سوله

د روغتیا نړیوال سازمان؛ د نړۍ ټولو بې وزلو هېوادونو ته د کرونا واکسین یواځې ۲۵ دوزه ورکړل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر دې دمه د ټیټ عاید لرونکي هیوادونو ته د کرونا واکسین یوازې ۲۵ دوزه ورکړل شوي دي. ددې سازمان عمومي منشي تدروس آدانوم د نړۍ هغو ۳۹ ملیونه واکسینو ته اشاره وکړه چې بډایه هیوادونو ته ورکول شوې او دا کار یې یو ناورین یاد کړی. د ښاغلي ادانوم په وینا، دا عادلانه نه ده چې په بډایه هیوادونو کې دې ځوانانو … نور ولولئ
افغانستان

لغمان کې د ګلپيانو سږني حاصلات ۲۲زره ټنو ته رسېدلي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي په ختیځ لغمان ولایت کې د ګلپیانو حاصلات څه باندې ۲۲ زره ټنو ته رسېدلی دي. یاد وزارت زیاتوي چې، روان کال په دغه ولایت کې پر ۱۰۲۵ هکتاره ځمکه ګلپيان کرل شوي وو چې حاصلات یې ۲۲۵۵۰ ټنو ته رسېدلي دي. دوی وایي له کروندګرو سره يې پر وخت مرسته د دې لامل شوې چې هرکال د دوی حاصلات نسبت تېر ته زیاتېږي. بل لورته … نور ولولئ
افغانستان

د مالیې وزارت: د ولسمشر غني په لارښونه د معاشونو د لوړوالي په طرحه کار کېږي

مالیې وزارت د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودجې‌ د مسودې په اړه د ولسي جرګې د استازو د وړاندیزونو هرکلی وکړو. د ماليې وزارت په وینا، ولسمشر غني درې میاشتې وړاندې د دولتي کارکوونکو د معاشونو د برابرۍ موضوع د کابینې په غونډه کې مطرح کړه. یاد وزارت زیاتوي چې کابینې د روان کال د عقرب په ۱۴مه مالیې وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون ته د معاشونو د طرحې برابرولو دنده … نور ولولئ
افغانستان

سټولټنبرګ: له افغانستان د وتلو په هکله مو دریځ نه دی بدل شوی

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ وايي، له افغان ولسمشر اشرف غني سره یې په خبرو کې ویلي چې افغانستان کې یې د ځواکونو په هکله دریځ بدل شوی نه دی. ستولتنبرګ پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي«له ولسمشر اشرف غني سره د افغانستان د سولې پر پروسې وږغېدم. د ناټو دریځ بدل شوی نه دی، زموږ د ځواکونو حضور مشروط دی. موږ له افغان امنیتي ځواکونو سره ملاتړ ته دوام ورکوو څو دا ډاډ رامنځته کړو چې … نور ولولئ
افغانستان

طالبان: که حکومت زموږ بندیان اعدام کړي موږ یې هم بدیل اخیستلی شو

د طالبانو غبرګون له هغه وروسته دی چې امرالله صالح وویل ښارونو کې ترور ځکه ډېرېږي چې طالب بندیان فکر کوي، په هر حالت بښل کېږي او د خپلو چارو سزا نه ویني. د نوموړي دغه څرګندونو ته د طالبانو ویاند غبرګون ښودلی. د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، که حکومت د دوی بندیان اعدام کړي دوی به په نورو بدیلو لارو لاس پوري کړي. د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بي بي سي … نور ولولئ
افغانستان

د امریکا سفارت: ښایي کابل کې ترهګریزې او جنایي پېښې نورې هم ډېرې شي

کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې وروستیو کې په ټول افغانستان کې ترهګریز بریدونه، جنایي جرمونه او هدفي وژنې ډېرې شوې دي. خبرپاڼه زیاتوي، یو شمېر هوټلونه، هستوګنځایونه، د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر او نورې هغه سیمې چې د بهرنیو وګړو په ځانګړې توګه د امریکایي اتباعو د تګ راتګ او راټولېدو ځایونه دي له زیات ګواښ سره مخ دي. د خبرپاڼې په وینا، په کابل … نور ولولئ
افغانستان

قطر کې د سولې مرکچي پلاوي مخامخ ناسته کړې

په قطر کې د افغانستان د مرکچي پلاوي او د طالبانو د سیاسي ډلې د مشرانو او یو شمیر غړو ترمنځ تیر ماښام مخامخ ناسته شوې ده. د دواړو لورو ترمنځ د اجنډا پر مسایلو خبرې شوي دي. دوحه کې د افغان مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري تېر ماښام پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: “‏نن ماښام د دواړو خواوو د مذاکراتي ډلو د رئیسانو او د هیئت د څو غړو تر منځ ناسته وشوه. په دې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني په طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره روان ترور ته د پای ټکی کیږدئ

افغان حکومت په کابل کې پر ښځینه قاضیانو برید په کلکو ټکو غندلی دی. ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې پر افغان ښځه، ماشوم، عالم او پر هر ملکي افغان برید د افغانستان پر عزت او عظمت برید دی. خبرپاڼه زیاتوي، د طالبانو او نورو ترهګرو له لوري پر بې دفاع هېوادوالو بریدونه د اسلامي ارشاداتو او سولې روحیې خلاف او د ولس پر وړاندې د نامشروع جګړې او دښمنۍ په مانا … نور ولولئ
افغانستان

راحلې دوستم نن رسما کارونه پیل کړل

د مارشال عبدالرشيد دوستم لور راحله دوستم د مشرانو جرګې د غړې په توګه نن یکشنبه د لوړې مراسم ترسره کړل. راحله دوستم څو ورځې وړاندې د ولسمشر غني له لوري د مشرانو جرګې د انتصابي سناتورې په توګه ټاکل شوې وه. د ولسمشر غني له دې پرېکړې وروسته چې مېرمن دوستم یې د مشرانو جرګې د سناتورې په توګه وټاکله، د ټولنیزو رسنیو د فعالانو سربېره یې د یو شمېر چارواکو غبرګونونه هم راوپارول. … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان زعفرانو د نړۍ په کچه لومړی مقام ترلاسه کړو

د افغانستان زعفران د ښه کیفیت په لرلو سره د اروپایي ټولنې د ذایقې د نړیوال انستیتوت له لورې د «درې طلایي ستورو» په اخیستو سره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړو. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي رسنیو ته وویل، چې د کیهان زعفران زراعتي شرکت د افغانستان په استازیتوب دا جایزه ترلاسه کړه. احمدي زیاته کړه، د کیهان زعفران زراعتي شرکت وروسته له دې کولای شي چې د … نور ولولئ