکونو همکاري پر خپل ځای خو د افغانستان د امنیت لپاره افغان ځواکونه د هغوی موجودیت ته هیڅ اړتیا نه لري. محب ویلي، په افغانستان کې اوسنۍ بې ثباتې یوازې افغانستان نه … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د درې پروژو پرانیسته وشوه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې اقتصادي پروژې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له لورې پرانیستل شوي. د دغه پروژو په لړ کې د نوري فایبر، د اقینې او اندخوی دیرش کیلو مټره رېل پټلۍ، او د ۵۰۰ میګاولټه برښنا پرانیسته وشوه. یاد مراسم چې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې جوړ شوي وه د دواړو هېوادونو ډېری استازي یاد ولات ته راغلي وه او دغه راز د دواړو هېوادونو ولسمشران هم په … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: جګړه د خلکو په زیان ده، طالبان دې اوربند وکړي

ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر اوربند هوکړه وکړي. ولسمشر غني چې نن یې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د درېیو مهمو پروژو د پرانیستې لپاره په جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې روانه جګړه د هېچا په ګټه نه ده او طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي. ولسمشر همدا راز وویل، که په افغانستان کې سوله راځي او امنیت … نور ولولئ
افغانستان

مذاکراتي ټیمونو له څو ورځو راهیسې غونډه نه ده کړې

د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ مخامخ مذاکراتو کې وقفه او ځنډ راغلی دی. په دوحه کې د مذاکراتي ټیم ځینو غړو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې له څو ورځو راهیسې د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ټیمونو له یو بل سره نه دي لیدلي. بل خوا د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون له رسنیو سره ویلي چې دمګړی د افغان حکومت مذاکراتي ټیم په خپلمنځي بحثونو بوخت دی او … نور ولولئ