افغانستان

میر رحمان رحماني له خلیلزاد غوښتنه کړې چې ژر تر ژره افغان جګړه ختمه کړي

ولسي جرګې له زلمي خلیلزاد غوښتنه کړي ده چې ژر تر ژره په افغانستان کې د روانې جګړې د پای لپاره اقدام وکړي. د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني ویلي چې له خلیلزاد سره یې تلیفوني خبرې کړې دي او د سولې په تړاو یې له هغه سره بحث کړی دی. نوموړی زیاتوي، افغانستان کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي اوج د جدي اندېښنې وړ دی او له خلیلزاد سره یې په خبرو کې … نور ولولئ
افغانستان

ولسي جرګه: حکومت دې له هوايي ډګر د پیسو د لېږد موضوع وڅېړي

د ولسي جرګې غړي وايي حکومت دې له هوایي ډګر د پیسو د لېږد په تړاو د سیګار او د رسنیو د وروستیو راپورونو په اړه وضاحت ورکړي. دغه څرګندونې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو نن دوشنبه ددې جرګې په امتیازي ساعت کې وکړي او زیاته یې کړه چې د سیګار راپور چې په کې راغلي، د کابل له هوایي ډګر څخه په غیر قانوي توګه نغدې پیسې لېږدول کېږي څېړنه دې یې وشي. … نور ولولئ
افغانستان

سیګار: د هوایي ډګر له لارې بهر ته د نغدو پیسو قاچاق روان دی

د امريکا د ځانګړې پلټونکي يا سيګار ادارې ویلي چې،د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه د VIP پروازونو له لارې دې د نغدو پيسو د قاچاق مخنيوی وشي. د امريکا د ځانګړي پلټونکي يا سيګار ادارې پخپل تازه راپور کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر څخه په VIP پروازونو کې د نغدو پيسو د لېږد په اړه اندېښنه ښودلې او په دې اړه يې د هغو ځانګړو ماشينونو او وسايلو په استعمال ټينګار … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: طالبان له ولس سره دښمني لري

افغان دولت د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده. له ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په هېواد کې د روان تاوتریخوالي په ځانګړې توګه، هدفي وژنو، ماین چاودونو او نورو ترهګریزو پېښو پړه پر طالبانو اچول شوې ده. خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له قوله راغلي چې په ملکي کارکوونکو بې رحمانه بریدونه، په ښارونو کې د چسپکي ماین چاودنې او نور ترهګریز فعالیتونه له افغان … نور ولولئ
افغانستان

قریشي: افغان سوله کې د بایډن ادارې سره همکارۍ ته چمتو یو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې پاکستان د افغان سولې لپاره پرېمانه هڅې کړې دي او دوی غواړي چې اوس هم د امریکا نوي حکومت سره په ګډه کار وکړي. قریشي یو ځل بیا افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه بللې ده او زیاته کړې یې ده چې د سولې مذاکراتو پیل یو مهم پرمختګ دی او په زغم سره باید دا پروسه پر مخ یوړل شي. نوموړی دا … نور ولولئ
افغانستان

طالبانو د سولې په اړه د امریکا پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی

د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند د امریکا د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې دوی د د وحې هوکړې ته په بشپړه توګه ژمن دي او له امریکا هم دا تمه لري چې دغه هوکړې ته ژمن پاتې شي. د بایډن د ملي امنیت سلاکار تېره ورځ له حمدالله محب سره د خبرو پر مهال ویلي چې دوی به د دوحې پر هوکړه له … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: نړیوال او پاکستان دې طالبان اوربند ته وهڅوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت د سولې په برخه کې د ټولو هېوادونو همکاریو ته په درنه سترګه ګوري. سرچینې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي دغه هېواد ته په کار ده چې طالبان سولې او دایمي اوربند ته وهڅوي. بهرنیو چارو وزارت وایي افغان حکومت په ځلونو سولې ته خپله ژمنتیا ښودلې ده … نور ولولئ
افغانستان

ناروې په افغانستان کې د جګړې د دریدو غوښتنه کړې

د ولسمشر ماڼۍ په وینا، ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام  د ناروې هېواد له لومړۍ وزیرې ايرنا سولبرګ سره ټیلیفوني خبرو کې پر هر اړخیزو ګډو همکاریو او د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی. له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې د ناروې لومړۍ وزيرې په افغانستان کې روان تاوتریخوالي ته اندیښنه ښودلې او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ یې پر دایمي اوربند ټینګار کړی. میرمن سولبرګ دغه راز … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان د سولې وزارت د قریشي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزير شاه محمود قریشي وروستيو څرګندونو ته ‎د سولې په چارو کې د دولت وزارت سخت غبرګون ښودلی. د ‎سولې په چارو کې د دولت وزارت مرستياله وايي، د دې پرځای چې پاکستان د امريکا له نوي حکومته وغواړي چې د افغانستان د سولې پروسه کې د ټرمپ لاره تعقيب کړي له طالبانو دې خپل ملاتړ ودروي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د امریکا … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني:که طالبان په ټاکنو کې ګټونکي شي، واک به ورته پرېږدم

ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو پرېکول افغانستان کې د سولې لپاره مهمه اړتیا ده. نوموړی زیاتوي چې سولې ته د رسېدو لپاره باید طالبان له هېواده بهر پټنځایونه ونلري او که طالبان غواړي په افغانستان کې وي، دوه ګونی تابعیت نه لرل يې شرط دی. ولسمشر غني د لنډ مهاله حکومت پر طرحه هم د نیوکې تر څنګ ویلي، که طالبان ټاکنې ومني او ګټونکي شي، دی به … نور ولولئ