افغانستان

امریکا: له طالبانو سره دې د سولې خبرو ته دوام ورکړل شي

امریکا غواړي چې له طالبانو سره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت د تېر کال پر تړون له سره غور وکړي. د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار جک سالیوان د هېواد د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره د افغان سولې په اړه ټلیفوني خبرې کړې دي. د امریکا له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دغې شورا سلاکار تېر ماښام د افغانستان د ملي امنیت شورا له … نور ولولئ
افغانستان

فیفا د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ رامنځته شوی جنجال حلوي

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا غواړي چې د ۱۴۰۰مالي کال بودجې پرسر د ولسي جرګې او افغان حکومت ترمنځ رامنځه شوی جنجال حل کړي. د دې بنسټ مسوول محمد نعیم اصغري وايي، دوی ولسي جرګې او مالیې وزارت ته د دې ستونزې د حل په موخه طرحه ليږلې ده. د نوموړي په خبره د یادې طرحې یو ټکی همدا دی چې ولسي جرګه دې د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه په مشروط … نور ولولئ
افغانستان

روغتیا وزارت: درې نیم میلیونه ماشومان له واکسین پاتې شوي

عامې روغتیا وزارت وایي په هېواد کې له پنځو کلونو کم عمره لس میلیونه ماشومان د ګوزن ضد واکسین ورکولو په عمر دي چې په سږني کمپاین کې یې له ډلې شاوخوا دری نیم ملیونه د واکسین له څاڅکو محروم پاتې شوي. روغتیا وزارت وړاندې د درې میلیونه ماشومانو د پاتې کېدو اټکل کړی و، خو اوس وایې په پکتیا او میدان – وردګو کې د امنیتي ننګونو او په دایکندي، بامیان او غور ولایتونو … نور ولولئ
افغانستان

بن کریم العیسی: د افغان جګړې پای ته رسول زموږ مسوولیت دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر سعودي ته د خپل سفر پر مهال د رابطه عالم اسلام په نامه بنسټ له رییس او د اسلامي نړۍ له پېژندل شوي مفکر محمد بن عبدالکریم العیسی سره لیدلي دي. د بهرینو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان جګړې په اړه یو بل سره خبرې کړې دي او د دغې جګړې پر پای ته رسېدو یې ټینګار کړی … نور ولولئ
افغانستان

په ننګرهار کې د جودرې ویجاړ شوی جومات ورغول شو

د ننګرهار والي ضیاء الحق  امرخیل وایي، د هسکې مېنې ولسوالۍ د جودرې جومات چې د داعش له لوري ویجاړ شوی وو، د ولسمشر غني په حکم د ملي پراختیايي ادارې له لوري د ۱۳ میليونه افغانیو په مالي لکښت يې د جوړولو نوي سلنه چارې بشپړې شوي دي. ښاغلي امرخېل پرون چهارشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه د یاد جومات د ۹۰ سلنه چارو د بشپړېدو خبر ورکړی دی. د ننګرهار هسکه مېنه په تېر … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: امریکا دې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ودریږي

ولسمشر غني وايي تمه لري چې د بایډن په راتګ سره د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو نوی فصل پيل شي. ولسمشر غني بایډن ته د مبارکۍ په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې دا د امریکا لپاره تاریخي ورځ ده او بایډن ته د بریا هیله کوي. Congratulations, President @JoeBiden, for a new beginning on this historic day. In these trying times, Afghanistan stands alongside the United States—our foundational partner—as it starts anew … نور ولولئ
افغانستان

اروپایي ټولنه: د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي دوام د سولې پروسه له ګواښ سره مخ کوي

اروپایي ټولنې په کابل کې د نورو ډیپلوماټیکو استازولیو په ګډون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالی غندلی او زیاته کړې یې ده چې د جګړې دوام، هدفي وژنې او نور ترهګریز بریدونه د ډیموکراټیکو اصولو خلاف اعمال دي او دا چاره د سولې پروسه له ګواښ سره مخامخ کوي. په دې خبرپاڼه کې راغلي، سوله متقابل باور ته اړتیا لري او د همدې لپاره لازمه ده چې تاوتریخوالی … نور ولولئ
افغانستان

د افغان حکومت خبرداری؛ د طالب بندیانو له خوشي کولو ترخې تجربې لرو

افغان حکومت وایي د طالبانو نور بندیان به خوشي نه کړي. د ولسمشر سلاکار وحید عمر نن رسنیو ته ویلي افغان حکومت د پنځه زره طالب بندیانو له خوشي کولو خورا ترخه تجربه لري. د هغه په وینا افغان حکومت د سولې او ثبات د راتګ په نیت پنځه زره طالب بندیان خوشي کړل، خو دې مسئلې نه یوازې دا چې جګړې کمې نه کړې بلکې لا یې اوږدې کړې. وحید عمر ویلي طالبان دا … نور ولولئ
سیاست

ټرمپ: ویاړم چې کومه نوې جګړه مې پیل نه کړه

ډونالډ ټرمپ د امریکا له ولسمشرۍ سره مخه ښه وکړه او د خپلې مخې ښې وینا یې رسنیو ته واوروله. ټرمپ چې نن یې واک پای ته رسېږي، د مخه ښې پیغام کې وویل، ویاړي چې تېرو دوو لسیزو کې داسې ولسمشر دی چې کومه نوې جګړه یې پیل نه کړه. ټرمپ زیاته کړې چې پر خپلو ټولو کارونو ویاړي. د هغه په خبره ده او ډلې یې هغه څه تر لاسه کړل د کوم … نور ولولئ
افغانستان

بلینکن: ځواکونه مو له افغانستان وباسو خو ټول مسایل به له نږدې څارو

د امریکا د نوي جوړېدونکي حکومت د بهرنیو چارو وزارت ته نومول شوی وزیر وایي د طالبانو او امریکا ترمنځ تړون په دقیقه توګه ارزول کېږي. آنتون بلینکن امریکایي سناتورانو ته د خبرو پر مهال ویلي تر دې دمه ددغه تړون له جزیاتو په بشپړه توګه خبر نه دی. د هغه په وینا دغه تړون به په دقیقه توګه ارزول کېږي او تر هغه وروسته به یې په اړه د بایډن حکومت دریځ خپلوي. نوموړي … نور ولولئ